د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ ملي لوبډله د لويو وچو د لوبو په موخه زيمبابوی ته روانه شوه

الهام ياسيني 13.08.2009 15:57

نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د زيمبابوی افریقایي هېواد ته روانه شوه.

په زيمبابوی کې به افغان لوبډله خپلې زیمبابوی سيالې لوبډلې سره  د اګست له ۱۶ څخه تر ۱۹ پورې د لویو وچو د سياليو په ترڅ کې څلور ورځنۍ لوبې کوي. څلور ورځنۍ لوبې د هغو هېوادونو لپاره چې د ټیسټ لوبې نه لري، د ټيسټ د لوبو په مانا دي. افغانستان او زیمبابوی به د موتاري په ښار کې دوه لوبې کوي.

په همدې ترڅ کې به افغان لوبډله د هالينډ د لوبډلې سره د اګست له ۲۴ څخه تر ۲۷ پورې د  هالينډپه امستردام ښار کې لوبې کوي.

د لویو وچو په څلور ورځني لوبو سيالیو کې له افغانستان، زيمبابوی او هالينډ برسېره کاناډا، ايرلينډ، کينيا او سکاټلينډ هم لوبې کوي.

افغانستان به دا لوبې د کرکټ د نوي بورډ د ادارې او د روزونکي کبير خان درزونې لاندې کوي. په لوبډله کې دوه مهم لوبغاړي هر یو هستي ګل او د هغه ورور کریم صادق نشته دی. هستي ګل د ادارې له خوا دې لوبو ته نه دی غوره شوی او کريم صادق د نيوکې په توګه په لوبو کې د نه لوبېدو اعتصاب کړی دی. نوموړی په نوې اداره نيوکې لري چې د خپلولۍ او اړيکو پاللو له کبله یې د نوموړي ورور هستي ګل عابد لوبډلې ته نه دی غوره کړی.

د کریم صادق په بدل کې بل لوبغاړي ونه شو کړای چې زيمبابوی ته د لوبډلې سره سفر وکړي.

د يادونې وړ ده چې افغان لوبډله به په آسيايي ۲۰/۲۰ اورونو سيالۍ کې په عربي متحده اماراتو کې د روان کال د نومبر له ۴ څخه تر ۱۳ پورې برخه اخلي. دا لوبې به د دوبۍ په ښار کې ترسره کېږي.

د ۱۹ کالو څخه د کم عمره لوبغاړو ملي لوبډله هم په کاناډا کې د نړيوال جام د غوراوي د اخري پړاو لپاره دا مهال تياری نيسي. د افغانستان د کرکټ بورډ لېواله دی چې د هندوستان د کرکټ بورډ ورسره د دې لوبډلې په تيارولو کې مرسته وکړي.

د ۱۹ کالو څخه د کم عمره لوبغاړود نړيوال جام د غوراوي سيالۍ به په کاناډا کې د روان کال د سپتمبر په میاشت کې کېږي.