دافغانستان په باب دجهانې ټولنی ترمنڅ اختلافات
03.07.2009 16:08
دیوی هفتی راپه دیخوا جها نی ټولنه په خاصه توګه هغه ملکونه چه په افغانستان کې فوڅیان لري اویا د ناټو غړی هیوادونه دی ،دافغانستان په روانه وضع باندی په شک او تردید کی دې اوبیاهم ددی تر منڅ دافغانستان دجګړی په باب اختلا فات موجود دي ، دڅینو هیوادونو مشران اومعتبری ورڅبا ڼی په شکاره ډول وايی چه دافغانستا ن جنګ ګټل کیدای نشي زمونږ نظامیان هلته بی څا یه وژل کیږي .
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي دی چې اوباما حکومت دا وخت افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو پلان نلري.
د امریکا د ملي امنیت مشاور دا خبره تیره هفته په افغانستان کې وکړه چې د اوباما حکومت غواړي چې دا وخت په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر په همدې اندازه وساتي او ددغه ملک لپاره د جوړې شوې ستراتیژئ پر اساس ډیره توجه اقتصادي او د حکومتدارئ تقویې ته وشي او دې ته کار وشي چې د افغانستان خپل خلک او عسکر په روانه مسئله کې ور گډ کړل شي.
داوباما دا پیغام هغه توقعات له منځه وړي چې ممکن نور عسکر راشي، خو په آینده کې د نورو عسکرو لیږل نه دي رد شوي.
واشنگټن پوسټ د جنرال جونز له خولې لیکلي دی "دا یوازې( جنګ) په نظامیانو باندې نه گټل کیږي. موږ دا شپږ کاله همدا هڅه وکړه. کومه ستراتیژي چې د آینده کال لپاره جوړه شوې اساسي ټکی پکې اقتصادي پرمختگ دی. که دا کار په سمه توگه ونشي، نو د نړۍ په ټولو موجوده عسکرو هم دا مبارزه نشي گټل کیدای".
د امریکا جمهور رئیس براک اوباما جیمز جونزه تیره هفته ددې لپاره افغانستان، پاکستان او هند ته لیږلی و چې عمويم وضعه معلومه کړي او د جمهور رئیس نظر د هغه ځای خلکو ته ورسوي.
جمهور رئیس اوباما دا خبره د خپل واک د دورې او همدارنگه د انتخاباتي مبارزو پر وخت په صراحت کړې وه چې د افغانستان مسئله د بوش د ادارې پر وخت شاته پرېښودل شوې وه.
اوباما د فبروري په ١٧مه اعلان وکړ چې افغانستان ته ١٧ زره نور عسکر لیږي. جمهور رئیس اوباما هغه وخت وویل، په افغانستان کې طالبان د بیرته پوره کیدو په حال کې دي او په گاونډي هیواد پاکستان کې القاعده له خپلو پخو مورچلو نه امریکا ته تهدید پیښ کړی دی.
د امریکا د ملي امنیت مشاور جیمز جونز د خپل دغه سفر په ترڅ کې په تکرار سره دا خبره یاده کړه چې د سیمې لپاره نوې ستراتیژي درې ټکی لري چې دده په خبره په دغو درې ټکو کې پرمختگ ته ضرورت دی. لومړی: امنیت، دوهم: اقتصاد او دریم: حکومت داري او بیارغاونه.
ـــ دبله طرفه د امریکا د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې مشر بیا وایي په افغانستان کې د د امریکايي جنرال مک کریسټال په غوښتنو به هیڅ ډول محدودیت نه وي او هر څومره عسکر او وسایل چې وغواړي، ورته به برابر شي
د امریکا د پوځ د لویو درستیزانود کمیټې مشر امیرالبحر مایکل میولن له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره مرکې کې ویلي جنرال مک کریسټال په افغانستان کي یوه دوه میاشتنۍ ارزونه کوي او وروسته به خپل نظر او مشوره، ده ته، او دغه راز د دفاع وزیر رابرټ ګیتس او جمهور رییس اوباما ته وړاندې کړي او وبه وایي چي دی څه شي ته اړتیا لري ؟
امیرالبحر مولن دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په همدې ورځ په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې په افغانستان کي پوځي قوماندانانو ته د امریکا د ملي امنیت په چارو کې د جمهور رییس اوباما د مشاور جنرال جیمز جونز پورتنی خبرې هم خپرې شوي دي.
امیرالبحر مایکل مولن په مستقیم ډول په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر د زیاتولو په اړه خبرې نه دي کړي خو له خبرو څخه یي په ډاګه کیږي که چیرې جنرال مک کریسټال د نوور عسکرو اړتیا وویني نو پوځ به ورته لبیک ووایي.
ورځپاڼه زیاتوي : امیرالبحر مولن دا هم ویلي په خپله دی ، ددفاع وزیر رابرټ ګیټس او جنرال مک کریستال په دې باور دی چې په افغانستان کې یوازې په پوځي قوت سره جګړه نه ګټل کیږي او که په دې هیود کې د بهرنیو عسکرو شمېر ډیر زیات شي نو له خلکو سره به داسې فکر پیدا شي چي دا ځواکونه د افغانستان د اشغال لپاره راغلي دي.
ــــ د بریتانیا یو تجربه کاردیپلومات او د پوځي چارو کارپوه وايي چې امریکا اود دغه هیواد متحدان په افغانستان کې بایلونکي دي ځکه چې د دوی ترمنځ نه همغږي شته اونه قوي ژمنه .
پډي اشډاون چې ټاکل شوې وه تیرکال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو خاص استازی شي ،خو د ولسمشرکرزي له مخالفت سره مخامخ شو،نوموړی دخپلو خبرو په جریان کی دجون دمیاشتی په ۳۰ نیټه د سې شنبې په ورځ وویل د امریکا متحدایالتونه او ناټوځواکونه به په افغانستان کې له ماتې سره مخامخ شي،مګردا چې په عملیاتو کې یې ژور بدلون راوستل شي .
پډي اشډوان پخوا په بوسنیا هرزګووینیا کې د ملګروملتو خاص استازی وو اود بوسنیا د ربړې په غوڅولو کې یې مهم رول لوبولی وو.
د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې اشډاون د ناټود غړیو هیوادونو مشرانو ته په اشارې وویل : ((موږ د ناکامۍ په لور روان یو اوزموږ ځوانان په دې ځای(افغانستان) کې وژل کېږي ځکه چې زموږ سیاستوال خپل هڅې نه سره شریکوی))
اشډاون همداراز وویل داسې ښکاري چې بریتانیایان فکرکوي چې ترټولولوی مشکل هلمند دی، هالنډیانوبیا خپل ټول پام اروزګان ته اړولی ، کاناډایان بیا په کندهارکې ډوب دي ،جرمنیان د افغانستان د خاورې په یوه بله برخه کې او امریکایان بیا مختلف لومړیتوبونه لري .لنډه دا چې هریویوه لورته مخه کړې چې دا د افغانستان د صحنې ترټولوناوړه برخه ده .
اشډاون، چې یو وخت د بریتانیا د سمندري پلیو ځواکونو غړی وو، دا څرګندونې په لندن کې د کارپوهانوپه یوه کنفرانس کې وکړې چې د ولسي پالیسۍ د تحقیقاتي انستیتیوت له لوري ترتیب شوی وو.
حاضردمه په افغانستان کې نوي زره(۹۰۰۰۰) بهرني سرتیری میشت دي چې اووه پنځوس زره (۵۷۰۰۰) یې امریکایان دي او پاتې نور د نړۍ له څلوېښتو هیوادونو څخه راغلي دي .
امریکا چې په افغانستان کې د بارک اوباما له واک ته رسیدو سره د خپلو سرتیرو د شمیرپه زیاتولوپیل کړی ، د نړیوالو ځواکونو لپاره نوی قومندان ټاکلی چې د اوباما له لوري افغانستان ته نوې ستراتیژي عملي کړي .
له لومړۍ ورځې د امریکايي ځواکونو د نوي قومندان مک کریسټل زیات ټینګار د ملکي تلفاتو پر مخنیوي ، د افغانانو د کورنو د تلاشۍ په پای ته رسیدو او حتی استوګنو سیمو ته نژدې له جګړې په ډډې کولو دی خو عملاً په دې برخه کې هیڅ راز بدلون نه دی راغلی .لا هم افغانان د شپې په مخه د بهرنیوځواکونو له تلاشیوسرټکوي او دبیګناه خلګو په کورونو اوکلو با ندی دپخوا په شان هوايی بریدونه کیږی چه ښه مثال يی دخنجر په نامه دعملیاتو پیل دهلمند په ولا یت کی ده چه دا نن دجولای دمیاشتی په دوهمه نیټه شروع شوی دی او لومړی شروع يی په هوايی بم بار دمان با ندی وشوه ،ددی څخه دا نتجه اخستله کیدای شی چه دباراک اوباما خبری او دهغه دنوی قومندان خبری تش دخولی او دکاغذ په مخ خبري دی.
ـــ په اروپا کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان کراډاک د سې شنبې په ورځ جون دمیاشتی په ۳۰ نیټه په رسمي ډول له خپلی دندې ګوښه شو او پر ځاي یي بل امریکايي جنرال پر دې مهم پوسټ وټاکل شو داکار په دی خا طر وشو چه جنرال کراډاک د افغانستان په جګړې کې د ځینو اروپایي هیوادونو په کړنو انتقادونه کړي ول.
د ناټو تلونکي عمومي قوماندان امریکایي جنرال جان کراډاک د جرمني له یوې ورځپاڼې سره مرکې چې په لاندی ډول خپره شوېده داسی ویلي دی:
اروپایي مشران اکثره وختونه د خپلو خلکو انتقادونه پلمه کوي او په افغانستان کې د سختو جګړو سېمو ته خپل ځواکونه نه استوي
د جرمني په اړه چې په افغانستان کې یې په خپلو پوځي فعالیتونو بندیزونه لګولي، جنرال کراډاک وایي :
په خواشینۍ سره باید ووایم چې جرمني په افغانستان کې له حده زیات بندیزونه لګولي دي.
جنرال کراډاک وایي په پوځي ماموریت کې د جرمني ګډون د خلکو د نظریو پر اساس پرمخ وړل کیږي مګر دا هم نه ده یقیني شوي چې خلک یې پر څرنګوالي خبر دي او کنه.
نوموړی وایي : په افغانستان کي د جرمني ځواکونود ۷ نیم کلن پوځي ماموریت په اړه مباحثه چې ایا دا ماموریت به په یوې جګړې بدل شي، بیخي اضافي کار دی.
جنرال کراډاک له جرمني ورځپاڼې سره مرکې کي دا هم ویلي
په افغانستان کې د جرمني ماموریت ته چې سیاسي مشران هر نوم ورکوي هغه د دوی کار دی، خو زه یې یوه جګړه بولم. او فکر کوم که چیرې تاسې له جرمني عسکرو څخه وپوښتۍ نو هغوی به هم درته ووایي چې دوي په افغانستان کې په جګړې کيې ښکیل دي.
په اروپا کي د ناتو د عمومي قوماندان دنده معمولا امریکایي پوځیانو ته ورکول کیږي.
د جنرال کراډاک پر ځاي بل امریکايي پوځي ،امیرالبحر جیمز سټافریډیس وټاکل شو.
د جرمني په جنوب لویدیځ ښار شتوتګارت کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس هم ګډون کړی و.
ګیټس د وینا پر مهال په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې د ارادې او بري په اړه وویل
زمونږ هیوادونه یوځل بیا په داسې یوې جګړې کې ښکیل دي چې نتیجه او دوام یې نامعلوم دی. خو زه پوره باور لرم چې مونږ به خپله اراده او جرات ساتواو هغه څه به په افغانستان کي کوو، چي باید ویي کړو
فرانسپرس لیکي: د ناټو اعتبار او حیثیت په افغانستان کې تر سخت ازمیښت لاندې دی او دا داسي یو وخت دی چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې په ټول هیواد کې د طالبوسله والو شخړې مخ په پراخیدو دي
همداراز جرمني دفاع وزیرفرانزیوزیف یونګ نن په یوه تلویزیوني مرکه کې وویلی دی چې جرمني ځواکونه به له افغانستان څڅه د پنځو او لسو کلونو په منځ کې ووځي .
یونګ د جرمني د این ۲۴تلویزیوني چاینل د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دغه هیواد سرتېري به تر۲۰۲۰پورې له افغانستانه ووځي؟ وویل: زه همداسي انګېرم.زما په نظر له پنځو ترلسو کلونوپورې
هغه زیاته کړه هرڅومره ژرچې افغان پولیس او پوځیان ژر وروزو، هومره ژر به خپل هدف ترلاسه کړو
ده همداراز وویل پوره ډاډ دی چې د نړیوالوځواکونو ستراتیژي به په افغانستان کې بریالۍ شي .او د بریالیتوب منظوردا دی چې افغانستان داسې یوحالت ته ورسېږي چې په خپلو پښو ولاړ وي او خپله دفاع پخپله کولی شي .دا زموږ هدف دی
نوموړی زیاته کړه چې دې هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان یولکوڅلوردېرش زره (۱۳۴۰۰۰) روزلوامنیتي ځواکونو(ملي اردو) او همدومره پولیسوته اړتیا لري .
د جرمني دفاع وزیر وویل چې له امنیتي نظره د کابل چارې مخکې لا افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي او دوی په پلان کې لري چې په تدریجي ډول یو په بل پسې د سیمو امنیت افغان ځواکونو ته وسپاري .
.د افغانستان شمالي ولایتونه په نسبي ډول ارام بلل کېږي خو سږکال هلته هم وسله والې حملې زیاتې شوې دي .په وروستیو ورځو کې د کندزپه چهاردرې ولسوالۍ کې درې جرمني سرتېري ووژل شول.
دا هیواد غواړي چې ترانتخاباتو پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېرڅلورزره څلور سوو ته زیات کړي
له امریکا اوبریتانیا وروسته جرمني په افغانستان کې د سرتیرو د شمېرله نظره درېم هیواد دی .
په جرمني کې له یوې نظرپوښتنې سره سم چې سټیرن مجلې دجولای دمیاشتی په لومړی نیټه د چهارشنبې په ورځ خپره کړې ده وايي،په سلو کې یوشپیته پوښتل شویو جرمنیانوله افغانستانه د جرمني سرتیرو د وتلوغوښتنه کړې ده اونه غواړی چه ددوی اولادونه په افغانستان کی مړه شی.
دوه کاله پخوا(۲۰۰۷)په سلو کې دوه پنځوس جرمنیانوله افغانستانه د جرمني ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه خود تېرکال(۲۰۰۸) په سپټمبرکې له افغانستان څخه د جرمني سرتیرو د ایستلود پلویانو شمیرپه سلو کې نهه پنځوس(۵۹) ته ورسیدی ..
خو د وروستۍ نظرپوښتنې پراساس اوس یوازې په سلو کې ۳۳ جرمنیان په افغانستان کې د جرمني ځواکونود ماموریت د دوام پلویتوب کوي .
دا نظرپوښتنه له زرو(۱۰۰۰)جرمنیانو څخه یوازې اته وروځې وروسته له دې شوې چې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې درې جرمني سرتیری ووژل شول او یو ټپي شو.
دا به د روان کال په سپټمبر کې به د انګیلامیرکل لپاره د جرمني په انتخاباتو کې افغانستان یوه مهمه انتخاباتي موضوع وي له ۲۰۰۲ م کال څخه تراوسه پوری په افغانستان کی دجرمنی ۳۵ سر تیری وزل شوی دي او یو تعداد يی ټپیان شوی دی. پاې رحمت اله روان
د ليکوال څو نورې لیکنې
- د طالبانوغبرګون دنړیوالو ځواکونو دقومندان ادعا په باب
- دګران افغانستان دازادی دیونویمی کالیزی په یاد
- فکرتجزیه افغانستان را باید در زباله دانی تاریخ انداخت
- کرنیل امام په خپل دام کی بند پاتي دې
- امریکا په افغانستان کی په خپل شتون باندې ټینګار کوې
- دکابل نړيوال کنفرانس پاى ته ورسيد
- له تورلیست څخه د نومونو د لیری کولو پروسه وخت نیسې
- هر چا چې بی ځایه په افغانستان کې ځان ازمویلی، ناکام شوی دی
- سیاسی کارپوهان د مکریسټل استعفا حیرانوونکی بولي
- د افغانستان لپاره هلې ځلې په بحران بدلیږي











شيبه په شيبه د هيواد له ګوټ ګوټ څخه تازه ، دقيق او پر وخت خبرونه ، کره سياسي بحثونه ، په زړه پورې پښتو موسيقي ، تفريحي او هنرې آزانګې له خپلې راډيو ،سپوږمۍ څخه په ١٠٢،٢ ايف ام څپو واورئ . spogmairadio@gmail.com ٠٢٠٢٥٠٢١٠٠