د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پېښور ادبي غونډو ګزارشونه

عبدالرزاق حبيبي 07.04.2008 23:46

افغان ادبى ټولنه
دافغان ادبى ټولنې اونيزه غونډه تيره ورځ دبورډزيارت شاته په پى سى ايس كالج كښې دمحمدعارف همدردپه مشرۍ كښې وشوه په دې وخت عابدالله مشرميلمه وودوياندچارې نظيرالحق قريشى ترسره كړې اودتيرې غونډې رودادئې هم واورولودغونډې باقاعده اّغازقارى حبيب الله دتلاوت نه وكړوورپسې دموضوع سيرت النبى صلى الله عليه  وسلم په اړه خپل نظمونه اومقالې واورولې دتيرې غونډې ګزارش ننګيالى ننګ واورولوپه غونډه كښې تحسين الله تحسين ،نظيرالحق قريشى ،اجمل نورانى ،رويدادهمت ،ننګيالى ننګ ،محمدعارف الله ،محمدالله ،سيدنقيب الله سحر،لائق شينوارى ،عبدالله ،محمدګل ،رومل ،اجمل ،حميدالله ،نصيراحمد ، عابدالله ،عمادالدين ودان ،حبيب الرحمان ،نورعلى ،اكرام الله ،محسين ،فضل قادرانډيوال اوستاذحبيب الله حبيب ،ډاكټرمحمداسماعيل نيازى ،فضل ربى ،رضوان الله ،بختيار،حسين الحق قريشى اونوروملګرواوګڼومينه والوبرخه واخسته

ادبى ملګرى باړه

دادبى ملګرى باړه پينځلس ورځنۍ غونډه دجمعې په ورځ دمارچ دمياشتې په 28 نيټه كال دوه زره اتم په مركزى دفترباړه پريس كلب كښې ماسپښين دوه بجې دحاجى قندهاراپريدى په مشرۍ كښې وشوه په دې وخت شمشادخمارمشرميلمه وودغونډې پيل قارى خان ضميردتلاوت كلام پاك نه وكړودنظامت چارې رضاخان حاضرترسره كړې اودتيرې غونډې رودادئې هم واورولوغونډه په دووبرخوويشل شوې وه اوله برخه كښې د جرګگې انتخابات وشول چې پكښې رضاخان حاضرصدر،عبدالحليم حليم مشرسكتروټاكلآ شوپه دويمه برخه كښې يوه ازاده مشاعره وشوه چې پكښې دلاورخيالى ،منتشاه جنون ،رئيس درد،عبدالقديرملنګ ،مينت خان زهير،منصورخان يارمل ،قارى خان ضمير،رحمان ګل فراق ،فياض اپريدى ،شهزادخان اختياط ،اخترمحمداختر،محمدنسيم سكون ،احسان الله ا فغان ،شان محمد،شهزادګل شهزاد،اوميداپريدى ،ثاقب اپريدى ،رضاخان حاضر،شمشادخماراوقندهاراپريدى برخه واخسته

ظهير پښتو ادبى جرګه پيښور

دظهير پښتو ادبى جرګى پنځلس ورځنى غونډه  دجمعى په ورځ داپريل دمياشتى په څلورمه نيټه كال 2008په شامى روډ دنادرا په پخوانى دفتر كښې مازيګر درى بجى دښاغلى طارق حيران په مشرى كښې وشوه دنظامت چارى زلمى شاعر زاهدخان شيدا ترسره كړى اودتيرى غونډى رودادئى هم وورولو غونډه په دو برخو ويشل شوى وه په ړومبى برخه كښې دارباب لنډى دنوموړى شاعر قربان على مراد په مړينه دژور خفګان څر ګندونه وشوه چې دنوموړى په مړينه پښتو ادب ديوشاعراديب نه محرومه شوچې داكمآ به په راتلونكې ډيروخت كښې هم پوره نه شى دپښتوادب لپاره دنوموړى خدمت دستائينې وړدآ په خپل لنډعمركښې دپښتوادب په ځولۍ كښې ډيرڅه اچولى دى په دويمه برخه كښې جابرخان ملنګ خپل غزل تنقيد ته وړاندې كړوچې ملګروپرې ښه ګټوربحث وكړوچې خوبۍ اوخامۍ ئې په ګوته كړې په دريمه برخه كښې يوقراردادمنظوركړآ شودكوم ترمخه چې دحكومت نه غوښتنه وشوه چې دهالنيډدحكومت سره دې خپلي سفارتى اړيكى ختمې كړې ځكه چې دفتنه فلم اومحمد(ص) دسپكاوى دعكسونوخپرولوكسان واجب القتل دى بايدچې دهالينډمسلمانان هم په دې لړكښې دخپل ايمان جذبه ښكاره كړې په اخره كښې يوازاده مشاعره وشوه چې پكښې راحت الله شاه بدربخارى ،زرويدخان تنها،زاهدخان شيدا،فدامحمدمجبور،طارق حيران ،ارقم جان ارقم ،لياقت على لياقت ،فضل واحدواحد،سفيرالله ناشاداونوروملګروبرخه واخسته دظهيرپښتوادبى جرګې راتلونكې غونډه به داپريل په 18 نيټه كال 2008 په شامى روډدنادراپه پخوانى دفتركښې مازيګردرې بجې كيږى په غونډه كښې شاعرانو اديبانوته دګډون بلنه وركول كيږى

قلم پښتوادبى جرګه ملازى
دقلم پښتوادبىجرګې ملازى مياشتنۍ غونډه دجمعې په ورځ داپريل دمياشتې په څلورمه نيټه كال 2008 دجرګې په مركزى دفتردطارق خليل مشال په حجره كښې دمهرخليل په صدارت كښې وشوه دغونډې باقاعده اّغازنجيب الله نازدتلاوت كلام پاك نه وكړو دغونډې مشرميلمه اخترحسين ننګيال وودنظامت چارې شها ب خليل ملازى ترسره كړې اودتيرې غونډې رودادئې هم واورولوپه غونډه كښې دكليزې دستورې په اړه هم خبرې اترې وشوې چې ډيرزربه ورته عملى شكل وركړآ شى په غونډه كښې ديوقراردادترمخه دحكومت نه غوښتنه وشوه چې دډنمارك دحكومت سره دې خپلې سفارتى اړيكى ختمې كړې ځكه  چې دوى دمحمد(ص) دسپكاوى دعكسونوخپرولواودفلم فتنه په خپرولودمسلمانانوزړونه زورولى دى بايدچې حكومت دوى سره خپلې تجارتى اوسفارتى اړيكى پريكړې په اخره كښې ازاده مشاعره وشوه چې پكښې  محمدامين

اثرى ،نجيب الله ناز،سردارعزيز،طارق خليل مشال ،امان الله امان خليل ،شهاب خليل ملازى ،اخترحسين ننګيال ،مهرخليل ملازى ،اونوروملګروبرخه واخسته

پښتوادبى ټولنه ريګى سيمه

دپښتوادبى ټولنې ريګى سيمې مياشتنۍ غونډه داتوارپه ورځ داپريل دمياشتې په پينځمه نيټه كال 2008 دجرګې په مركزى دفتركښې دجوهرخليل په مش ۍ كښې وشوه دغونډې پيل دقراّن پاك دتلاوت نه وشوه دنظامت چارې شهاب خليل ملازى ترسره كړې اودتيرې غونډې رودادئې هم واورولوپه غونډه كښې ديوقراردادترمخه دحكومت نه غوښتنه وشوه چې د ډنمارك دحكومت سره دې خپلې سفارتى اړيكى ختمې كړې ځكه چې دوى دمحمد(ص) دسپكاوى په عكسونواوپه فلم فتنه په نړيوال كچ دمسلمانانوزړونه زورولى دى بايدچې حكومت په دې لړكښې زرترزره اقدامات وكړې چې داشان بياڅوك داسې ناوړه كارونه ونه كړې په اخره كښې يوه ازاده مشاعره وشوه چې پكښې نجيب الله ناز،شهاب خليل ملازى ،طارق خليل مشال ،محمدامين اثرى ،زاهدخان شيدا،محمدامين امين ،جوهرخليل اونوروملګروبرخه واخسته دپښتوادبى ټولنې ريګى سيمې راروانه غونډه به دمئ دمياشتې په ړومبى اتوارسحر9بجې دجوهرخليل په حجره كښې كيږى چې پكښې به ګڼ شميرشاعران برخه اخلى دجرګې دسترسكترلخواپه دې ادبى محفل كښې شاعرانواديبانوته دګډون بلنه وركول كيږى