د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مصر د پاڅون څلورمه ورځ: د غضب جمعه

الهام الحق ياسيني 03.02.2011 00:13

افغان ژورناليست الهام الحق ياسيني د مصر له پلازمينې قاهرې څخه د مصر د خلکو د پاڅون په اړه د سترګو ليدلی حال د ټول افغان لوستونکو ته وړاندې کوي.

جنوري ۲۸: د غضب جمعه

 د ۲۰۱۱ز کال د جنوري ۲۸ نېټه او د جمعې ورځ و چې د مصر په ټولو ښارونه کې په زرونو مصریان لاریونونو ته راووتل او د لوموړي ځل لپاره یې د جمهور رئیس حسنې مبارک د نظام پر خلاف یې شعارونه ورکول او لومړۍ غوښتنه یې دا و چې په هیواد کې فساد له منځه یوسې او فاسدین محاکمه شي خو کله چې په همدې ورځ د مصر پولیسو د ۱۵۰ لاریون کوونکو څخه زیات لاریونکونکې مړه او د ۱۰۰۰ څخه زیات ټپیان کړل د لاریون کوونکو شعارونه بدل او جمهور رئیس حسنې مبارک څخه یې وغوښتل چې هیواد پریږدې او حکومت یو انتقالي ادارې ته وسپاري.

 د لاریونو په لومړۍ ورځ( د جمعې په ورځ) لاریون کوونکو د مصر په ښارونو کې د حزب الوطني ګوند چې په هیود کې د حکومت واګي په لاس کې لري مرکزونه[دفترونه] وسوځول، همدارنګه د مصر پولیسو د لاریونکونکو په وړاندې خنډونه جوړ کړل،  د هغوی سترګو ته یې د اوښکو بهولو غازونه وشیندل، لاریون کوونکې یې په سوباړو ووهل په لاریون کوونکو ډزې وکړې خو د څو ساعتونو وروسته ټولو پولیس او امنیتي مسؤلینو خپلې دندې پرېښودلې او د مصر ګڼ ښارونه بې پولیسو شول او په زرګونو لاریون کوونکې په لکونو بدل شول او همدارنګه د مصر په حساسو ځاینو کې د امنیت واګې په لاس کې واخستل .

  د جمعې ورځ تېره شوه خو د شنبې په شپه په کلو او ښارونو کې ځینو غلو د پولیسو د نه شتون څخه ګټه پورته کړه او په ټولو ښارونو کې یې په غلاګانو پېل وکړ ګڼو سیمو کې بد امنۍ رامنځ ته شوې د دې سره سم د جوماتونو امامانو د ځوانانو څخه وغوښتل چې په خپله د خپلو کورونو ودانیو او ممتلکاتو ساتنه وکړي، همدا و چې د ځوانانو سره سم په ځینو ځاینو کې ښځو هم د لرګو او اوسپنو سره د خپلو ودانیو ساتنه پېل کړه او چا چې چور چپاو کولو د هغوی مخې یې ونیوله.

د مصر په ټولو ښارونو کې د لاریون کوونکو په وینا د ازادۍ د شهیدانو جنازې روانې وی لاریون کونکو د مصر د ګڼو ښاورنو په مرکزونو کې کیږدۍ ووهلې او په زرګونو زرګونو د قاهرې د ازادۍ په میدان( میدان التحریر) د سکندرې قائد ابراهیم مسجد، د سویس د پوځیانو په سړک، د منصورې مرکز او د سینا په غرونو کې او نورو ښارونو کې شپې سبا کړي او خپل لاریونونو ته یې دوام ورکړ.

 په همدې شپه د مصر جمهور رئیس حسنې مبارک د تلویزیون په پرده راښکاره شو او اعلان یې وکړ چې ما د خپلې کابینې( د ټولو وزیرانو) څخه وغوښتل چې خپلې استعفاګانې وړاندې کړي او پر ځای به یې نوې وزیران وټاکل شي، همدارنګه نوموړي د اولس څخه وغوښتل چې په نا امنیو کې برخه وانښلي او کومې شرعي غوښتنې لکه ځوانانو ته کارونه پیدا کول او د لوړو نرخونو کمول به هم ډېر ژر عملي شي.

 همدارنګه جمهور رئیس د لومړي ځل لپاره ۳۰ کاله وروسته د خپل ځان لپاره عمر سلیمان چې  د استخباراتو مشر و خپل لومړی وزیر وټاکه همدارنګه یې په سبا یعنې د شنبې په ورځ یې یوازې د کابینې پنځه وزیران بدل کړل او نور ټول وزیران په خپل ځای پاتې شول چې د دې سره د لاریونکوونکو غوصې لاپسې زیاتې شوې او داسې یې وانګیرله چې ښاغلی حسنې مبارک پر دوی ملنډې وهي.

 د دې سره د شبنې، یکشبتې، دوشنبې تر ورځې پورې د مصر د ټولو ولایتونو په ښارونو کې لاریونونه روان و او د سې شنبې په ورځ  لاریون کوونکو د دوه ملیونه خلکو د لاریون جوړولو اعلان وکړ، همدارنګه د لاریونکونکو غوښتنې او شعاورنه همدا ول چې جمهور رئیس حسنې مبارک دې له خپلې دندې ژر استعفا ورکړي او ژر دې حکومت انتقالي دورې او ځان محکمې ته وسپاري.