د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه نړۍ چې انسانيت په کې صرف د کفارو لپاره وي

عبدالرزاق حبيبي 05.03.2009 16:58

د اسلام له پيدايښت څخه تر ننه پورې اسلام او کفر (حق او باطل) همېشه په ټکر کې دي او کفر او د کفري نړۍ واکدارانو په خپل پوره توان سره هڅه کړې ده ، چې حق ( اسلام) و ځپي او له منځه یې یوسي ، خو د هغه حق دين وړل داسې اسانه خبره نه ده د کوم دين د ساتنې ذمه واري چې الله په خپله غاړه اخستې د هغې له منځه وړل د بشر له وسه پورته خبره ده.
چنګېز چې د يو نړيوال امپراتور، خونخوار ، وحشي او قاتل په ډول له ترکستان څخه سر پورته کړ او له هغه ځايه یې د انسانيت د ختمولو پرېکړه وکړه او په ملياردونو انسانان په عامه توګه او په مليونونو مسلمانان  په ځانګړي ډول یې په دې ډول ووژل چې يو کلی به یې په پوره ډول له خاورو سره خاورې کړل او مسلمانان به یې له تېغه تېر کړل ، کوم مسلمانان به چې چېرته د ځمکې لاندې خونو کې ننوتلي و ، نو د هغوی د وژلو لپاره به یې داسې پلان جوړ کړ چې اذان به یې  وکړ ، نو هغوی به فکر وکړ چې چنګېزيان لکه چې لاړل نو له خونو به را ووتل او له راوتلو سره سم به یې له تېغه تېر او له یوې مخې  شهيدان کړل.
له هغه وروسته نور ډېر د چنګېز ورونه په دنیا واکمن شول خو د دنيا د ټول سازوسامان سره یې بیا هم ونه کړای شول چې دا قوم (مسلمانان) له نړۍ څخه پناه کړي.
په معاصره زمانه کې د سرو روسانو وحشي سېلاب د ټولو ياد دی چې د ټولو مسلمانانو عامه وژنه یې له منځنۍ اسيا څخه پیل او د نورې نړۍ د خوراک لپاره افغانستان ته راپورېوت خو الله تعالی له داسې ستر شرم سره مخ کړ چې هیچا یې تصور نه شو  کولي .
له هغه وروسته امريکا د داسې کارونو لپاره مټې را نغښتي ، او د چنګېرپه قدم یې قدمونه کېښودل او د هماغه پېښې یې په افغانستان ، عراق او فلسطين کې تکرار کړې.
په افغانستان کې یې دومره عامه وژنې وکړې چې د چنګېز او روسانو هغه ورته اختر ښکاري، د واده ناوې او زلمی یې یو ځای د همېشه لپاره له دې دنيا پناه کړل ، د مور او پلار یواځيني زامن یې د هغوی په مخکې په مرميو غلبېل غلبېل کړل ، افغاني پېغلې یې بې پته کړې، په توره شپه کې د خلکو په کورونو ورننوتل او له ماشومانو او ښځو نیولې تر سپين ږيرو یې په سرو وينو ولمبول. د باګرام ، قندهار،پلچرخي، ګوانتانامو د زندانونو د شکنجو قيصې د ټولو په مخکې دي. خو په پايله کې نه اسامه ونیول شو او نه مقاومت غلی شو!!
د عراق تېلو ته یې د اتومي وسلو په نامه ځان ورورسولو، په لکونو عراقيان یې د غم په ټغر کېنول او ښکلی عراق یې له خاورو سره خاورې کړ، په عراق کې یې تفرقه واچوله او په خپلو منځو کې یې په مختلفو ډولونو سره ووېشل خو نتیجه څه شوه ؟؟ نه اتومي وسلې لاس ته ورغلې او نه اسامه او القاعده و ځپل شوه !!!
اسرائيلو له فلسطينيانو څخه د پلار نيکه ځمکه په زور ونيوله ، له خپلو کورونو یې په زور وشړل ، کورونه یې ورته له خاورو سره خاورې کړل ، په ړندو بمباريو یې ټول وژنې وکړې ، له کورونو نيولې تر ښوونځيو او  له انسانانو نيولې تر څارویو یې ووژل او بالاخره هغه وحشت یې وکړ چې انسانيت پرې شرمېږي ....
خو ددې ټولو ظلمونو سره سره هيچا هم نه برېژنېف محکمې ته را کش کړ ، نه یې بوش و غندلو او نه یې د هغه د محکمې غوښتنه وکړه او نه یې د اسرائيلو ولسمشر شېمون پېرز لپاره محکمه وغوښته او د هغه د محکمه کولو لپاره یې یو غږ پورته کړ ؟؟؟؟
ددې ميليونو مسلمانانو قاتلانو د محاکمه کولو لپاره د جرمونو نړيواله محکمه یا ای سي سي چرته ده ؟
دا څه د نه سړيتوب دنيا ده ، چې د مليونونو مسلمانانو قاتل ته میډال ورکوي خو د یو څو باغی او سرکشه عيسويانو په وژنه د سوډان ولسمشر عمر البشير محکمې ته را کش کوي او د هغه د نيولو امر صادروي؟؟
که د انسانيت د وژلو خبره وي نو له بوش او شېمون پیرز  څخه خو هیچا زيات انسانان نه دي وژلي لومړی خو باید هغوی محکمې ته راکش کړی شي او بیا دې مقايسه کړی شي چې د انسانيت قاتل څوک دی؟؟
خو هماغه د کفر او اسلام خبره ده ، مسلمانان باید هېڅکله د خپل هېواد باغي او کافر ونه وژني خو کافر حق لري چې ټول وژنې وکړي او حتی ټول انسانيت له منځه یوسي.
دا د نړۍ محکمه او دا د نړۍ قضا ده دا یې انصاف ، دا یې قضاوت او دا یې د انسانيت په اړه منصفانه پرېکړې دی .