د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

الهام ياسيني

18.04.2013 12:28    |   الهام ياسيني کامه کې د لومړي ځل لپاره د ژاولو فابريکه جوړه شوه

د دې فابريکي یو پانګه اچونکی قاري فقير وايي چې د فابريکي په جوړولو کې د ډيرو ستونزو سره مخ شوی دی او وايي(( دولت پانګه اچونکو ته اسانتیاوي نه برابروي، په هر ځای کې ترې په یو نوم او بل نوم پیسي اخلي، د پانګه اچونکو د ملاتړ اداري نشته دی. هر څوک چې پانګه اچونه کوي ټول مواد د نورو هيوادونو څخه راوړي چې په لارو کې دولتي مامورين ورته د بډو اخستلو لپاره خنډونه پيدا کوي)).اوسمهال د ژاولو فابريکه کافي توليد لري خو بيا هم د سوداګرو غوښتونکي ژاولې نشي پوره کولای، فابريکه هوډ لري چې د شپې توليد هم پېل کړي تر څو د خپلو سوداګرو غوښتنې په خپل وخت پوره کړي. د کامې ولسوالي د جلال اباد ښار څخه ۱۷ کيلو ميټره لرې او د پنځه سوه زرو شا او خوا نفوس لري.

05.02.2013 23:56    |   الهام ياسيني په مصر کې د ايران ولسمشرپه بوټانو وويشتل شو

نن د مصر عربي جمهوريت پلازمېنه قاهرې کې د ايران په ولسمشر محمود احمدي نجاد هغه وخت د بوټانو ګوزارونه وشول چې حسين جومات ليدلو زيارت په حال کې و. د مصر ولس د سوريي په سر د ايران ولس او چارواکو څخه ډېر ګيله مند دي چې د ظالم او قاتلينو د ډلې بشار الاسد سره اوږه په وږه د سوريې ولس وژنه ته يې بډې وهلي دي. تر دې دمه په سوريه کې د شهيدانو شمېر د ۷۵ زرو څخه اوښتې خوبيا هم د ايران هيواد د سوريي ولس وژنې ته د اسد ملاتړ کوي. داسې هم ليدل شوي چې د ايران پوځ په سوريه کې د پاڅون کوونکو په مقابل کې د بشار الاسد د ډلې په صفونو کې جګړه کوي. په مصر کې دا خبره ډېره مشهوره ده چې څوک يې ډېر بدې راځي د څپليو يا د بوټانو ګوزارونه پرې کوي. د مصر په ولس کې د څپليو ويشتلو کار ډير رواج دي هر څوک يې چې ډېر بدې راځي نو د څپليو يا بوټانو ګوزارونه پرې کوي. دوه کاله مخکې په مصر کې پاڅون د سيمې د سياست ته ۱۸۰ درجې تغير ورکړ چې په نتيجه کې يې اخوان المسلمين واک ته ورسيد.

23.05.2010 17:17    |   الهام ياسيني د عمر د زياتوالي له کبله له ۱۶ کلنې لوبډلې پاتې شوي قانع نه دي

د کرکټ بورډ څخه هغه لوبغاړي چې د ۱۶ کلنو لوبډلې کې نومونه د ډېر عمر په کتار کې راغلي غواړي چې د کابل فرانسوي روغتون رسمي نتیجي ورته وړاندې کړي او کرکټ بورډ تورنوي چې د ۱۶ کلنو لوبغاړو د عمرونو په نتیجه کې یې درغلي کړې ده.

23.05.2010 16:39    |   الهام ياسيني په ننګرهار کې ولايتي سيالۍ ته په غوره شوې لوبډله نيوکې شوي دي

په ننګرهار کې د کرکټ ځینې لوبغاړي په هغه ولایت کې د کرکټ پر مسؤلینو نیوکې کوي چې د اتصالات وپه ولایتي سيالۍ کې یې ((نالایقه)) لوبغاړي نیولي او ښه لوبغاړي یې نه دي نیولي. دا لوبغاړي وایي چې په ننګرهار کې د کرکټ دوه اکاډيمۍ دي چې په خپل منځ کې اختلافات لري او ځینې تکړه لوبغاړي د دوی د سيالۍقرباني شوي دي.

27.04.2010 04:27    |   کفايت الله نبي خېل او الهام ياسيني اتصالات د کرکټ بورډ او لوبډله سپانسر کړه

د افغانستان د کرکېټ ملي تیم د نړیوالو سیالیو لپاره خپلې هلې ځلې پیل او د اتصالات د مخابراتي شرکت له خوا په هیله مندۍ سره د ویسټ انډیز د لوبو پر خوا ور روان شول.

27.04.2010 04:22    |   کفایت الله نبی خیل او الهام ياسيني اتصالات د کرکټ بورډ او لوبډله سپانسر کړه

د افغانستان د کرکېټ ملي تیم د نړیوالو سیالیو لپاره خپلې هلې ځلې پیل او د اتصالات د مخابراتي شرکت له خوا په هیله مندۍ سره د ویسټ انډیز د لوبو پر خوا ور روان شول.

18.02.2010 18:58    |   الهام ياسيني اماراتو افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه چې د شارجې لوبغالی خپل کورنی لوبغالی وګرځوي

د اماراتو د کرټ موسس عبدالرحمان بوخاطر نن د شارجې په لوبغالي کې د زرګونو افغانانو په مخې کې افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه چې د شارجې لوبغالی خپل کورنی لوبغالی وګرځوي او په تر هغې چې په افغانستان کې لوبغالي جوړوي په دې لوبغالي کې تمرينونه او لوبې وکړي.

24.11.2009 17:15    |   الهام ياسيني کرکټ: ريس احمدزی بېرته په لوبډله کې شامل کړای شو

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان او پياوړی لوبغاړی ريس احمدزی بېرته په لوبډله کې شامل کړای شوی دی او د آسيا په ۲۰/۲۰ سياليو کې د برخې اخيستو په موخه عربي متحده اماراتو ته رسېدلی دی.

24.11.2009 10:01    |   ع.ساپې او الهام ياسيني آسيا ۲۰/۲۰: افغانستان هانګ کانګ ته په ۱۲۰ منډو ماته ورکړه

افغانستان داسیایی شل اوریزو سیالیوو په لړ کې نن له هانګ کانګ سره خپل بخت ازمایی

15.10.2009 10:24    |   الهام ياسيني باراک اوباما او هولبروک غواړي په باچا خان جوړ شوی فيلم وويني

د امريکا هېوادمشر باراک اوباما او افغانستان - پاکستان ته د د دې هېواد ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک د خان عبدالغفار خان په ژوند او اند د جوړ شوي مستند فيلم ډايرکټرې څخه غوښتي دي چې دا فيلم ورته وښايي.

10.09.2009 08:31    |   الهام ياسيني کرکټ: افغانستان هالينډ ته په ۱۸۳ منډو ماتې ورکړه

افغانستان د ۱۹ کلونو ټيټ عمر لوبغاړو د نړيوال جام د غوراوي په سيالۍ کې چې د کاناډا د ټورنټو په ښار کې سرته رسېږي نن د هالينډ سره لوبه کوي. لوبه به د کابل په وخت ماښام ۶:۴۵ بچې پيل کېږي.

08.09.2009 17:20    |   الهام ياسيني کرکټ: افغان زلمو تاريخ جوړ او د ۲۰۱۰ ز کال نړيوال جام ته یې لاره وموندله

د افغانستان د ۱۹ کاله څخه د کم عمر لوبغاړو ملي لوبډله د ۱۹ کاله څخه کم عمره لوبغاړو د نړيوال جام د غوراوي په ترڅ کې نن د یوګانډا سره لوبه وکړه چې د افغانستان په ګټه تمامه شوه او د ځوانانو ملي لوبډله یې په راتلونکي نړيوال جام کې د لوبې کولو جوګه کړل.

07.09.2009 17:28    |   الهام ياسيني کرکټ: افغانستان امريکا ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه (د نمرو بشپړ جدول)

افغانستان پچه وګټله او لومړي بيټنګ کول یې غوره وګڼل. افغانانو په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۱ منډې جوړې کړې. د افغانستان اقبال مالکي ۷۲ منډې جوړې کړې. امريکا ونشو کړای د افغانانو له خوا ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې په ۴۹ اورونو کې په ۲۰۵ منډو وسوځېدل. ايمل وفا د امريکا ۴ لوبغاړي وسوځول. افغانستان په دې ترتيب امريکا ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه.

06.09.2009 00:57    |   بشيرګواښ او الهام ياسيني کرکټ: افغانستان وناټو ته ماته ورکړه (بشپړ راپور او د نمرو جدول)

د ۵۰ اووريزه يوورځنۍسيالۍ په دې لوبه کې وناټو پچه وګټله اوبيټنګ کول يې غوره کړل. د وناټو ټول لوبډلې د ۱۱۱ منډو په کولو سره اوټ شول او په دې توګه يې افغانستان ته د ګټلو لپاره د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه. افغانستان دغه هدف په چټکۍ سره په دوه ويشتم اوور کې د دوو لوبغاړو د اوټ کيدلو په بيه پوره کړ.

05.09.2009 11:13    |   الهام ياسيني او بشير ګواښ کرکټ:افغانستان وناټو ته ماته ورکړه.

افغانستان نن د واناتو سره لوبه کوي. دا د ځوانانو د نړيوال جام د غوراوي په سيالۍ کې درېمه لوبه ده. افغانستان په دې سياليو کې ټولې ۹ لوبې کوي. تر اوسه یې یوه لوبه بايلودې او یوه یې ګټلې ده. افغانستان بايد د وناتو برسېره ۳ نورو لوبډلو ته ماتې ورکړي تر څو په نړيوال جام کې ځای جر کړي.

04.09.2009 17:19    |   الهام ياسيني کرکټ: افغانستان هانګ کانګ ته په ۶ ويکټو ماتې ورکړه

وروستی حال: تر اوسه د سيالۍ د نمرو جدول په دې ډول دی:

03.09.2009 12:59    |   الهام ياسيني، بشير ګواښ او سعيد کاکړ د افغانستان او د هالينډ د لوبې انځوريز رپوټ

د سې شنبې په ورځ افغانستان د هالینډ د امتسفلين په ښار کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې خپلې هالينډۍ سيالې ته په دویمې یوې ورځنۍ لوبه کې په ۶ ويکټو ماتې ورکړه. انځوريز رپوټ یې په لاندې ډول دی:

02.09.2009 22:38    |   الهام ياسيني او ارين احمدزی د ۶۰،۳٪ مرکزونو د رایو اعلان وشو، کرزی، عبدالله او بشردوست په ترتيب مخکې دي

د ټاکنو خپلواک کميسيون تر اوسه د۶۰،۳٪ مرکزونو د رایو اعلان کړی دی. په دې رایو کې چې ټولې ۳مليونه ۸ لکه او ۸۵ زره او۳۳۸ رایې کېږي کرزی اوس هم د ۴۷،۳٪ رایو په اخيستلو تر نورو کانديدانو مخکې روان دی.

30.08.2009 09:14    |   الهام ياسيني د کرکټ ملي لوبډله نن د هالينډ سره یوه ورځنۍ لوبه کوي

لوبه به د هالينډ په وخت ۱۱ بجې چې د کابل دماسپښين د ۱:۳۰ بجو سره سمون خوري پيل کېږي. د يادونې وړ ده چې یوه ورځنۍ لوبه ۵۰ اورونه او هر اور ۶ پنډوسې وي.

26.08.2009 09:12    |   الهام ياسيني افغانستان هالينډ ته ماته ورکړه

افغانستان له هالينډ څخه څلورورځنۍ لوبه وګټله. خو دا چې هالينډ په لومړنۍ پاڼۍ کې مخکې و نو افغانستان ټولې شل نمرې لاس ته رانه وړې او يواځې ۱۴ نمرې یې لاس ته راوړې.

24.08.2009 10:50    |   الهام ياسيني په لومړۍ پاڼۍ کې هالينډ ۱۸۱ او افغانستان ۱۰۷ منډې وکړې

په لومړۍ پاڼۍ کې د هالينډ لوبه په ۱۸۱ منډو پای ته ورسېده

24.08.2009 08:43    |   الهام ياسيني د کرکټ په تاريخ کې نور علي څلورم لوبغاړی دی چې په دوه پاڼيو کې سل پوره کوي

د کرکټ نړیواله شورا وایي چې د افغانستان د ملي لوبډلې اوپنر یا پيلونکی نور علي ځدراڼ د کرکټ په تاريخ کې څلورم لوبغاړی دی چې په ټيسټ لوبه کې په دواړو پاڼیو کې پرله پسې سل منډې پوره کوي.

23.08.2009 10:17    |   الهام ياسيني افغان كركـټ لوبډله به سبا په امستردام کې د هالينډ د لوبډلې سره لوبه پيلوي

د افغانستان د كركـټ ملي لوبډله به د انټرکانټننټل په سياليو کې خپله دویمه څلورورځنۍ لوبه سباته د هالينډپه امستردام ښار کې د هالينډ د ملي لوبډلې سره پيلوي.

20.08.2009 09:47    |   الهام ياسيني د افغانستان او زيمبابوی دویمه پاڼۍ برابره پای ته ورسېده، لوبډله به اوس هالينډ ته ځي

افغانستان او زيبمبابوی د لویو وچو یا انټرکانټننټل په سیالۍ کې د څلور ورځنې لوبې په څلورمه ورځ خپله دويمه پاڼۍ برابره پای ته ورسوله. په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان له زيمبابوی مخکې وو.

20.08.2009 08:37    |   محمداله آرین احمدزی ، رنځور او الهام ياسيني د ټاکنو پروسه پيل او تر ډېره بريده ښه روانه ده. انځوريز رپوټ

په کابل کې رایه اچونه پیل شوه