موږ کوکنار نه غواړو تر عنوان لاندې د کرکټ لوبه نن پيل شوه
08.03.2009 17:04موږ کوکنار نه غواړو د کرکټ سيالي په ختيز زون کې د نشه يي توکو پرضد دمبارزې مشورتي ټيم له خوا د شينوارو او مومندو د لسو ولسواليو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د ۱۳۸۷ ل کال د کب د مياشتې ۱۸ مه نن د يکشنبې په ورځ پيل شوه.
موږ کوکنارنه غواړو د کرکټ سيالي په ختيز زون کې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مشورتي ټيم له خوا په لار اچول شوې چې د شينوارو او مومندو لس ( شينوار، اچين، سپین غر، نازيان، دوربابا، هسکه مينه، ګوشته، لعلپوره، مومندره او بټي کوټ) ولسواليو د کرکټ لوبډلې به په کې برخه اخلي.
په ختيز زون کې د نشه يي توکو پرضد دمبارزې مشورتي ټيم د عامه پوهاوي مسوول بريالی ویاړ وايي چې ددې ټورنمنټ يوه برخه به په يادو لسو ولسوالیو کې ترسره کېږي او دويمه برخه به يې په مرکز کې ترسره کېږي چې په هغې کې به هم اته لوبډلې برخه اخلي، دی زياتوي چې د يادې سيالۍ لپاره ټول لوازم لکه د لوبغاړو لپاره کالي، بوټان، د لوبغاړو لپاره ترانسپورت، ډوډۍ او نور د لوبې وسایل د همدوی له خوا تيار شوي، دده په وينا چې ددې سياليو نه يې موخه د نشه يي توکو پرضد په مبارزه کې د ځوانانو رول ښکاره کول دي او همدارنګه ځوانان د اعتياد څخه ژغورل دي.
بايد يادونه وشي چې دغه اداره د مخدره موادو پرضد د عامه پوهاوي مختلف کمپاينونه په لار اچوي چې دا هم د د عامه پوهاوي د کمپاين يوه برخه ده.