د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غم

اسدالله زمری 12.02.2014 11:39

غم - د اوښکو بحر را چار پیره کړ څنګه به اوس دغه توفان وساتم؟
هر یو یا رقیب شو یا غماز راته څنګه د وطن خوږ جانان وساتم؟
چاته مې د زړه داغونه وسپړم ؟ کومو لیونو نه ګریوان وساتم؟
آه که اوسیلي او که ځګیروي وکړم اور نه به یې څنګه جهان وساتم ؟
ماته زولنې ، زندان او دار دي دیو څو چې مې عزت د پیمان وساتم
نه کوم ژړا ، ګیله ، مانه چانه کلک به می خپل زړه تر سندان وساتم
ورکه پردیسي شه او د سوال کترې څومره زړه کې سوز او حرمان وساتم ؟
ماته د پرواز یو خپور وزر راکړي څو چې د وطن شین اسمان وساتم
بیا د افغان نوم او پت پر ځای چې شي زه به مې غښتلی ایمان وساتم
راشه چې کړو ماتې د نفاق کرښې تا سره به زه هم افغان وساتم

چیرته دی کاوه چې جګ بیرق کړي خپل
څو پورې به غلي زمریان وساتم
۲۰۱۴/۰۱/۲۵
ویسبادن