د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوباما: دپوځیانو په استولو کې بیړه نه کوو

ع. ساپې 27.10.2009 09:12

سپنې ماڼۍ وروسته له هغې سخت ټکان وخوړ چی په افغانستان کې ددوه امریکایی چورلکو د هوایی ټکر په نتیجه کې څوارلس تنه امریکایان ووژل شول،دغې پیښې دامریکایی ولسمشر هغه پریکړه چی ګوندې افغانستان ته به ډیر ژر نوي پوځیان ولیږي له ځنډ او خنډ سره مخ کړه. بارک اوباما له دغې پیښې څخه وروسته په داسې حال کې چې دامریکا د هوایی ځواکونو له یو مرکز څخه یی لیدنه کوله په ډاګه کړه چې افغانستان ته به دنورو پوځیانو داستولو په اړه بیړنۍ پریکړه ونه کړي. ده زیاته کړه چې نه غواړي دنورو امریکایی عسکرو ژوند دمرګ له ګواښ سره مخ کړي خو دایی هم وویل که چیرته په ريښتني ډول په افغانستان کې نورو سرتیرو ته اړتیا ولیدل شي نو بیا به یی د پوره چمتوالي او ملاتړ سره واستوو. له څه دپاڅه یوې میاشتې راهیسې سپینه ماڼۍ افغانستان ته دنورو پوځیانو دلیږلو په اړه دناستو او غونډو شاهده ده خو لا هم د ماڼۍ چارواکي کومې ځانګړې پایلې ته نه دي رسیدلي. خو په افغانستان کې دتیرې ورځې خونړۍ پیښې چې څوارلس امریکایان په کې ووژل شول، دغه سیاسي او نظامي ډیالوګ نور هم کړکیچن کړې دې.