د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لار ورکی

اسدالله زمری 07.03.2012 21:16

د افغانستان رنځیدونکو او رنځولو ښځو ته ډالۍ
د مارچ د اتمی د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځی پمناسبت

سترګې مې   نه وې  خلا صې کړې   چې د مور  په نس کې ،
زما غوږونه   د چاودنو    کڼونکو   غږو    وچوول ؛
او ما تر   خپلې ژړا    وړاندې:
                   یوه    سوزناکه   کریکه،
                         چې مې   د مور   په   بدن
                                   د توغندي    له   ټوټې
                                         د  ټپ  له   سوزه   جګه  شوې  وه
                                                        هم    واوریدله؛
مور  مې ټپې  شوه    او زه   وزیږیدم
                                                                          ه ه ه ه ه ه
ټول    چا پير یا ل     زما   لمبه  لمبه    وو ؛
           ماته   د  ګلو   د غنچو   پر ځای    لمبې   ډ ا لۍ شوې
او د  بار وتو........
د  لوګيو.......
د    ا نسان   د کباب شويو   غوښو   تند   بو يو نه .
زما   خوښۍ  کې   چا   توپک   ونه  و يشت ،
خو   د راکټو   او بمونو.....
د    دهشکو او  هو ا نونو....
د   ما شېندارو   او   ماینونو،
                 وحشي   او   جګ غږونه ؛
                له   هرې خوا    نه     را تلل ؛
زما   خوښۍ   کې   چا   خند ا   و نه کړه،
             د کریکو...
            چیغو ...
           سا ندو.....
           او له سوزه   ډک    ډک   د ژړا غږونه ،
                         له   هرې   خوا    نه ر ا تلل؛
او د شیدو له خوند نه  وړا ندې
ما ددردونو او د وینو مزه و څکله .
د   ټپي   مور   له سینې،
ما له  شیدو   سره   د وینو   ډک غړپونه   کول.
د   ټپي  مور له   غېږ ې،
ما   د   دردونو، عذ ا بونو احساسونه کول
د   ټپي  مور   له شونډو؛
ما   د   خند ا و   په ځا ی،
               او  خپل   ماشوم   ته    د یوې مور د موسکاوو په ځای؛
د غاښ چیچي ،
او نا لښتو    ترخه   سیلونه  کول.
                          اوله  ورځ   د   ژوندون ،
                     دغسې پیل   کړله  ما.
سبا    ته    پوه   شومه چې :
          پلار مې د   جنګ    تورې  بلا خوړلی
           او د   خپل ورور   په لا سو،
           د بل    د  تور تو پک   د  خولې   نخښه شو؛
تره مې    هم   ګوډ وه   او    پښه یې    نه  وه؛
ماما مې     تل  بهر     وو،
د کور   په  ځای یې   همیشه   په غرو   کې    ژوند تیرا وه؛
د نیکه   سترګه   مې    ړنده   په ګولۍ؛
نېا  مې   له   ډیره   غمه ،
        ډیره  ذهیره  او   زړه ښکا ر یده.
او د وحشت    سپیره   ګردونه    مدام،
زما   د ورور  او   خور   پر   مخ پراته وو.
د ترور ، توړۍ نومونه  ،
ماته    تر اوسه    پورې،
لا کوم   مفهوم  نه  لری؛
ما دوي   هیڅ   ونه   لیدل ٬
  اونه هم   نور   کوم خپلو ا ن .
چې د   خاپوړو  شومه
او   لږ د لوبو   شومه
نومې مرمۍ،خول، نارنجک او یا  تو پک لیدلی،
یا مې تور ټانک، راکټ او یا خالي پوچک  لیدلی ،
             په مدرسه کې یې ماته
              لوست  د وژ لو   راکړ   ،
شمیرمې بیا  هم  له توپکونو ، راکټونو او بموسره وو
یا له  تپیا نو ،شهیدا نو او له مړو سره  وو .
ماته یې   دا وښودل:
که دوه   کافره کړو مردار  
      نو به   له   لسو ځنې ،
      اته ګولۍ  ځا نته خوندي ولرو.
مکتب  ته   تللی نه یم،
پوهې  بللی نه یم،
هیڅ چا ګڼلی نه یم؛
پرته  له  خوارې مورکۍ
چې غیږ کې یې ونیولم
اود خپل   ستړي ژوندون،
او خپل  د سوي   ژوندون،
دتا لا شوي او لوټ شوي ژوندون
       د ستو ما نۍ   د    ورکېدو   په هیله
       د یو   سکوت  او سوکا لۍ
     اود یو  ژوند
              د ا نسان ژوند ته
                         درسیدو په  هیله؛
له  ملکه  وا یستلم ؛
        ××××××
سترګې مې خلا صې شوې د غرب د نیا ته
                    دغه زرین مرغه ته ؛
                           او په پردي فرهنګ وروا ښتمه ؛
زما په سترګو کې لا ،
     دا  توان  نه وو چې زه ،
      هر څه روښانه، هر څه ښه ووینم ؛
             زما د ذهن په خالي کوڅو کې ،
              د غرب د شور اود غوغا غږونه ،
             د بې  پا یا نه  ښادۍ  ،
             د بې پردې او بې وسوا سه بد مستۍ شورو نه ؛
هره خوا و غځید ل  .
              او زه لار ورکی شومه
              اوس سرګرد ا نه ګرځم ،
              نه مې وطن چیرته پیدا کړ٬ نه مې مینه ورته ،
            نه مې د پلار سیوری ته کښینا ستم په مینه چیرته ،
            نه مې د ورور  او خور په مړینه شوم غمګینه چیرته .
             نه مې څوک خپل ګڼي اوس
            نه مې د بل ګڼي اوس ،
خو زه د سوي ، تالا شوي هیواد ،
         د ځپل شوي هیواد ،
        د یو ه  هیر شوي او له نړۍ نه نفرین شوي هیواد....
          « افغانستان» اولاد یم
          سوځمه ، ژاړمه تل
         نو ځکه تل نا ښاد یم