د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ کوکنار نه غواړو د کرکټ سيالي پای ته ورسېده

سپين غر 12.03.2009 10:19

مونږکوکنار نه غواړو تر عنوان لاندې د شينوارو او مومندو په ولسواليو  د کرکټ سیالۍ ترسره شوې.

  موږ کوکنار نه غواړو تر عنوان لاندی د شينوارو او مومندو ولسواليو  دکرکټ سیالۍ د ۲۰۰۹ کال د مارچ په اتمه نیټه د ننګرهار ولایت د غنی خیلو ولسوالۍ د مارکو په سیمه کې پیل او د همدې میاشتې په یولسمه نیټه پای ته ورسیدې.

په دې سیالیو کې د ننګرهار ولایت اړوندو  د شينوارو او مومندو لسو ولسوالیو چې شپږ د شینوارواو څلور د مومندو پورې تړاو درلوده  ګډون کړی وو. ددی سیالۍ په لومړی پړاؤ کې د نازیانو لوبډله د دور بابا په مقابل کې او د اچین لوبډله د سپین غر په مقابل کې لوبه وکړه. د ۲۰۰۹ کال د مارچ د میاشتې په ۹ مه نیټه د ګوشتې لوبډلې  د هسکې مینې په مقابل کې، د غني خیلو لوبډلې د لعلپورې په مقابل کې او د مومندرې لوبډله د بټي کوټ په مقابل کې و لوبیدل چې د اچین،مومندرې،ګوشتې، لعلپورې او دور بابا ټیمونو د ټورنمنټ سیمي فاینل او یا هم دوهم پړاؤ ته لار ومونده.
دوهم پړاؤ يانيمه پایلوبه :
د دوهم پړاؤ سیالۍ د ۲۰۰۹ کال د مارچ په لسمه نیټه د ګوشتې، اچین، دور بابا او لعلپورې لوبډلو ترمنځ  ترسره شوې د ګوشتې لوبډلې د مومندری په مقابل کې او دور بابا د لعلپوری دلوبډلې  په مقابل لوبه ترسره کړه چې پايله کې دمومندرې او دور بابا د لوبډلو وکړای شول چې پای لوبې ته لار پيدا کړي .


اخري پړاؤ یا پای لوبه:
د درېیم پړاؤ سیالي يا پايلوبه  د ۲۰۰۹ کال د مارچ په یولسمه نیټه د دوربابا ولسوالۍ لوبډلې او مومندرې لوبډلې ترمنځ  تر سره شوه چې په پايله کې  د دور بابا لوبډله موږ  کوکنار نه غواړو د ۲۰۰۹ کال کرکټ د سيالۍ  غوره لوبډله ونومول شوه او د مومندرې لوبډلې د همدې سیالیو دوهم مقام خپل کړو.

موږ  کوکنار نه غواړو د شينوارو او مومندو کرکټ  د ۲۰۰۹ کال سيالۍ  کې د یادو شويو لسو  ولسوالیو لوبډلو ته په ختیز زون کې د نشه یی توکو پر ضد د مبارزې مشورتي ټیم لخوا د کولمبو پلان په مالي مرسته سپورتي سامانونه، لباسونه او نور د لوبو د اړتیا وړ توکې ورکړل شول. د نوموړي ټیم لخوا غوره لوبډلو ته د ښی کارکردګۍ  جامونه هم ورکړی شول او له ځوانانو څخه وغوښتل شول چی د نشه یی توکو پر ضد او د نشه یی توکو  څخه د راولاړو ستونزو پر ضدخپله مبارزه لا ګړندۍ کړي. د يادې ادارې د عامه پوهاوي مسوول بريالي وياړ ځوانان خپلو مسووليتونو ته متوجې کړل او هغوی ته يې دا څرګنده کړه چې دوی د خپلې راتلونکې په ټاکنه کې مهم رول لري، وياړ ځوانانو ته وويل چې نشه يي توکو ستاسو په ژوند ډېرې بدې اغېزې ښندې او هېڅوک پرېنږدی چې ستاسو ژوند ته زيان ورسوي.  د یادونې وړ ده چې د سیالۍ په ورستۍ ورځ د غنی خیلو ولسوالۍ ولسوال حاجی حضرت خان خاکسار او د نوموړې ولسوالۍ نورو دولتي چارواکو ګډون کړ ی وو. په همدې ورځ د شينوارو او مومندو ولسواليو زرګونه ځوانان د لوبې دسيال لپاره راغلي وو.