ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پارلمان غړو د ترهګرۍ خلاف تګلارې ټاکلو لپاره د پارلمان د ګډې غونډې په مسلسل ځنډ نیوکې کړې دي

اسلام اباد ــــ پاکستان کې د ترهه ګرۍ خلاف یوه کوټلې تګلاره ټاکلو دپاره د پارلیمان شریکه غونډه د فرورۍ 28مې پورې ځنډول شوې ده، د پارلیمان ځینو غړو د حکومت په دې پرېکړه باندې نیوکه کړې ده. د مرکزي پارلمان ځینې غړي وایي په دومره اهمه مسئله باندې حکومتي وزیران غللي دي اؤ ریاستي ادارو نه هم دوی غوښتنه کوي چې پارلیمان دې  خبر کړی شي چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ ذمه وار څوک دي. په ترهګرۍ قابو موندلو د پاره د پارلیمان ګډ غونډه د جنورۍ په 23مه د پېښور پولیس لاین کې د ترهګرۍ د خونړۍ پېښې پس راغوښتل شوې وه په کوم کې تر 100 پورې کسان وژل شوي وو. د پارلیمان دې غونډه کې اکثر حکومتي وزیرانو شرکت نه دی کړی او ځینې سیاسي ګوندونو په دې سخت تنقید هم کړی دی. د پاکستان پیپلز ګوند سنېټر رضا رباني غوښتنه کړې ده استخباراتي ادارې آي اېس آي اؤ اېم آي مشران دې پارلیمان ته د ترهګرۍ او تحریک طالبانو سره شوو مذاکراتو په حقله معلومات ورکړي. د جماعت اسلامي له خوا د سېنټ غړی مشتاق احمد خان وي او اې ډیوه ته وايي د ترهګرې دومره پېښې وشوې، د شلو کالو نه زیات دلته ترهګري روانه ده خو وایي "زمونږ د تپوس څوک هم نشته"، ښاغلي مشتاق احمد خان وویل: "موجوده کابینه کې 83 غړي دي خو د ترهګرۍ په حقله د پارلیماني غړو تپوس ځواب د پاره څوک هم موجود نه وي. په دومره مهمه مسئله د حکومت خاموشي یو مجرمانه عمل دی". په پاکستان کې اکثر د ترهګرۍ د لویو پیښو پس حکومت ټول ګوندیز کانفرنس راغواړي او پیښور پولیس لاین پیښې پس هم دغه شان کانفرنس رابلل شوی وو خو بیا دوه ځلې وځنډول شو او تر اوسه ددې نوې نېټه نه ده اعلان شوې. پارلیمان دننه هم دا آوازونه پورته کیږي باید د ترهګرۍ په شان مهمې مسئلې باندې ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې واخیستل شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند [محمود خان ډلې] یو مشر عبدلقهار ودان وایي ددغو ټولو مسئلو حل سیاسي پکار دی او سیاسي حل د پاره به ټول ګوندونو ته یو ځای کېدل وي او د ترهګرۍ مسئلې حل به را ویستل غواړي. په پاکستان کې اکثر د ترهګرۍ پېښو پس حکومتونه تور لګوي چې ترهګرې ډلې دلته د ترهګرې د پاره د افغانستان ځمکه استعمالوي اؤ دغه شان بیان یې د پیښور پېښې سمدستي پس هم ورکړی وو. خو د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي دا تور رد کړی وو او ددې په عکس العمل کې یې ویلي وو چې باید پاکستان په بل هیواد تور لګولو نه وړاندې تحقیات وکړي. څېړونکي هم وایي که چېرې پاکستان دننه د ترهګرۍ په شان مسئلې د حل په حقله پارلیماني ګوندونه یو ځای نه شول نو پاکستان به په سفارتي توګه هم خپل ملګري وبایلي. د څېړنیزې ادارې انسټيتیوټ آف سټرېټیجک سټدیز له خوا تیمور فهد علي خان وي او اې ډیوه ته وایي که چېرې پاکستان د ترهګرۍ مسئلې نه سترګې پټوي نو په سفارتي توګه به هم یواځې پاتې شي. وړاندې هم د پارلیمان غړو د تېر حکومت له خوا لاقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان سره د ریاست په مذاکراتو سختې نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې دا مذاکرات چا کړي او د چا په خوښه یې کړي دي.

15.02.2023 ډیوه

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ یو نیم کال

په تېرو ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې د بشري‌ حقونو،‌ حکومتدارۍ، اقتصادي او بشري بحران، امنیتي وضعیت، د ښځو، مدني او بیان د ازادۍ ارزونه. دا ځانګړې خپرونه د فبرورۍ په ۱۵ نېټه د امریکا غږ د تلویزوني،‌ راډیويي، ډیجیټلي او سپوږمکۍ د خپرونو له لارې تعقیب کړئ.

15.02.2023 امریکا غږ

‎د پښتونخوا صوبې په ولسي پاڅون کې د قامي وسایلو په اړه د بيدارۍ غږ پورته شوی دی

‎ واشنګټن ــــ د خپلواک پښتونستان تحریک باني ډاکټر خان وایي د پښتنو په وسایلو حق یواځې د ملتپاله او قامپاله نه بلکې د هرګوند، هر وګړي که هغه ښځه ده او که سړی، سیاستوال دی، هنرمند او که یو دیني عالم د ټولو په شریکه (قامي) کار دی نو پکار ده چې غږ هم په شریکه پورته شي. ‎د وي او اې ډیوه په «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونه کې ډاکټر خان وویل، "اول سیمینار یې په پېښور پریس کلب کې کړی وو او اوس یې په مردان پریس کلب کې وکړو په دې اړه به نور هم سیمینارونه جوړوي". ‎ښاغلي خان وویل “دا زمونږ مشترکه حقونه دي. د دې حقونو د پاره مشترکه غږ پورته کوو. دا وسایل چې تر لاسه شي ګټه به یې د هر چا بچي ته وي، نو په یووالي به غږ پورته کول وي”. هغوی وویل چې دا قسمه غونډې راجوړول به زیاتوي او په راروان کال کې د ځوانانو یو غوڼده به هم کوي او یو پاڅون به هم جوړوي.  ‎د پاکستان په پارلیمان کې وخت په وخت په صوبایي وسایلو باندې بحث کیږي. یاده دې وي د کال 2022م په فرورۍ کې هم د هغه وخت د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف د پارليماني پارټۍ غونډه کې د دفاع وزير پرویزخټک او د هغه وخت د وزرير اعظم  عمران خان تر منځ د سختو خبرو خبرونه مخې ته راغلي وو. ځايي خبريالانو د سرچینو له خولې لیکلي وو چې په غونډه کې د هغه وخت د دفاع وزیر پرویز خټک وزیراعظم ته په سپینو ټکو کې ویلي وو چې "ګېس او بجلي زمونږ صوبه پیدا کوي خو بیا هم مونږ کړېږو". په لویه «خيبر پښتونخوا» خپرونه کې لطیف وزیري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی وویل چې په بدامنۍ او په بنو ډويژن کې چې کوم وسایل دي په دې اړه په بنو ولسي پاڅون کې خبری شوې دي. ښاغلي وزیري وویل "په شوه وزیرستان کې ګیس پیدا شو او پنجاب ته روان شو، نو بیا د بنو ډويژن خلکو غوښتنه وکړه چې ګیس هم غواړي او د دې سره چې تړلي څه هم وي نو اول دې يې دوی ته ورکړي". ښاغلي وزیري وویل چې انتظامیه تر اوسه پورې دوی ته په لیک کې څه نه دي ورکړي خو ژمنې یې ورسره کړې دي. لطیف وزیري وویل چې دوی پوهه خپروي او په دی اړه په هر تحصیل کې دا کار کوي چې مقصد یې خلک د خپلو وسایلو نه خبرول دي: "د عدالت لار راسره هم شته نو بیا به دغه لار خپلوو خو لا اوس مو د انتظامیې سره خبره روانه ده او هیله لرو چې حق به راکړی شي". ښاغلي وزیري وویل په قامي مسله کې به دوی خېل، قبیله او پارټۍ پریږدي او خپله قامي ګټه به ترلاسه کوي. اکبر هوتي چې وکیل، لیکوال او څېړونکی دی په «لویه خېبر پښتونخوا» خپرونه کې وویل چې د مخکې په نسبت خلک په خپلو قامي حقونو ډېر خبر شول او وجه یې سوشل مېډیا، د محرومۍ احساس او ګراني ده. هغه وايي: "د شتمنو په وطن کې کارخانې نه شته، غربت دی، بد امني ده نو خلک دا پوښته کوي چې په دی شتمن وطن کې ولې په غربت کې یم". اکبر هوتي وویل” هغه ګوندونو ته سلام چې اتلسم ایييي ترمیم یې پاس کړی؛ ښاغلي وویل “په غني وطن کې خلک د غربت د کرښی لاندی ژوند تیروي”.  اکبر هوتي وویل چې سیاسي ګوندونه خپل کردار ادا کوي”خو په خلکو کې شعور زیات شوی او اوس په خپلو ګوندونو هم نیوکی کوې”. ښاغلي د چا د نوم له اخستلو ډډه وکړه خو دا يې وویل چې یو قوت غواړي خلک "غیرسیاسي" کړي چې په عامه کچه يې څېړونکي پوځ لا ايسټيبلېشمنټ ته نسبت بولي. هغه زیاته کړه چې څوک په سیاسي توګه روزلی وي نو په خپلو حقونو به پوهه هم وي او هڅي به ورله هم کوي.  هغه وویل “قامي ناتار په قام راګرځي” او زياته يې کړه چې ښځې دي او که سړي، علما دي او که مترقي خلک دي په دوی کې په دې اختلاف نشته.  ‎ښاغلي هوتي‌ وویل چې ”خدایي خدمتګار تحریک چې خپل پیغام څنګه عام اولس ته رسولی و نو دا د ټولو زمه واري جوړیږي چې هر سړي ته دا خبره ورسي چې د خپلو حقونو، وسایلو او د مسایلو نه خبر شي او د حل د پاره یې کار وشي”  خبریال شمس مومند هم وي او اې ډیوه ته ویلي وو چې د پښتونخوا سره زياتی کيږي او د ايين نه سرغړونه کيږي ځکه چې وایي د اتلسم اييني ترميم نه وروسته په صوبايي وسایلو باندې اولنی حق د صوبې د ولس وي. ښاغلی شمس وایي د بده مرغه پښتونخوا ارزانه بجلي پېدا کوي او ګرانه ورته پرېووځي. هغه ويلي وو “دغه رنګ پښتونخوا ګيس پيدا کوي خو ګيس ورته نشته خو نورو صوبو ته ګېس زيات ورکول کیږي”. 

15.02.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

15.02.2023 امریکا غږ

اروپايي ټولنه د روسیې په پوځ او د ایران د ډرون په شرکتونو بیساري بندیزونه غواړي

د اروپايي ټولنې اجرايي څانګې نن چهارشنبه فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۶) په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د داسې نویو بندیزونو وړاندیز وکړ چې د ۱۱ میلیارد یورو [۱۱.۸ میلیارډ ډالر] په ارزښت د [توکو] صادرات بندوي او د ایران د بې پیلوټه الوتکو تولید په نښه کوي.

15.02.2023 امریکا غږ

د امریکې مشهورې سیاستوالې ډایان فاینسټین د سياست نه د ګوښه کېدو اعلان کړی

سان فراسسکو ـــ سنېټر ډايان فاینسټین چې د کيليفورنيا نه د امريکي په سياست کې تر ټولو پخوانۍ او زړه سنېټره بلل کيږي د سياست نه د ګوښه کېدو اعلان کړی او وایي د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې د خپلي څوکي لپاره د انتخاب په زغل کې برخه نه اخلي. مېرمن فاينسټين د امريکې د سياست نه د ګوښه کېدو دا اعلان ړومبی د سېنيټ په ويبپاڼه او وروسته د خپلې ټويټر پاڼې له لارې کړی دی. هغې لیکلي: "زه نن اعلان کوم چې زه به په ۲۰۲۴ کې د بیا ټاکنو لپاره نه ودریږم مګر اراده لرم چې د کيلیفورنیا لپاره څومره چې زه کولی شم د راتلونکي کال تر پای پورې ترسره کړم تر څو چې زما دوره پای ته ورسیږي"۔ ډایان فاینسټین وایي د تقسيم شوي کانګرس په موجودګي کې دوی لا هم کولی شي چې د [امريکانانو] د ژوند ښه کولو لپاره قانوني مسودې منظورې کړي. ميرمن فاينسټين وړاندې ليکي: "موږ هر یو دلته [سينيټ ته] د [خلکو] د ستونځو د حل لپاره لېږل شوي یو۔ دا هغه څه دي چې ما په تېرو ۳۰ کلونو کې کړي دي او دا هغه څه دي چې زه یې د راتلونکو دوو کلونو لپاره پلان لرم۔ زه د کيلیفورنیا د خلکو مننه کوم چې ماته یې اجازه راکړه چې دوی ته خدمت وکړم". سنېټره فاينسټين دا مهال د نوي ۹۰ کالو ده او که چېرې هغې د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې برخه لرلی نو هغه وخت به د ۹۱ کالو وای. ډايان فاینسټين په کال ۲۰۲۱ کي د ۸۹ کالو په عمر د امريکې د سينيټ تر ټولو زړه او پخوانۍ سنېټره ګڼل شوې وه. د مېرمن فاینسټین د ذهني صحت په اړه پوښتنې له تېرو دوو کلونو راهیسې وخت په وخت په مطبوعاتو کې کيږي. د سان فرانسسکو د «کرونيکل» ورځپاڼې مطابق "د هغې ډیموکرېټ همکارانو په اپرېل ۲۰۲۲ کې کرونیکل ته ویلي وو چې دوی باور لري د هغې د حافظې مسلې د دندې په تر سره کولو کې د هغې د وړتیا په اړه سوالونه راپورته کوي". خو بل اړخ ته سنېټرې فاینسټین د دغه اندېښنو او نيوکو په وړاندې د خپلې وړتیا دفاع کړې وه. د مېرمن فاينسټین د سېنيټ دا اوسنۍ دوره به په دسمبر ۲۰۲۴ کي تماميږي۔ هغه وایي خپله وروستۍ موده به پای ته رسوي او په کانګرس کې به خپل پاتې وخت د کيليفورنيا په بېلابېلو سيمو کې د اورونو، وچکالۍ او ګن وايلنس يا د ټوپک تاوتریخوالي د مخنيوي په اړه د نويو قوانیونو په جوړولو او ملاتړ تېروي. سنېټرې فاينسټين په سېنټ کې دېرش کاله تېر کړي دي. لومړی ځل په ۱۹۹۲ کې ټاکل شوې وه او تېر کال فاینسټین د امريکې په سياسي تاریخ کې تر ټولو اوږد مهاله ښځینه سنېټره او د کيلیفورنیا څخه د کانګرس تر ټولو د اوږدې مودې غړې وبلل شوه. تېره میاشت د سينيټ د اکثریت مشر چک شومر د واشنګتن سنېټر پیټي مري د سېنيټ لپاره د لنډمهاله مشر په توګه وټاکه. د پريزيډنټ پرو ټيمپري يا عارغي مشر دا هغه څوکۍ وي چې په ولسمشر او مرستيال ولسمشر پسې دریم ځای لري او په عمومي توګه تر ټولو لوړپوړي او پخواني غړي پرې ټاکل کېږي. فاینسټین هم په اکتوبر کې وویلي وو چې هغه به د دې څوکي په لټون کې نه وي. د ډېرې لوړې رتبې او د دیموکرېټ ګوند د پخوانۍ سنېټرې په توګه فاینسټین دا مهال د سينيټ د کومې کمېټۍ مشري هم نه کوي. د سنېټرې فايسنټين د سياسي کېرير پيل په کال ۱۹۶۰ کې شوی وو چې هغه د کيلیفورنیا د ښځو د پېرول بورډ لپاره انتخاب شوې وه او په کال ۱۹۶۹ کې د کيليفورنيا بورډ آف سپروايزرز غړې جوړه شوې وه. هغه د سان فرانسسکو د ښاروالۍ لپاره په دوو ړومبیو منډو کې ناکامه شوې وه مګر د هغې د سياسي کېرير لاره په ۱۹۷۸م کې د نومبر په ۲۷مه بدله شوه، کله چې د سان فرانسسکو يو پخواني سپروايزر يا څارونکي ډان وایټ د هغه وخت ښاروال جورج موسکون او څارونکې هاروي ملک په خپلو دفترونو کې و وژل. له دغې پېښې وروسته مېرمن فاينسټين په څلورم دسمبر ۱۹۷۸ کې د سان فرانسسکو ښارواله يا مېر وټاکل شوه، چې د دې ښار اولنۍ ښځه مېر وه. نوموړې له هغې وروسته په کال ۱۹۷۹ او ۱۹۸۳ کي هم د مېر د څوکي لپاره منتخب شوې وه.

15.02.2023 ډیوه

څېړونکي: د ايي اېم اېف د قرض منظوري به د پاکستان اقتصاد يو څه ښه کړي خو ولس به په ګرانۍ وځپي

د پاکستان د حکومت او نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] ترمنځ د 6.5 اربه ډالرو د ځنډ ښکار قرض پروګرام په اړه خبرې روانې دي او څيړونکي وايي د ځنډ ښکار ايي اېم اېف پروګرام منظورېدو ګټه به په راتلونکې وخت کې هېواد ته رسيږي خو وايي دې سره په ولس د ګرانۍ د نورو سختو څپو سره مخ شي.

15.02.2023 ډیوه

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

15.02.2023 امریکا غږ

متقي د روس دا خبره بې بنیاده بللې چې وایي د تاجکستان پر پوله زرګونه داعش جنګیالي اچول شوي

واشنګټن ــــ د روس په مشرۍ د مخکیني شوروي اتحاد د هېوادونو پوځي تنظیم سي ایس ټي او ویلي، چې له افغانستان سره د تاجکستان پر پوله د داعش خراسان زرګونه جنګیالي اچول شوي دي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا خبره رد کړې او بې بنیاده یې بللې ده. د ګډ امنیت د تړون سازمان (سي ایس ټي او) د ګډو ځواکونو مشر کرنل جنرل اناتولي سیدوروف وایي د منځنۍ اېشیا د امن لپاره تر ټولو لوی خطر له هغو یو شمېر سخت دریځو ډلو څخه دی چې په افغانستان کې یې پښې ټینګې کړې دي. اناتولي سیدوروف دا خبره د سه شنبې- نهې په ورځ په ماسکو کې یوې خبري غونډې ته وکړه. هغه دعوه وکړه چې د داعش خراسان ډلې زرګونه وسلوال د تاجکستان پولې ته نیژدې په افغانستان کې ځای پر ځای شوي دي: "د داعش د افغان څانګې ولایت خراسان- چې روس ناقانونه ګرځولې- د غړو شمېر د ښکاره ډول شاوخوا 6,500 ته رسېدلی دی چې تر 4,000 پورې وسلوال یې د تاجکستان جنوبي پولې ته څېرمه په بدخشان، کندوز او تخار کې دي." د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان په درو شمالي ولایتونو کې د داعش د زرګونو جنګیالیو د شته والي په اړه د روس د اعلی پوځي چارواکي دا څرګندونې بې بنیاده بللې او روس ته یې ویلي افغانستان ته دې ورشي او دغه ولایتونو دې خپله وګوري. امیر خان متقي د شورو- چارشنبې په ورځ په کابل کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د 34مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، که د داعش په ګډون له هیڅ ترهګرې ډلې کوم بهرني هېواد ته خطر نه شته. متقي وویل: "موږ دوی ته دا خبره واضح کوو، چې په. افغانستان کې که یو داعشي چېرته سر پورته کوي پر سر به وهل کېږي لکه موږ او تاسې چې یې وینو، څه معنا دا چې په زرګونو کسان به یو ځای ډېری وي او څوک به یې نه ويني او پرې خبر به نه وي، هر څوک کولای شي چې راشي ویې ګوري، مفاهمه ورسره کوو خو تورونه دې څوک نه لګوي او نه دې یې بدناموي". د ګډ امنیت د تړون سازمان (سي ایس ټي او مشر جنرل اناتولي سیدوروف هم د امریکې او ملګرو ملتونو غوندې تور پورې کړی چې د داعش او القاعده ډلې وسلوال په افغانستان کې بیا فعال شوي او وایي دا منځنۍ اېشیا ته تر ټولو خطرناک دي. د طالبانو یو چارواکي د نهې- سه شنبې په ورځ وویل چې د دوی د استخباراتو ځواکونو په کابل کې په تازه عملیاتو کې د داعش ډلې درې غړي وژلي او یو بل یې نیولی دی. د روس د تاس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې جنرل سیدوروف وایي "په افغانستان کې د طالبانو د مشرانو له خوا پر قومي او مذهبي لږکیو د ظلم له پالیسۍ سره سره د طالبانو تر منځ د یووالي نشتوالی او زیاتېدونکی نفاق، خراب اقتصادي حالت او زیاتېدونکې بشري ستونځې د سیمې د ناارامه کولو سبب جوړېدای شي". جنرل سیدوروف په ټینګار سره ویلي چې د نشه یي موادو بې کنټروله سمګلنګ یا قاچاک او د وسلو غیرقانوني تجارت په افغانستان کې حالات لا نور خرابولای شي چې وایي دا به بیا د کورنۍ جګړې خطر زیات کړي. بل لور ته د افغانستان لپاره د امریکې مخکیني استازي زلمي خلیلزاد داعش ډله د طالبانو او نړۍ دواړه دښمنه بللې ده. ښاغلي د چارشنبې- شورو په ورځ د داعش خلاف د طالبانو د تازه عملیاتو په اړه د وي او اې انګرېزي رپوټ ټویټ کړی او ورته لیکلي یې دي: "داعش د طالبانو او د نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی. د داعش پر ضد همکاري، په راتلونکي کې د اړیکو یوه مهمه برخه جوړیدای شي. په شته امکاناتو کې، د دوحې د توافق لیک بشپړ تطبیق د پرمخ تلو لپاره تر ټولو غوره لار ده. دا د افغانانو او نړیوالې ټولنې د اندیښنو ټولو موضوعاتو ته ځواب وایي." پر کابل د واکمنو طالبانو حکومت په تېرو میاشتو کې په وار وار ويلي چې داعش ډله په افغانستان کې په عملي توګه وجود نه لري، خو په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې یې څو ځله د داعش ډلې پر مرکزونو دعملياتو خبر ورکړى دی او دې ډلې په تېر یو نیم کال کې په دې هېواد کې د ګڼ شمېر خونړیو بریدونو ذمه وارۍ منلې دي.

15.02.2023 ډیوه

افغانستان د خبریالانو مرکز: د تمدن په تلویزیون د طالبانو هجوم خپل سری او د قانون خلاف دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې پر تمدن تلویزیون د طالبانو برید خپل سری او قانون خلا بللی او په دې اړه یې د څېړنو غوښته کړې ده.

15.02.2023 امریکا غږ

د روس دفاع وزارت: په لوهانڅک سیمه کې اوکرایني ځواکونه پسپا شوي

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن ویلي امید کوي چې اوکرایني ځواکونه به د سپرلي په موسم کې نوي حملې شروع کړي. اسټن اوکراین ته دا اطمینیان هم ورکړو چې امریکا او مغربي اتحادیان به يې د روس خلاف جنګ کې ملاتړ دوامداره ساتي

15.02.2023 ډیوه

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د عمران خان عبوري ضمانت خارج کړی دی

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد يو عدالت د الېکشن کمېشن نه بهر د اړي ګړي جوړولو په مقدمه کې د پخواني وزيراعظم عمران خان عبوري ضمانت خارج کړی عدالت ویلي ځکه چې عمران خان عدالت ته حاضر شوی نه دی.

15.02.2023 ډیوه

ایمنیسټي انټرنېشنل: په افغانستان کې دې د طالبانو په لاس د بشري حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وشي

واشنګټن ــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیواله اداره ایمیسټي انټرنېشنل وایي طالبانو په افغانستان کې د واک تر اخیستو وروسته د بشري حقونو د سپکاوي او سرغړونو نوې دوره پیل کړې ده، چې وایي له کبله یې یو کال وروسته دا هېواد د نه را ستنېدونکې بربادۍ پر څنډه ولاړ دی. د ایمنیسټي انټرنېنشل د جنوبي اېشیا څانګې د فرورۍ پر څورلسمه پر خپله ویبپاڼه له خلکو د هغې غوښتنې د لاسلیک کولو غوښتنه کړې، چې پکې ویل شوي په افغانستان کې دې د طالبانو په لاس د بشري حقونو د لاسته راوړنو د ضایع کېدو مخه ونیول شي. د بخښنې نړیوال سازمان پخپل بیان کې ویلي، چې نه یواځې د طالبانو چارواکو د افغانانو د حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې خپله ژمنه ماته کړې، بلکې د تشدد لړۍ یې بیا پیل کړې او په پوره معافیت سر یې له بشري حقونو سرغړونې پیل کړې دي: "دوی په یو کال کې په منظم ډول د بشري حقونو د ساتنې بنیادي بنسټونه وران کړي او د بیان پر ازادۍ، غونډه، منصفانه مقدمه او نورو حقونو یې بندیز لګولی، د ښځو او نجونو بنیادي حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي". ایمنیسټي انټرنېشنل وایي د طالبانو په اوسني حکومت کې په زرګونو افغانان په خپلسرې توګه بندیان شوي، ځورول شوي، ورک شوي او حتی وژل شوي دي. وایي خبریالان، فعالان، د بشري حقونو مبارزین، هنرمندان، د تعلیم ماهرین، مذهبي او نسلي اقلیتونه په ځانګړې توګه په خطر کې دي: "بشري حقونه په ټولو برخو کې له برید سره مخ دي، دا باید ودرول شي". ایمنیسټي انټرنېشنل غوښتنه کړې وایي څنګه چې د افغانستان خلکو مسلسل د توفان غوندې زړورتیا ښکاره کړې باید د دوی ملګرتیا وشي او په ازادۍ، عزت او برابر کې د دوی د ژوند کولو د حق لپاره ږغ اوچت شي: "د طالبانو پر واکمنو چارواکو ږغ وکړئ چې په افغانستان کې د بشري حقونو درناوی وکړي او د خوندیتوب ضمانت یې ورکړي ". د بخښنې نړیوال سازمان پخپله غوښتنه کې د بشري حقونو له مدافعینو غوښتي چې له طالبانو وغواړي، په افغانستان کې دې د نسلي او مذهبي لږکیو، ښځو او نجونو، د ایل جي بي ټي ای کسانو، د بشري حقونو د مدافعینو، د مدني ټولنې د غړو، قاضیانو، وکیلانو، پخوانيو سرکاري چارواکو، خبریالانو او د نورو خلکو د وژنې او پر هغوی د بریدونو په ګډون د بشري حقونو پراخې سرغړونې سمدستي ختمې کړي. ایمنیسټي انټرنېشنل غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو حقونه، په هر عمر کې تعلیم ته د لاسرسي په ګډون باید سمدستي د سکولونو او پوهنتونونو په پرانستلو، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په باوري کولو او ښځو ته د کار کولو د اجازې په ورکولو سره خوندي شي. په دغه درخواست کې له طالبانو غوښتل شوي چې د بيان او د غونډو د ازادۍ په برخه کې د افغانانو د حقوقو ضمانت وکړي، د خلکو تښتول، خپلسره نیول کېدل او د خبريالانو وهل ختم کړي او د ښځینه احتجاج کوونکو په ګډون د سوله ييزو مظاهرو ضمانت ورکړي. طالبانو تر اوسه د ایمنیسټي انټرنېشنل تازه تورونو او غوښتنو ته په رسمي توګه څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې مخکې یې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د نړیوالو ادارو لکه ملګرو ملتونو، د بخښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار ادارې رپوټونه رد کړي وو.

15.02.2023 ډیوه

پېښور: د فعالې ګلالۍ اسماعیل مور او پلار د ترهګرۍ ضد عدالت بري کړي

د بشري حقونو فعالي ګلالۍ اسماعيل  پلار پروفېسر اسماعیل او مور یې د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت نن د شورو/چهارشبنې په ورځ [15 فرورۍ] بري کړي دي، پروفېسر اسماعیل وايي په کال 2020 کې پرې تور لګول شوی وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] غړي دي او د ترهګرۍ مالي مرستې کوي.

15.02.2023 ډیوه

متقي: افغانستان کې داعش نشته او موږ چاته د ضرر رسولو پالیسي نلرو 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د حضور په اړه د روسیې په مشرۍ د (ډله ییز امنیت تړون) د لوی درستیز څرګندونې رد کړي او ویې ویل چې له افغانستان څخه هیچا ته ګواښ نشته.

15.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more