د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغاني رسنۍ د چا په واک کې ؟

عبدالرزاق حبيبي 20.12.2008 13:10
په افغانستان کې او په ځانګړي ډول په کابل کې چې بې شمېره انځوريزې او غگيزې رسنۍ په کې فعاليت کوي او د ديموکراسۍ له نومه په استفادې سره غربي ديموکراسۍ ته په وده ورکولو او لوڅو فلمونو او دځوانانو ترمنځ د عشق او مينې په رواجولو بوختې دي هر يو د خپل بادار د خوشحالولو لپاره د هغه تيار کړي فلمونه خپروي د هغوى عقېده رواجوي ، د ورځپاڼو لپاره د هغوى له ورځپاڼو مضمونونه کاپي کوي او له هغې لارې خپل منځي نفاق او يو بل جنګولو ته لمن وهي . که هره ورځپاڼه ، مجله ، تلويزيون وګورو نو ښه غټ به پرې ليکلي وي ، چې ازاده او خپلواک خپرون. ازاده او خپلواکه داسې وي ، چې د خپلو ليکوالو د ليکنو ، د خپلو مذهبي خپرونو او د خپلو ملي ارزښتونو تر سيورې لاندې خپرونو پر ځاى په کې د غرب څخه ژباړې د غرب فلمونه او د بل جوړې کړې ډرامې خپرېږي؟ څه موده مخکې راته خپل يو ملګري قيصه کوله ،چې يوه ورځ يوه ماشومه نجلۍ خپلو ګوډيانو ته په زنګونونو ناسته او دواړه لاسونه يې سره ورغوى په ورغوي وروستلي او مخکې يې نيولي ، په دې حالت کې يې پرې مور راغلې او پوښته يې ترې کړې چې لورې څه کوې ؟ هغې ورته ويلي ، چې د خپلې مشرې خور د روغتيا لپاره دعا کوم . مور يې ورنه پوښتنه کړې ، چې دا دعا دې چېرته زده کړې ؟ لور يې ورته ويلي ، ولې هغه بله ورځ چې تلويزيون کې هغه نجلۍ ناروغه وه او مور يې هغې غټې ګوډۍ ته همداسې لاسونه نيولي و او بيا يې لور جوړه شوه . دا زمونږ د ماشومانو راتلونکى دى ، چې له تلويزونه يې دين زده کړى دى او د اسلام پر ځاى د هندويزم ، عيسايت او نورو ګډوډو لارو يې روان کړى دى \. خبره رانه ډېره لرې لاړه رابه شو اصلي خبرې ته او هغه دا ، چې ښه نو ، چې دا دومره رسنۍ د خلکو د ذهنيتونو اړولو او د پرديو مذهب او کولتور رواجولو باندې لګيا دي ، آخر ولې يې مخنيوى نه کېږي ؟ ستره وجه يې دا ده ، چې هرڅه د هغه چا په لاس کې دي ، چې هغه همدا شيان خپرول غواړي همدا يې په دې ټولنه کې رواج کړي دي ، رواج کوونکيو سره يې مالي مرستې کوي د هغوى مالي لګښت پر خپله غاړه اخلي او که صفا ووايو نو موسسين ، ساتونکي او چلوونکي يې همدوى خو د افغانانو په لاس . د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ښاغلي عبدالکريم خرم ، چې څو ورځې مخکې يې مشرانو جرګې ته غوښتى او تر سختو نيوکو لاندې راغى نو په زغرده يې وويل ، چې زما په واک کې هېڅ هم نشته ، هرڅه د پرديو اود څو هېوادونو مشيرانو او سفيرانو په لاس کې دي ، چې هر وخت په وزارت کې حاضر وي او دا مر کوي ، چې ددې تلويزيون خپرونې بايد داسې منظمي شي او ددې ورځپاڼې خپرونې بايد داسې منظمې شي . د نوموړي ددې خبرې په اورېدو سره مې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې هغه ځانمرګى بريد راياد شو چې څو ورځې مخکې ترسره شوى و او طالپانو يې مسئوليت منلى و او ويلي يې و ، چې د بريد هدف يې په وزارت کې ناست هغه بهرني مشاورين و ، چې د وزارت په ودانۍ کې يې مشوره کوله. او د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ښاغلي عبدالکريم خرم د طالبانو د همدې خبرې سپيناوى وکړ . چې خبره تر دې ځايه ورسېږي ، چې وزير په خپله اعتراف وکړي ، چې د رسنيو په کنترول کې واک نه لري او هرڅه بهرني مشاورين کوي نو تاسې فکر وکړئ چې رسنۍ د چا په واک دي ؟ د دولت او که د دولت د ملګرو؟؟ په کابل کې ورځپاڼې چاپ کېږي خو د خبرونو پر ځاى په کې ټولې سياسي تبصرې ، ژبني ، کولتوري او قومي تعصبونو ته لمن وهل او ټولې هغه لارې چارې خپرول ، چې څنګه يو افغان او يا يو مسلمان په بل مسلمان ووهي؟ که د بهرنيو عسکرو موټر په ماين ، ځانمرګي بريد او يا بم کې وسوزي او له منځه لاړ شي نو يو يا دوه کسان په کې ټپيان شي او هغه هم داسې چې ټپنونه يې د اندېښنې وړ نه وي ، خو که د دولت او يابهرنيو د کوم مخالف موټۀر وويشتل شي او يا يې چېرته څوتنه يو ځاى ليدلي نو په يوه بريد کې يې بيا دېرش څلوېښت تنه وژلي وي . آيا دا عقل مني ، چې موټر ټوټه ټوټه شي ، الوتکه په زرګونو متره لوړ ځايه رانسکوره شي خو څوک دې په کې سرسري ټپي شي ؟ آيا دوى وسپنې هم کلک دي ؟؟ ښکاره خبره ده ، چې عاقل انسان بيا هم قضاوت کوي ، چې رسنۍ د چا په اک کې دي ؟ په ټوله نړۍ کې اوازې دي ، چې د بيان ازادي او هر انسان د خپل زړه خبره کولى شي . خو که يو خبريال رښتيا ووايي نو بيا يې انجام همېشه لپاره له دې دنيا سره مخه ښه کول وي . آيا ازادي همداسې وي ، چې د يو حقيقت له خپرولو وروسته خبريال د همېشه لپاره ورک شي او هېڅوک يې په پته پوه نشي ؟ آيا د بيان ازادي همدا وي ، چې د زور واکي خبره هرڅوک او په هر ځاى کې خپروي او خپله غلطه مدعا صحيحه ثابتوي ، خو د مظلوم او بېچاره د حق خبرې اورېدلو ته هېڅوک نه وي تيار؟ څه موده مخکې د نړۍ مشهوره ژورنالسته او داسلامي فکر خپروونکي مېرمن ايوان رېډلي کابل ته راغلې وه او دلته يې له يو شمېر تلويزيونونو نه د مرکې غوښتنه وکړه خو متاسفانه ، چې له يو دوو څخه غير نورو ټولو تلويزيونونو مرکه ونه کړه . ستونزه په څه کې وه ؟ چې له مرکې يې انکار وکړ، هغوى يو دليل وړاندې کولو چې باداران يې اجازه نه ورکوي او ويل يې چې له اېوان رېډلي سره د مرکې اجازه نه لرو. د اجازې نه لرولو ستره وجه د نوموړې اسلامي فکر و او کېدى شي هغې په تلويزيون کې د اسلام د نېکمرغۍ او د لويديځ د بدبختۍ خبره کړې وى او دا خو د دوى د اهدافو سره په ټکر کې واقع وه ، خو که فکر وکړو او دطلوع ، نورين ، آينه ، او همداسې دا نورو تلويزيونونو خپرونو ته وګوروو نو له يو اعلان او لنډو خبرونو وروسته يوه غربي سندره او يا يو غربي فلم خپروي چې هغه هم په مکمل ډول بربڼد وي ، آيا اېوان رېډلي ، زمونږ يوې مسلمانې خور او د اسلامي فکر خپروونکې حيثيت د يوې غربي ډمې ، چې هر کردا يې زمونږ له مذهب ، کولتور او ټولنې سره په تضاد کې واقع دى هم کم و ؟ دا د بيان ازادي ده او دا دي خپلواکې رسنۍ .