د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليسا د پادريانو لخواماشومانو سره جنسي زياتي د مخنیوی دپاره اصول وضع کړل

عبدالرزاق حبيبي 01.11.2008 11:10

سرچینه : اصلاح انلاین.نټ

په روم کې د نړۍ  د کاتوليکو عيسايانو مرکزي کليسا اعلان کړى دى ، چې هر څوک ، چې په شهواني قوه کنترول ونه لري پادري کېدى نه شي ، د ايټاليا په روم کې د کاتوليکانو مرکزي کليسا يو لوړ پوړي چارواکي خبريالانو ته ويلي دي ،چې له دې وروسته ، چې   هر  څوک چې په کليسا ګانو کې د پادري(عيسوي ملا) کېدو خواهش لري بايد يو ډول نفسياتي معاينه وکړي ،چې د هغې له مخې به څرګندېږي ،چې دا سړى تر کومې اندازې په خپل شهواني قوه کنترول لري ، که کوم پادري  له هغې معاينې په کاميابۍ سره ووت نو هغه بيا کولى شي ،چې په کليسا کې پادري شي.
د کليسا چارواکو دا کار وروسته له هغې وکړ ، چې مرکزي کليسا د هغو کيسونو له لامله ، چې د کليسا د پادريانو لخوا به ناروا جنسي اړيکې د ماشومانو سره نيول کېدل او د هغوى وارثان به بيا محکمې ته تلل او ددې کيسونو د ختمولو لپاره به کليسا تاوان ورکولو ، چې له دې لامله کليسا په لکونو ډالره تاواني شوه .
د کاتوليکانو مشر پاپ بېنډکټ ددې تاوان د مخنيوي لپاره يو ډول اصول وضع کړل ، چې په دې اصولو کې  تر ټولو ستر اصل دا معاينه ده ، چې  ددې معاينې له کولو پرته څوک پادري کېدى نه شي .
د مرکزي کليسا له لورې په خپره شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي دي ، چې کليسا نور ددې تاوانونو بوج په خپله اوږه نه شي اخستلى دى ؛ ځکه ، چې د کليسا د پادريانو لخوا د ماشومانو سره ناروا جنسي اړيکې ورځ په ورځ زياتېږي او ددې له لامله کليسا په لکونو ډالره تاوان ګالي.
بلخوا په امريکا کې مېشت د پادريانولخوا د ماشومانو سره د جنسي زياتي د مخنيوي ټولنې ويلي دي ، چې کوم اصول ، چې  اوس دکليسا لخوا وضع  شوي دي دا به د ماشومانو سره د جنسي زياتي په کمولو کې ډېره مرسته ونه کړي ؛ ځکه ، چې دا د هغه جنسي زياتي په نسبت ، چې له ماشومانو سره کېږي ډېر کم دي ، هغوى ويلي دي ،چې کليسا بايد اصل مشکل ته پام وکړي ، چې هغه په کليسا ګانو کې د مېشتو پادريانو بې ځايه او زيات واک او اختيار دى ، ځکه ، چې کله ، چې پادريان له ماشومانو سره ناروا جنسي اړيکې نيسي   نو هغه پټ ساتل کېږي او همدا کار د ماشومانو سره د جنسي زياتي اصل وجه ده .
د يادونې وړ ده ،چې د عيسايي پادريانو لخنوا د ماشومانو او نجونو سره د جنسي  زياتي کشاله ډېره له پخوا را روانه ده او دوى همېشه داکار پټ ساتي خو دا کار تر دې حده ورسېږي ، چې نور پټېدى نه شي.
تاسې فکر وکړئ ، چې هغه څوک ، چې د يو دين ملا او لارښود وي هغه تر ټولو لومړى د خپلو خواهشاتو او شهواني قوې د سړولو لپاره له کوچنيو ماشومانو سره ناروا جنسي اړيکې نيسي او هغوى تر خپل زياتي لاندې راولي ؛ هغه به څنګه د الله دوست شي ؟ هغه به څنګه د چا ګناه وبخښي ؟