د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې د پوهاند ضمير ساپي فاتحه

اسدالله زمری 26.12.2008 13:30

عذرا ضمیرصافۍمیرمن؛اتل ضمیرصافی،یماضمیرصافی،اوکوشان ضمیرصافی زامن؛ سومازمری،هوماضمیرصافۍاوډیوه کاکړلوڼې؛عبدالقیوم صافی اومحمدعظیم صافی

ورونه؛حدیثه صافۍ،محجوبه روشنروان اوملالۍمحرابي خویندې؛اسدالله زمری اوحمیدالله فرهادخورییونه؛پوهاند داکتر عبدالغیاث مکمل صافی اومحمد داودمکمل ترونه؛محبوبه صافی اومحسنه صافی ترورګانې؛

حاجی عبدالحمید،څارنوال رحمت الله صافی،دکتورشاه محمدمحرابي او سمونوال روضت الله صافی آوښي؛فوزیه مکمل صافی اوسومافرهاد احمدزی خورزې؛میترا زمری علیزاده لمسۍ؛

عبدالعزیزصافی،محمدفاروق طاهرصافی،الحاج عبدالقدوس انډیوال،عبدالستارمکمل نجیب الله مکمل صافی،پښتون مل مکمل،عاطف مکمل اوتوفان مکمل دتره زامن؛ نجیبه طاهرصافی،حنیفه مکمل او دکترفریده دتره لوڼې؛نظیفه صافي اوپلوشه صافي وریندارګاني؛

غلام فاروق اوحضرت همګر  دمامازامن،محمدانورایثار، ډګروال غلام حسین  صدیقي، محمدنعیم حلیمي اوسمونوال احمدجان صافی د ترور زامن  ؛ګلالۍ صافۍ او حوا  صافۍ خښینې ؛ او دصافي او مکمل پاتې کورنۍ دوستانو ته خبر ورکوی چې دخدای بخښلي پوهاندمحمدحسن ضمیر ساپي فاتحه د شنبې په ورځ د مرغومي د میاشتي  په اوومه د ماسپښین له یوی نیمې نه تر دری  بجو پورې د دریم  مکروریانو د حضرت  نعمان بن ثابت(ع)  په جامع جومات او د ښځو فاتحه د ددریم مکروریا نو  د  ښځو د فاتحې په سالون کې اخیستله کیږي

 په اروپا کې به د فاتحې خبر تیالږ څه  ورسته درنو دو ستانو ته ورکړله شي 

په درناوي

 
د ارواښاد پوهاند محمد حسن ضمیر ساپي لنډه پېژندنه

 ارواښاد پوهاند محمد حسن ضمیر ساپی،دعبدالظاهر صافي زوی،او د حاجي میرزامحمدمکمل اخندزاده لمسی،په ۱۳۰۸لمریز کال کې د لغمان ولایت د علي خېلو په کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې .

لومړنۍ زده کړې یې په کې سرته ورسولې اوپه۱۳۳۰ لمریزکال دکابل له عالي دارالمعلمین څخه فارغ شو.هغه  تردې کچې په زده کړو بسنه و نه کړه او خپلو زده کړو ته یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومودپوهنځي دتاریخ او جغرافیې په څانګه کې دوام ورکړ او په ۱۳۳۴لمریز کال یې له دغې پوهنځي څخه د لیسانس درجه تر لاسه کړه .

پوهاند ضمیر ساپي دامریکې دمتحدوایالتونوپه هاوارداوجورج تاون پوهنتونونواودهنددهېواددعلیګړپوهنتون کې لوړې زده کړې کړي دي .

هغه مهال یې چې په متحده ایلاتوکې زده کړې کولې په ویتنام کې دامریکا جګړه روانه وه،هغه په یوه مقاله کې دغه جګړه وغندله اودیوه ځوان افغان محصل په حیٍث یې دخپل ویښ ضمیرپه حکم له دغې جګړې سره خپل مخالفت څرګندکړچې دامریکایی مقاماتوله سخت غبرګون سره مخامخ شو .

پوهاند ضمیر بېرته خپل هېواد ته راستون شو او د خپلو خلکو چوپړ ته یې ملا وتړله . هغه د۱۳۳۵ لمریز کال د وري په میاشت کې د کابل ښار  د دارالامان په ښوونځي کې د ښوونکي سپېڅلې دنده پیل کړه او د هېواد د بچیانو په ښوونه او روزنه بوخت شو .

استاد ضمیر ساپی د ښوونځي له دورې څخه له لوستلو او لیکلو سره ځانګړې مینه درلوده . هغه مهاله یی شعر یې وایه او مقالې یې لیکلې او د هېواد په ډله ایزو رسنیو کې یې خپرولې .

هغه په ۱۳۳۶ لمریز کال د پښتو ټولنې د ادبیاتو د څانګې د مدیر په حیث و ګومارل شو ، چې خپل ټول فکري توان او علمي استعداد یې د پښتوادبیاتو د غوړېدو او سمسورتیا چارې ته وقف کړ .

پوهاند ضمیر په ۱۳۴۱لمریزکال د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې د استاد په حیث په کار پیل وکړ چې وروسته بیا په ۱۳۵۷ کال د همدغې پوهنځی رییس شو .

په ۱۳۵۹ کال کې ، هغه مهال چې شوروي پوځ پر افغانستان یرغل کړی و، پوهاند ضمیر په دې هکله هم انتقادی دریځ غوره کړ،پټ او ښکاره یې ددغه یرغل غندنه وکړه او د هغه وخت له سیاسی او ټولنیزو ناخوالو سره یې څرګند مخالفت کاوه .

رښتیا هم څنګه کېدای شو، هغه چا چې یو وخت په ویتنام کې د امریکې جګړه غندله او خپل تحصیلی امتیازونه یې له خطر سره مخامخ کول ، اوس په خپل هېواد کې د پردیو لښکرو شتون وزغمي او پټه خوله پاتې شي؟

له همدې کبله و چې غوره یې وبلله چې ریاست پریږدي اوبېرته بیا په کابل پوهنتون کې داستادۍ سپېڅلې دنده پرمخ بوځي او له دې لارې خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت وکړي .

پوهاند ضمیر ساپی لا تنکی ځلمی و چې له سیاست او سیاسي مبارزې سره آشنا شو. هغه د خپل رنځېدلي ولس درد احساس کړ او د خپل ویښ وجدان په حکم له ټولنیزو ناخوالو او بې عدالتیو سره د مبارزې په مقصد، د هېواد د با درده او منورو ځوانانو له وطنپال غورځنګ سره یوځای شو . هغه د  «ویښ ځلمیانو» له غورځنګ سره ملګری شو او تر پایه نه یواځې ددغه غورځنګ ارمانونو ته وفادار پاتې شو بلکې د ویښ ځلمیانو په روشنګرانه فعالیتونو کې یې هر اړخیزه ونډه واخیسته .

استاد ضمیر ساپي د خپل ژوند په اوږدو کې هېڅکله هم د زور او زرو په وړاندې سر ټیټ نه کړ او تل یې په سیاسي او ټولنيزو مسایلو کې خپلواک او مستقل دریځ درلود.هغه هېڅکله هم سپین ته تور او تور ته سپین و نه ویل او د مقام او څوکۍ د لاس ته راوړلو لپاره یې د خپلې عقیدې او ارادې پرخلاف ګام وا نه خیست .

استاد ضمیر ساپي د علم او پوهې په ډګر کې په لویه مینه او لېوالتیا کار کاوه او په علمي او څېړنيزو کارونو کې هېڅکله هم نه ستړی کېده .

هغه په کابل پوهنتون کې د استاد په حیٍث په زرګونو شاګردان وروزل او د هېواد د ډېرو ځوانانو په زړونو کې د پوهې، معرفت اووطنپالنې ډیوې بلې کړې. ده نه یوازې پخپله سترې علمی او څېړنيزې پروژې پرمخ بوتلې ، بلکې د تاریخ د څانګې دډېرو څېړونکو لارښود او رهنما هم و.

د ارواښاد پوهاند ضمیر ساپي تر ۲۰۰ زیاتې مقالې، شعرونه،مرکې،او علمي او څېړنيزې لیکنې په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر، په بېلابېلو ژبو اومختلفو رسنیو کې خپرې شوي دي .

ارواښاد ضمیر ساپي په لسګونوملي ،سیمه ایزو او نړیوالو سیمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون کړی او خپلې علمې لیکنې او مقالې یې پکې لوستلې دي.

په شپېتمو کلونو کې، هغه مهال چې پوهاند ضمیر د افغانستان د علومو اکادیمۍ دتاریخ د څانګې مشر و، د کوشانیانود دورې د هنر او تمدن په برخه کې یې ارزښتناکې څېړنې وکړې .او هغه مهال چې یونسکودمنځنۍ آسیا د هنر او تمدن پر تاریخ څېړنې کولې استاد ضمیر ساپی یې د پروژې مشر وټاکه . هغه سر بېره پردې چې په کابل کې یې په دې هکله څېړنې کولې او د کوشانیانو د تاریخ ټوک یی ولیکه، هر کال به یې یو ځل پاریس ته سفر کاوه اوهلته یې د نوموړي کتاب د سمون چارې پر مخ بیولې.

استاد ضمیراووه اولادونه درلودل چې یو یی د هیواداو هیوادوالو د هوسایی او سوکالۍ په لاره کې قربان کړ، د ی په کورنۍ کې د خپلې مېرمنې صمیمي او ملګری، د خپلو اولادونو مهربان پلار او د دوستانو غمخور دوست ،او دکاراو تدریس  په ساحه کې یو زړه سواند او دقیقه همکار اولارښود و.له ده نه چا ترخه خبره نه ده اوریدلې.

 ده له خپل وطن سره بی سارۍ مینه درلوده، له وطن نه لیری والی یی نه شو -زغملای،نوځکه دامکان تروروستۍ شیبې پورې بهرته لاړنه شواوچې لومړنی امکان ورته مساعدشونویی په بهرکې له خپلواولادونو او کورنۍسره ګډ ژوندته دوطن دمورپه غیږکې مرګ ته ترجیح ورکړه اوهیواد ته راستون شو.

څرګنده ده چې په دغه لنډ یادښت کې د ارواښاد پوهاند ضمیر ساپي د ټولو علمي او تحقیقی هستونو یادول ناشونی کار دی، ځکه ده له اویاو و(۷۰ ) نه زیات کتابونه لیکلی ،ترجمه کړی او یا یی تدوین کړی دي ، موږ دلته یوازې د ځینو آثارو لنډه یادونه کوو:

-         د تاریخ په باره کې ، پښتو ټولنه  ، ۱۳۳۷ کال ؛

-         نظری برمبادی تاریخ،کابل ،چې دعبدالحی ګردیزی جایزی یی وړی؛

-         هنددرتحت تسلط کوشانیان، داطلاعاتواوکلتور وزارت۱۳۵۷ کال

-         دکابل صوبه په ۱۵ نه تر ۱۷ پیړۍ پورې، د علومو اکادمۍ 1987 کال

-         کندهار  په ۱۵ نه تر ۱۷ پیړۍ پورې، د علومو اکادمۍ 1987 کال

-         د کوشانیانوهنر او تمدن ، د افغانستان د علومو اکادیمي، ۱۳۶۱کال

-         د کوشانیانو د هنر او تمدن البوم ،په انګلیسي ژبه د یونسکو چاپ

-         په هندوستان کې د افغانانو تاریخ،کابل پوهنتون، ۱۳۶۳کال

-         د یونسکود منځنۍ اسیا د هنر او تمدن د البوم د ادیتور په توګه 

-         د پښتو ادبیاتو تاریخ، دوهم ټوک، کابل ،د اهتمام په برخه کې

-         پښتنې سندرې، دوهم ټوک ۱۳۳۷ کال، کابل، د اهتمام په برخه کې

-         پښتنې دودونه، ۱۳۳۷ کال، کابل ،د اهتمام په برخه کې

-         د ملنګ جان خوږې نغمې، ۱۳۳۵کال ،د اهتمام په برخه کې

-         لودی پښتانه، ۱۳۳۶کال ،د اهتمام په برخه کې

-         پښتو متلونه،  د تدوین او اهتمام په برخه کې