د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ځان وژنې نړیواله ورځ

عبدالرزاق حبيبي 16.02.2009 13:33
غربي کولتور چې زمونږ د ټولنې په اساساتو یې لوبې پیل او د مسلمانو ځوانانو د بې لارې کولو لپاره یې خپلې هر اړخېزې هڅې پیل کړي ، دا هڅې دومره پراخې او لویې دي ، چې نن یې زمونږ ټولنې هم ترپوښښ لاندې راوستلي دی ، په دې بې لاریو کې یوه هم د عشق نړيواله ورځ یا ویلنټاين ډی ده . د عشق په نړيواله ورځ د پاکستان د ملتان ښار یو تن اوسېدونکی کاشف په خپل عشق کې د ناکامۍ له لامله ځان وژلی دی. په راپورونو کې راغلي دي ، چې کاشف چې د ملتان د ښار اوسېدونکی دی او د ملتان ښار په لنډا بازار کې یې د بکسونو د جوړولو کار کولو ، د خپلې وظیفې څخه وروسته په خپل دوکان کې ویده و ، تېره ورځ چې کله د نوموړي یو ملګري دروازه ور وټکوله ، نو د دروازې له داخل څخه غږ نه راتلو، د سیمي خلک راټول او دروازه یې ور ماته کړه ، ګوری چې کاشف په دوکان کې په وینو لت پت پروت دی. او په بدن یې د مرمیو سوري ول ، د نوموړي د یو نزدې ملګري وينا ده ، چې کاشف په ملتان کې په یوې نجلۍ عاشق و ، مګر هغې ورسره د واده موافقه نه کوله ، دوه ورځې مخکې هم کاشف هغې ته تېلېفون وکړو ، مګر د هغه معشوقې په تېلېفون له خبرو کولو نه ډډه وکړه. چې له لامله یې کاشف سخت خفه و ، نوموړي زیاته کړه ، چې له همدې لامله کاشف ځان وژلی دی او له معشوقې څخه یې ځان د تل لپاره خلاص کړی دی. دا د غربي دیموکراسۍ ډالۍ دي ، چې اوس یې زمونږ هېواد ته هم راوړل غواړي ، او په زیاته پیمانه یې دلته هم نفوذ کړی دی. په تاریخ کې راغلي ، چې کله صلاح الدین ایوبي رحمه الله په فلسطین کې صليبی اشغالګر څو وارې مات کړل او د صليبيانو ټولې دسیسې یې ناکامې کړې ، نو هغوی په نویو دسيسو فکر وکړ ، چې په کې تر یوې اندازې کامیاب هم شول. دسیسه داسې وه ، چې صليبيانو به له فلسطين څخه وړې ماشومانې تښتولې اوبیا به یې په خپلو روزنتونونو کې لکه د شهزادګیو په شان ساتلې ، د هغوی نومونه به یې هم بدل کړل او چې کله به هغه لویې شوې نو په رښتیا سره به هم له شهزادګیونه ښکلې وې. دغو پېغلو ته به یې د جاسوسۍ روزنه ورکوله او بیا به یې د صلاح الدین ایوبې رحمه الله تر واک لاندې سیمو ته لېږلې ، چې د غلامانو د خرڅولو بازارونو ته وړل کېدې او هلته بیا پر غټو غټو قوماندانانو ډېر په تاکتیکي ډول خرڅېدې ، دې پېغلو به د شپې له مخې له جاسوسي شبکو سره اړيکې نيولې او د صلاح الدين ايوبي د قوماندانانو پلانونه به یې صليبیانو ته رسول ، خو د وخت په تېرېدو سره هغوی یا ونيول شوې او یا هم له مسلمانانو متاثره او مسلمانې شوې. مګر صليبيانو دا پلانونه له هغه وخت څخه مخکې په نظر کې نيولي او د مسلمانو ځوانانو د بې لارې کولو لپاره یې د یوې سترې وسلې په توګه استعمال کړې او اوس یې هم استعمالوي ، چې له دې جملې څخه یې یوه هم د ویلنټاین ورځ ده ، چې له دوی څخه د مسلمانانو ټولنو ته را رسېدلې او اوس له یوې ورځې څخه بلې ته عامېږي ، چې له همدې لامله نن ګڼ ځوانان یا په پای کې ځانونه وژني او یا خپل عصبي توازن له لاسه ورکوي. زما په آند ددې ټولو ناخوالو علاج په الهی احکامو پابندي ده او هغه داسې چې درسول الله صلۍ الله علیه وسلم وینا ده ، چې ویلې یې دی (( ثلاث لایؤخرون : الصلاة اذا اتت ، والجنازة اذا حضرت ، والأیم اذا وجدت لها کف ء ) یعنې درې شیان بايد ونه ځنډول شي : کله چې د لمانځه وخت را ورسېد ، کله چې جنازه حاضره شوه ، او پېغلې ته چې کله سيال پیدا شو. په یو بل حدیث کې راغلي دی ، چې (( اذا اتاکم من ترضون دینه ، و خلقه فزوجوه الا تفعلوه تکن فتنة فی الأرض و فساد کبیرٌ) یعنې که تاسو ته څوک په مرکه راغلل او تاسو یې له دین اواخلاقو څخه هم خوښ وئ ، نو تاسو هم ورسره موافقه وکړئ(نجلۍ په نکاح ورکړئ او هلک ته سیاله نجلۍ پیدا کړئ) او که ور مو نه کړه نو په ځمکه کې به یو ستر فساد او فتنه جوړه شي. د رسول الله صلۍ الله علیه وسلم وينا اوسنی وخت سره ډېره ښه برابره شوې ده او په همدې حدیث د عمل نه کولو له لامله تاسو وګورئ ، چې څومره فتنې او فسادونو جوړ شوی دی .