د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار کې ولايتي سيالۍ ته په غوره شوې لوبډله نيوکې شوي دي

الهام ياسيني 23.05.2010 17:39

په ننګرهار کې د کرکټ ځینې لوبغاړي په هغه ولایت کې د کرکټ پر مسؤلینو نیوکې کوي چې د اتصالات وپه ولایتي سيالۍ کې یې ((نالایقه)) لوبغاړي نیولي او ښه لوبغاړي یې نه دي نیولي. دا لوبغاړي وایي چې په ننګرهار کې د کرکټ دوه اکاډيمۍ دي چې په خپل منځ کې اختلافات لري او ځینې تکړه لوبغاړي د دوی د سيالۍقرباني شوي دي.

يو شمېر مرور لوبغاړو ټول افغان ته وويل چې ((زموږ ګناه داده چې د هستي ګل په اکاډمۍ کې لوبه کوو)). مرور لوبغاړي په ننګرهار کې د کرکټ بورډ له استازي محمد طيب اخونزاده څخه ګيله کوله چې سم غوراوی یې نه دی ترسره کړی. 

لوبغاړي وایي چې محمد طیب اخندزاده موږ ته ګواښ کړی چې لوبغاړي دې ((په دې شخصي مسلو کې ګوتې نه وهي او که دوام ورکړي نو ډېر هډوکې به پکې مات کړي)). لوبغاړي وايي چې اخندزاده هغه خلک د ولایتي ټورنمټ لپاره نیولي کومو چې له دې سره په ختیځ کرکټ اکاډمۍ کې تمرینات کوي. محمد طیب اخندزاده د ختیځ اکاډومۍ مشري او له کرکټ بورډ لخوا  په ننګرهار کې استازیتوب په غاړه لري.

اخندزاده د لوبغاړو ټول تورونه ردوي او وایي چې په ننګرهار کې مو د کرکټ ټولو لوبغاړو ته اعلان کړی و چې د ولایتي سيالۍ لپاره ازموينې ته حاضر شي. اخونزاده زياتوي چې ((څوک راغلي او تکړه و موږ نیولي دي)). اخندزاده دا تور هم ردوي چې لوبغاړو ته یې ګواښ کړی او وایي چې دا یوازې د نورو خلکو په لمسون د ننګرهار ولایتي شورا ته ورغلي و.

ټول افغان ته خفه لوبغاړو وویل چې خبره مو د ننګرهار ولایتي شورا ریس نصرت الله نصرت ته ورسوله خو هغه ویل چې بل حل نشته او یوازې به د ټاکنو له لارې دغه مشکل حل کیږي، او د ننګرهار هغه لوبډلې به رایه ورکوي کوم چې د کرکټ بورډ سره ثبت دي.