دغرقاب كورنۍ ته تسليت پيغام
10.04.2008 13:15
د سپين غره په هنر زېږه او شاعرانه غېږ كې هغه بل ليتكى هم د مرګي بې رحمه باد تت كړ چې د يارانو شاعرانه بنډارونه يې رڼول ، د مينې په درياب كې هغه مرجوڼا يادوم چې له تله يې شاعرانه مرغلرې راويستلې او بيا يې په نظم كې په مينه وړو ګوتو پېيلې ، د مينې او محبت دغه استازى صفت الله غرقاب دى.
د ختيزې سيمې ليكوالو او ژورناليستانو خپلواكه ټولنه د مينه وړي صفت الله غرقاب د بې وسۍ او تنګلاسۍ په بستر كې مړينه د ادب په ډګر كې يوه نوې تشه بولي او يارانو په شاعرانه بنډارونو كې ددغه څراغ تتيدل د پښتو ادب سره د مرګ يو ناځوانه چلند بولي، كورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه او دده روح ته لاسونه لپه كوو اود لوى خداى له درباره ورته د فردوس جنت غوښتنه كوو.
درنښت
د ختيزې سيمې ليكوالو او ژورناليستانو خپلواكې ټولنې مشرتابه