په مصر کې د ايران ولسمشرپه بوټانو وويشتل شو
06.02.2013 00:56نن د مصر عربي جمهوريت پلازمېنه قاهرې کې د ايران په ولسمشر محمود احمدي نجاد باندې هغه وخت د بوټانو ګوزارونه وشول چې حسين جومات ليدلو زيارت تللی و.
احمدي نجاد نن د اسلامي هيوادونو ۱۲ کنفرانس غونډه کې د ګوډن کولو لپاره قاهرې ته رسيدلې دي، نوموړي د الازهر شريف د عالمانو سره هم کتلي او هوډ لري چې په دې سفر کې د سيده زينب زيارت ليدنه هم وکړي.
د مصر ولس د سوريي په سر د ايران ولس او چارواکو څخه ډېر ګيله مند دي چې د ظالم او قاتلينو د ډلې بشار الاسد سره اوږه په وږه د سوريې ولس وژنه ته يې بډې وهلي دي. تر دې دمه په سوريه کې د شهيدانو شمېر د ۷۵ زرو څخه اوښتې خوبيا هم د ايران هيواد د سوريي ولس وژنې ته د اسد ملاتړ کوي. داسې هم ليدل شوي چې د ايران پوځ په سوريه کې د پاڅون کوونکو په مقابل کې د بشار الاسد د ډلې په صفونو کې جګړه کوي.
د مصر په ولس کې د څپليو ويشتلو کار ډير رواج دي هر څوک يې چې ډېر بدې راځي نو د څپليو يا بوټانو ګوزارونه پرې کوي. دوه کاله مخکې په مصر کې پاڅون د سيمې سياست ته ۱۸۰ درجې تغير ورکړ چې په نتيجه کې يې اخوان المسلمين واک ته ورسيدل.
داسې ويل کيږي چې په احمدي نجاد د بوټ ګوزار کونکي د سوريې مهاجر دي. همدا راز ګڼو مصريانو او سوريانو په ټوټو ليکلې و چې څنګه وايئ (( ادخلوا مصر ان شاء الله امنين)) ايران په سوريه کې زموږ ورونه او بچيان وژنې او موږ ورته دلته وايي ادخلو امنين.
په سوريه کې د بشار الاسد د ظلم یو تصوریر چې ایران یې مالي، ځاني او وسلوال ملاتړ کوي