د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغان ولس فریاد

اسدالله زمری 17.05.2011 21:35

د زړه ژور زخمونه مې ګنډلي نه دي چا
ځګېروي او اوسیلي یې اوریدلي نه دي چا
د ژوند له نغري نه مې ایرې وې تل په برخه
لمدې غوښې دتن مې تل داغلي نه دي چا؟
د هېلو له وجود نه مې لمبې دي تل ختلي
دا سوې ارزو ګانې مې ژغورلي نه دي چا
طبیب راته جلاد شي شوکران مې مخ ته کېږدي
له حا له مې په مېنه هېڅ پو ښتلي نه دې چا
دیار او یارانې په لټون اوړم په دښمنو
چې لاس مې وراوږد کړي دي پريک کړي نه دي چا؟
د غرو او صحرا کاڼی یم له هر څه نه یم لیرې
په سهوه کې خواږه ماته کتلي نه دي چا
پردي د پرديتوب په جرم ، خپل د خپلو لۍ
نادودې خپلې ما نه سپمولي نه دي چا
اسمان ته که لاس جګ کړم نو تند ر ونه په ما اوري
یا داسې څه چې هیڅ هم اوریدلي نه دي چا
جنون به هم شي تنګ په ما که ور یې شمه غېږ ته
رټلي په د نیا کې هیڅ منلي نه دي چا
سزا دعمل حق ده خو زما په حق کې نه
د ښو په بد له کې بد راکړي نه دي چا؟
چې څه به شي را پیښ نور٬ راته پته یې لا نشته
زما دلارې پای ته لا لیدلي نه دي چا
تندیه ته دې مات شې چې دې مات راته ورمېږ کړ
درا نه فکرونه سپکو ته سا تلي نه دې چا
هېڅ پو ه نه شوم د ژوند په خوند زمریه تر دې دمه
زما د تقد ير لېکې لا لوستلي نه دې چا