د شينوارو په ولسوالۍ کې د نشه يي توکو پرضد د ځوانانو غونډه
25.01.2009 15:46د ننګرهار ولایت د شينوارو په لويه ولسوالۍ مارکو په عالي ليسه کې د نشه يي توکو پرضد د ځوانانو غونډه ترسره شوه
غونډه چې په کې د شينوارو اړوندو مختلفو ولسواليو سلګونو ځوانانو، قومي مشرانو، ښوونکو او د نظر خاوندانو برخه اخيستې وه نن د يکشنبې په ورځ د سلواغې په ۶ مه د شينوارو لويې ولسوالۍ مارکو په عالي ليسه کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د نشه يي توکو پرضد وينا ګانې وشوې او يو شمېر ځوانانو د نشه يي توکو پرضد شعرونه د غونډې برخه والو ته واورول. همدارنګه يو شمېر علماوو هم د نشه يي توکو په اړه د اسلام مقدس دين احکام د غونډې برخه والو ته وړاندې کړل او او د نشه يي توکو کښت او استعمال يې د اسلام مخالف وګاڼه.
په ختيز زون کې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مشورتي ټيم د عامه پوهاوي مسوول بريالي وياړ وويل چې دوی به په نورو ولسواليو کې دغسې غونډې جوړې کړي، دده په وينا چې دغه غونډې د نشه يي توکو پرضد د عامه پوهاوي کمپاين يوه برخه ده.
بايد وويل شي چې له تېرو دوه کالو راپه ديخوا په ننګرهار کې د کوکنارو کر کيله نږدې صفر ته رسېدلې ده.