شاته

د پارلمان غړو د ترهګرۍ خلاف تګلارې ټاکلو لپاره د پارلمان د ګډې غونډې په مسلسل ځنډ نیوکې کړې دي

اسلام اباد ــــ پاکستان کې د ترهه ګرۍ خلاف یوه کوټلې تګلاره ټاکلو دپاره د پارلیمان شریکه غونډه د فرورۍ 28مې پورې ځنډول شوې ده، د پارلیمان ځینو غړو د حکومت په دې پرېکړه باندې نیوکه کړې ده.

د مرکزي پارلمان ځینې غړي وایي په دومره اهمه مسئله باندې حکومتي وزیران غللي دي اؤ ریاستي ادارو نه هم دوی غوښتنه کوي چې پارلیمان دې خبر کړی شي چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ ذمه وار څوک دي.

په ترهګرۍ قابو موندلو د پاره د پارلیمان ګډ غونډه د جنورۍ په 23مه د پېښور پولیس لاین کې د ترهګرۍ د خونړۍ پېښې پس راغوښتل شوې وه په کوم کې تر 100 پورې کسان وژل شوي وو.

د پارلیمان دې غونډه کې اکثر حکومتي وزیرانو شرکت نه دی کړی او ځینې سیاسي ګوندونو په دې سخت تنقید هم کړی دی. د پاکستان پیپلز ګوند سنېټر رضا رباني غوښتنه کړې ده استخباراتي ادارې آي اېس آي اؤ اېم آي مشران دې پارلیمان ته د ترهګرۍ او تحریک طالبانو سره شوو مذاکراتو په حقله معلومات ورکړي.

د جماعت اسلامي له خوا د سېنټ غړی مشتاق احمد خان وي او اې ډیوه ته وايي د ترهګرې دومره پېښې وشوې، د شلو کالو نه زیات دلته ترهګري روانه ده خو وایي "زمونږ د تپوس څوک هم نشته"، ښاغلي مشتاق احمد خان وویل:

"موجوده کابینه کې 83 غړي دي خو د ترهګرۍ په حقله د پارلیماني غړو تپوس ځواب د پاره څوک هم موجود نه وي. په دومره مهمه مسئله د حکومت خاموشي یو مجرمانه عمل دی".

په پاکستان کې اکثر د ترهګرۍ د لویو پیښو پس حکومت ټول ګوندیز کانفرنس راغواړي او پیښور پولیس لاین پیښې پس هم دغه شان کانفرنس رابلل شوی وو خو بیا دوه ځلې وځنډول شو او تر اوسه ددې نوې نېټه نه ده اعلان شوې.

پارلیمان دننه هم دا آوازونه پورته کیږي باید د ترهګرۍ په شان مهمې مسئلې باندې ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې واخیستل شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند [محمود خان ډلې] یو مشر عبدلقهار ودان وایي ددغو ټولو مسئلو حل سیاسي پکار دی او سیاسي حل د پاره به ټول ګوندونو ته یو ځای کېدل وي او د ترهګرۍ مسئلې حل به را ویستل غواړي.

په پاکستان کې اکثر د ترهګرۍ پېښو پس حکومتونه تور لګوي چې ترهګرې ډلې دلته د ترهګرې د پاره د افغانستان ځمکه استعمالوي اؤ دغه شان بیان یې د پیښور پېښې سمدستي پس هم ورکړی وو.

خو د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي دا تور رد کړی وو او ددې په عکس العمل کې یې ویلي وو چې باید پاکستان په بل هیواد تور لګولو نه وړاندې تحقیات وکړي.

څېړونکي هم وایي که چېرې پاکستان دننه د ترهګرۍ په شان مسئلې د حل په حقله پارلیماني ګوندونه یو ځای نه شول نو پاکستان به په سفارتي توګه هم خپل ملګري وبایلي.

د څېړنیزې ادارې انسټيتیوټ آف سټرېټیجک سټدیز له خوا تیمور فهد علي خان وي او اې ډیوه ته وایي که چېرې پاکستان د ترهګرۍ مسئلې نه سترګې پټوي نو په سفارتي توګه به هم یواځې پاتې شي.

وړاندې هم د پارلیمان غړو د تېر حکومت له خوا لاقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان سره د ریاست په مذاکراتو سختې نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې دا مذاکرات چا کړي او د چا په خوښه یې کړي دي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00