د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوباما ته دنوبل دسولې جایزه ورکړل شوه

ع. ساپې 09.10.2009 16:10

په حیرانونکې توګه دامریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۰۹ م کال دسولې جایزه ګټلې ده، دناروي هیواد دنوبل کمیټې مامورین وایی چی اوباما یی دخپلې واکمنۍ په تیرو میاشتو کې داتومي وسلو پرضددګام اخستو، له اسلامي نړۍ سره په اړیکو ساتلو او خلکو ته د هوسا راتلونکې په اړه دډاډ ورکولو له مخې  په دغې جایزې  ویاړلې. دوۍ دا ډول وایی چی نوموړي په نړیوال سیاسي ډګر کې یو نوې  بدلون  راوستې.  اوباما ته دنوبل دسولې جایزې په ناڅاپي ورکړه نه یواځې دسپینې ماڼۍ  مامورین هک حیران پاتې شوي بلکه  خپله اوباما او د ددغې جایزې څارونکې هم حیران دي. غربي کارپوهان په دې اند دي چی اوباما ته  دسولې دجایزې ورکړه ښایی د جورج ډبلیو بش پرمخ  یوه څپیړه وبلل شي. دا په داسې حال کې ده چې اوباما دخپل امنیتي ټیم سره افغانستان ته دنورو سرتیرو په استولو غور کوي.