د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټول افغان په پرمختګ کې ګډون وکړئ

ټول افغان 15.10.2009 16:52

درنو د ټول افغان کتونکو!

انټرنټي نړۍ ډیره په چټکۍ سره پرمختګ کوي.‌ مونږ افغانان خو په حقيقي ژوند کې ډیر وروسته پاتې يو نو د الیکترونیکي نړۍ سره به څنګه څنګ په څنګ وچلیږو. ټول افغان تل هڅه کړې چې افغانانو ته نوي نوي خدمتونه وړاندې کړي. ټول افغان نه کوم تجارتي سایټ‌ دی او نه د کوم چا شخصي ملکیت دی .‌ ټول افغان د ستاسو او ټولو افغانانو ګډه پاڼه ده.‌ مونږ بايد ټول په ګډه د دې پاڼې په ساتنه او پرمختګ کې فعاله ونډه ولرو.

ټول افغان تاسو ته بلنه درکوي چې راشئ د دې سایټ د ښکلا،‌ غني کولو او پرمختګ لپاره که نور څه نوي نو لږ ترلږه خپل وړانديزونه او نظرونه خو ولیکئ.