د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوسله والو د له منځه وړلو لپاره هوایی او ځمکني عملیات پیل شول

ع. ساپې 17.10.2009 12:11

نن سهار وختي دپاکستان حکومتي ځواکونو د طالبانو او القاعده جنګیالیوو د لټون او له منځه وړلو لپاره په قبایلي سیمواو په ځانګړې توګه په جنوبي وزیرستان کې ډیرسخت عملیات پیل کړل. دپاکستان حکومتي چارواکو په ډاګه کړې چې په دغو  عملیاتو کې دځمکې او هوا له لارې  هغه  لرې پرتې او غره ایزه  سیمې   په نښه شوي چې زرګونه داخلي او بهرني وسله وال په کې پټ دي. داستخباراتو یوتن مامور  اسوشیتدپریس ته ویلي ځمکني عملیات له بیلا بیلو خواوو په سیمه کې پیل شوي چې له هوا څخه ګڼ شیپ چورلکې او جنګي الوتکې هم خپله خواري کوي ، او بیلا بیلې سیمې یی دخپلو بمونو په غورځولو په لوګیوو کې پټې کړې دي.  نوموړي دا هم ویلي چې دتیښتې ټولې لارې د وسله والو پرضد تړل شوي.   داسوشتید پریس په وینا ترټولو قهرجن جنګي عملیات وروسته له هغه د طالبانو او القاعده وسلوالو پرضد په جنوبي وزیرستان کې پیل شول چې تیرو دوه اونیوو دپاکستان استحکام تر پوښتنې لاندې راوست او په تاو تریخوالي کې نزدې یوسل او پنځه اویاتنه ووژل شول.