د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان هالينډ ته ماته ورکړه

الهام ياسيني 26.08.2009 11:12

افغانستان له هالينډ څخه ډېره جالبه څلورورځنۍ لوبه وګټله. خو دا چې هالينډ په لومړنۍ پاڼۍ کې مخکې و نو افغانستان ټولې شل نمرې لاس ته رانه وړې او يواځې ۱۴ نمرې یې لاس ته راوړې.

افغانستان ته په کار و چې په دويمه پاڼۍ کې یې ۲۰۷ منډې پوره کړې وې. په پاي کې د یوې ويکټې په درلودو افغانانو وکړای شول چې ۲۰۹ منډې پوره کړي.

د افغانستان لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه د زيمبابوی سره وه چې مساوي پای ته رسېدلې وه او افغانستان ترې ۹ نمرې لاس ته راوړې وې.

د لوبې مخکينی حال:

د لوبې ژوندی حال په دې پاڼه هم ليدلای شﺉ.

http://www.cricinfo.com/icccont2010/engine/current/match/415171.htm

 د لویو وچو یا انټرکانټننټل په سيالۍ کې افغانستان د هالينډ سره په څلور ورځنۍ لوبه کې دويمه پاڼۍ هم پیل کړه. لومړی بيټنګ هالينډ وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۲ منډې جوړې کړې. افغانستان هم بيټنګ پيل کړ او د احمد شاه او شهزاد له سوځېدو وروسته یې تر اوسه ۳۹ منډې کړي دي.

افغانستان د بري لپاره ۱۶۸ نورو منډو ته اړتيا لري ځکه هالينډ په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۱ او په دويمه کې ۱۳۲ منډې کړي دي، په داسې حال کې چې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې۱۰۷ او په دويمه کې تر اوسه ۳۹ منډې جوړې کړي ډي.

نن چارشنبه به پاتې ۸ افغان لوبغاړي بيټنګ ته دوام ورکوي او کوښښ به کوي چې هدف پوره او بری تر لاسه کړي. تېرې لوبې ته په کتو د ۱۶۸ نورو منډو جوړول افغان لوبډلې ته سخت برېښي ځکه چې پيچ د بيټنګ لپاره سخت او د توپ اچونکو لپاره اسانه دی.

په هر حال افغانان که ارامه لوبه وکړي ډېر وخت لري. د دې لوبې لا تر اوسه دوه ورځې نورې هم پاتې دي او افغانستان کولای شي چې له دې وخت ګټه پورته کړي او د لرې او سختو ګوزارونو پر ځای محتاطه لوبه وکړي او په یوه او دوه، دوه منډو ډېره تکيه وکړي. تر اوسه یواځې د نور علي ځدراڼ څو کيچونه غورځېدلي دي او ښکاري چې افغانان تر ډېره برېده بې احتياطه لوبه کوي.

ټيسټ لوبې د نورو لوبو سره دا توپير لري چې په ټيسټ لوبه کې حوصله او په ارامه لوبه په کار ده تر څو د لوبغاړي ويکټه زر له منځه لاړه نه شي او تر ډېره وخته ودرېږي.

د چارشنبې د ورځې لوبه به د کابل په وخت یوه بجه پيل کېږي. د لوبې ژوندی حال په دې پاڼه هم ليدلای شﺉ.

http://www.cricinfo.com/icccont2010/engine/current/match/415171.htm

د دواړو پاڼیو حال:

دویمه پاڼۍ:

هېواد منډې سوځېدلي اورونه
افغانستان ۳۹ ۲ ۱۸
هالينډ ۱۳۲ ۱۰ ۳۸

لومړۍ پاڼۍ:

هېواد منډې سوځېدلي اورونه
افغانستان ۱۰۷ ۱۰ ۳۶
هالينډ ۱۸۱ ۱۰ ۵۷

تر دې دمه د انټرکانټننټل په سيالۍ کې د لوبډلو د نمرو جدول په دې شکل دی:

لوبډله

لوبې

ګټلې

بایللې

نمرې

سکاټلينډ

۲

۱

۰

۲۹

کينيا

۲

۱

۰

۲۳

ایرلينډ

۲

۰

۰

۱۲

افغانستان

۱

۰

۰

۹

هالينډ

۱

۰

۰

۹

کاناډا

۳

۰

۰

۳

زيمبابوی

۱

۰

۰

۳

 

 

 

 

 

 

هغه لوبې چې ګټلې یا بایللې نه دي، يا خو اوس هم روانې دي او يا  Draw شوي دي.