د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خواری

اسدالله زمری 01.07.2011 17:24

د «ساقي ټوله میکده دې ترېنه ځار شه پښتنه چې جام راډک کړي له ةنګي نه » په آقتفا

د افغان دا خوار حالت ته چې نظر کړم
وينې څاڅي راته خپل زخمي زړګي نه
چې د ژوند له انګازو ئې تو فان جوړ وو
نن آزار دي بې وسۍ کې له مرګي نه
چې غړمبا ئې د زمر و زړه وو چوولی
د چنګښو شو خوراک له بې ننګي نه
د افغان ستره ټبره څه هیر جن ئې
د پلرو توره دې هېره کړه خواري نه
خدایه څومره به افت را اوروی پرې
یا ئې لوړ کړه بیرته ، یا ورک له هستي نه