د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اروپایی هیوادونه : د مشروع ولسمشر تر ټاکنې به خپل عسکر افغانستان ته ونه لیږو

ع. ساپې 23.10.2009 13:30

د اروپايی ټولنې دځینوهیوادونو ددفاع وزیرانو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ترهغې به افغانستان ته نور سرتیري ونه لیږي، څو چې په کابل کې نوي  قانوني او مشروع ولسمشر دحکومت واګې په لاس کې نه وي اخستي. د هالنډ، ډنمارک او جرمني هیوادونو دفاع وزیرانو دا څرګندونې د ناټو په په اته ویشتمه نوبتي غونډه کې کړي او ویلي یی دي چې تر دویم ټاکنیز پړاو پورې به دوۍ د عسکرو پرلیږلو فکر ونه کړي.  دویء همدا ډول دافغانستان لپاره د امریکا دولسمشر دنوې ستراتیژۍ داعلان پورې خپلې ټولې پریکړې ځنډولي او ویلي یی دي چې هرکله امریکا خپله نوي ستراتیژي اعلان کړي نو دویء  به یی هم په اړه فکر وکړي. خودجرمني ددفاع وزیر افغانستان ته دعسکرو دلیږلو په اړه نه یواځې په کابل کې دنوي واکمن او دامریکایی ستراتیژۍ اعلان ته سترګې نیولې بلکه دخپل هیواد د نوي پارلمان چې د ډیسمبر په میاشت کی به خپل کار پیلوي پریکړې ته هرڅه ځنډولي  وبلل.