د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اماراتو افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه چې د شارجې لوبغالی خپل کورنی لوبغالی وګرځوي

الهام ياسيني 18.02.2010 19:58

عبدالرحمان بوخاطر افغان کرکټ بورډ ته بلنه ورکوي چې د شارجې لوبغالی د خپل کورني لوبغالي په توګه وکاروي.
ـــــــــــــ    ــــــــــــــ  ــــــــــــــــ

د اماراتو د کركټ موسس عبدالرحمان بوخاطر نن د شارجې په لوبغالي کې د زرګونو افغانانو په مخکې افغان لوبډلې ته بلنه ورکړه چې د شارجې لوبغالی خپل کورنی لوبغالی (Home Ground) وګرځوي او تر هغې چې په افغانستان کې لوبغالي جوړېږي په دې لوبغالي کې تمرينونه او لوبې وکړي.

بوخاطر افغان لوبډلې ته دا وړانديز نن په دې لوبغالي کې د دوه سومې یوې ورځنې لوبې د کېدو په مناسبت وکړ. نن د شارجې کرکټ لوبغالي کې دوه سومه یوه ورځنې لوبه افغانستان او کاناډا وکړه چې کاناډا وګټله.

بوخاطر افغان لوبډله وستايله چې د شل اورونو نړيوال جام ته یې بريالۍ شوې ده او په دې مناسبت یې افغان لوبډلې ته مبارکي هم ورکړه. بوخاطر ټول افغان ته وويل چې افغانستان د دې وړ دی چې یو داسې ځای کې لوبه وکړي چې خپل کور یې ګڼي او احساس وکړي چې په خپل هېواد کې لوبه کوي.

روزونکي کبيرخان وايي چې دا ډېر ښه وړانديز دی او د آسيا کرکټ شورا او نړيوالې کرکټ شورا سره پرې خبرې کول اړين دي چې د هغې په اساس به د افغانستان د کرکټ بورډ پرېکړه کوي چې آيا دا لوبغالی د کورني لوبغالي په توګه وکاروي او که څنګه. کبيرخان وايي چې د دې معلومول اړين دي چې په کومو شرطونو دوی کولای شي د شارجې کرکټ لوبغالی وکاروي او د لامبو حوض، جيم، او ورته اسانتياوې هم په کې شاملې دي او که نه. بوخاطر ټول افغان ته وويل چې افغانان کولای شي ((د دې لوبغالي د تمرين اسانتياوې،د شپې د لوبې اسانتياوې، د ټرف اسانتياوې،او د روزنې (کوچنګ) اسانتياوې وکاروي چې دوی په کرکټ کې د لا پرمختګ لپاره ورته خورا زيات اړتيا لري.))

بوخاطر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا افغان کرکټ بورډ ورڅخه دا غوښتنه کړې ده وويل چې تر اوسه ترې افغان کرکټ بورډ دا غوښتنه نه ده کړې خو دی به خوښ وي که د ده وړانديز ومني او دا لوبغالی په کرکټ کې د افغانانو د راتلونکي پرمختګ شاهد وي.

د بوخاطر دا وړانديز د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره مهم اقدام دی. د افغانستان د کرکټ بورډ د مشر مرستيال سلاکار وزير شهزاده مسعود، د بورډ اجرايوي مشر ايمل شينواری، او د ملي لوبډلې مرستيال روزونکی تاج ملوک دکبيرخان سره همغږي دي چې د عبدالرحمان بوخاطر دا وړانديز د افغانستان د کرکټ لپاره ښه زېری دی او که چېرته دا لوبغالی د افغانستان د کرکټ د کورني لوبغالي په توګه غوره شي نو د افغانستان د کرکټ ډېرې ستونزې به حل کړي.

شهزاده مسعود وايي چې د کرکټ بورډ او افغان دولت په استازيتوب یې نن له عبدالرحمان بوخاطر څخه د دې وړانديز له کبله مننه وکړه. نوموړی وايي چې د دې لوبغالي په غوره کولو به نور اړ نه وي چې کيمپ او تمرين لپاره بېلابېلو ځايونو ته سفرونه وکړي. مسعود وايي چې د شارجې کرکټ لوبغالی په ځانګړي ډول په ژمي کې ډېر مهم دی ځکه چې په ژمي کې د شارجې هوا د پسرلی موسم ته ورته وي او د افغانستان د يخې هوا په پرتله د کرکټ لپاره ډېره مناسبه وي.

ايمل شينواری بيا وايي چې له هېواده بهر د کورني لوبغالي موندل به یې دا ستونزه حل کړي چې نور هېوادونه ورسره د لوبې کولو لپاره حاضر شي او افغانستان د بېلابېلو ستونزو له کبله د سفر نه کولو پرځای ورسره په شارجه کې لوبې وکړي. شينواری وايي چې دوبې ته د تګ راتګ ټکټونه هم د نورو هېوادونو په نسبت په بيه ښه دي او دا چې د کام اير شرکت مشر زمری کامګار د کرکټ بورډ غړی دی نو هيله مند دی چې د ټکټونو سپانسرشپ به ورته د نوموړي له خوا ومنل شي.

تاج ملوک سره د دې چې هيله مند دی چې په خپله په افغانستان کې د کرکټ لوبغالي جوړ شي، د بوخاطر په دې وړانديز خوښ دی او وايي چې سريلانکا هم ورته دا ډول وړانديز کړی دی خو د شارجې لوبغالی ورته ډېرې نورې اسانتياوې هم برابروي چې یو یې په دې ښار کې د ډېرو افغانانو او په ځانګړې ډول د کرکټ د مينه والو شتون دی چې د افغانستان د لوبډلې د ملاتړ لپاره په ډلو ډلو ورځي. تاج په دې باور دی چې که افغانان د شارجې لوبغالی د کورني لوبغالي په توګه غوره کړي، دا به د دې لوبغالي تېر برم او حیثیت بېرته برحال کړي. نوموړی وايي چې په اماراتو کې د افغان لوبډلې لوبو ته د د زرګونو خلکو ورتلل اوس دا پیغام ټولو ته وررسولی دی چې افغان لوبډله په دې هېواد کې ډېر مينه وال لري او که افغانان په کې لوبه وکړي نو لوبغالي به یې د نورو هېوادونو د لوبو په نسبت ګرم وي.

د افغان لوبډلې ډاکتر نورالله ټول افغان ته وويل چې د لوبغاړو دفټنس لپاره به د شارجې لوبغالی او ورسره مل اسانتياوې کارول ګټور وي او دالوبډلې ته ښه زېری دی.

بوخاطر ټول افغان ته وويل چې په افغانستان کې د کرکټ مينه والو ته دا پيغام لري چې د شل اورونو نړيوال جام ته دافغان لوبډلې په بري خوښ دی او هيله لري چې دوی به نور هم پرمختګ وکړي چې د کرکټ په نړۍ کې یو طاقت ثابت شي. بوخاطر وويل چې (( موږ به ورسره په شريکه د دې موخې لپاره کار کوو.))

انځوريز راپور:


روزونکی کبيرخان د عبدالرحمان بوخاطر سره ستړې مه شي کوي

د ولسمشر سلا کار وزير شهزاده مسعود د بوخاطر د وړانديز مننه کوي. په انځور کې کپتان نوروز منګل هم خوښ ښکاري.


د بوخاطر او افغانانو ډلييز انځور