د غرقاب فاتحې اعلان
10.04.2008 14:20ارواښاد صفت الله غرقاب د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو سيمې يو مينه ناك شاعر و چې د تېرې يكشنبې په ورځ د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله په جلال اباد كې ومړ او جنازه يې په خپل پلرني ټاټوبي كې خاورو ته وسپارل شوه ، دننګرهار ولايت فرهنګيان فرهنګپال او دنوموړي كورنۍ دسيمې ټولو اوسيدونكو ته خبر وركوي چې ددغه منلي شاعر فاتحه د جلال اباد ښار په سپين جومات كې د روان لمريز كال دوري مياشتې ۲۳ مه جمعې په ورځ د سهار له نهو تر دولس بجو اخلي دوستان دې خبر وي.
انا لله و انا اليه راجعون