شاته

‎د پښتونخوا صوبې په ولسي پاڅون کې د قامي وسایلو په اړه د بيدارۍ غږ پورته شوی دی

واشنګټن ــــ د خپلواک پښتونستان تحریک باني ډاکټر خان وایي د پښتنو په وسایلو حق یواځې د ملتپاله او قامپاله نه بلکې د هرګوند، هر وګړي که هغه ښځه ده او که سړی، سیاستوال دی، هنرمند او که یو دیني عالم د ټولو په شریکه (قامي) کار دی نو پکار ده چې غږ هم په شریکه پورته شي.

د وي او اې ډیوه په «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونه کې ډاکټر خان وویل، "اول سیمینار یې په پېښور پریس کلب کې کړی وو او اوس یې په مردان پریس کلب کې وکړو په دې اړه به نور هم سیمینارونه جوړوي".

ښاغلي خان وویل “دا زمونږ مشترکه حقونه دي. د دې حقونو د پاره مشترکه غږ پورته کوو. دا وسایل چې تر لاسه شي ګټه به یې د هر چا بچي ته وي، نو په یووالي به غږ پورته کول وي”.

هغوی وویل چې دا قسمه غونډې راجوړول به زیاتوي او په راروان کال کې د ځوانانو یو غوڼده به هم کوي او یو پاڅون به هم جوړوي.

د پاکستان په پارلیمان کې وخت په وخت په صوبایي وسایلو باندې بحث کیږي. یاده دې وي د کال 2022م په فرورۍ کې هم د هغه وخت د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف د پارليماني پارټۍ غونډه کې د دفاع وزير پرویزخټک او د هغه وخت د وزرير اعظم عمران خان تر منځ د سختو خبرو خبرونه مخې ته راغلي وو.

ځايي خبريالانو د سرچینو له خولې لیکلي وو چې په غونډه کې د هغه وخت د دفاع وزیر پرویز خټک وزیراعظم ته په سپینو ټکو کې ویلي وو چې "ګېس او بجلي زمونږ صوبه پیدا کوي خو بیا هم مونږ کړېږو".

په لویه «خيبر پښتونخوا» خپرونه کې لطیف وزیري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی وویل چې په بدامنۍ او په بنو ډويژن کې چې کوم وسایل دي په دې اړه په بنو ولسي پاڅون کې خبری شوې دي.

ښاغلي وزیري وویل "په شوه وزیرستان کې ګیس پیدا شو او پنجاب ته روان شو، نو بیا د بنو ډويژن خلکو غوښتنه وکړه چې ګیس هم غواړي او د دې سره چې تړلي څه هم وي نو اول دې يې دوی ته ورکړي".

ښاغلي وزیري وویل چې انتظامیه تر اوسه پورې دوی ته په لیک کې څه نه دي ورکړي خو ژمنې یې ورسره کړې دي. لطیف وزیري وویل چې دوی پوهه خپروي او په دی اړه په هر تحصیل کې دا کار کوي چې مقصد یې خلک د خپلو وسایلو نه خبرول دي:

"د عدالت لار راسره هم شته نو بیا به دغه لار خپلوو خو لا اوس مو د انتظامیې سره خبره روانه ده او هیله لرو چې حق به راکړی شي".

ښاغلي وزیري وویل په قامي مسله کې به دوی خېل، قبیله او پارټۍ پریږدي او خپله قامي ګټه به ترلاسه کوي.

اکبر هوتي چې وکیل، لیکوال او څېړونکی دی په «لویه خېبر پښتونخوا» خپرونه کې وویل چې د مخکې په نسبت خلک په خپلو قامي حقونو ډېر خبر شول او وجه یې سوشل مېډیا، د محرومۍ احساس او ګراني ده. هغه وايي:

"د شتمنو په وطن کې کارخانې نه شته، غربت دی، بد امني ده نو خلک دا پوښته کوي چې په دی شتمن وطن کې ولې په غربت کې یم".

اکبر هوتي وویل” هغه ګوندونو ته سلام چې اتلسم ایييي ترمیم یې پاس کړی؛ ښاغلي وویل “په غني وطن کې خلک د غربت د کرښی لاندی ژوند تیروي”.

اکبر هوتي وویل چې سیاسي ګوندونه خپل کردار ادا کوي”خو په خلکو کې شعور زیات شوی او اوس په خپلو ګوندونو هم نیوکی کوې”. ښاغلي د چا د نوم له اخستلو ډډه وکړه خو دا يې وویل چې یو قوت غواړي خلک "غیرسیاسي" کړي چې په عامه کچه يې څېړونکي پوځ لا ايسټيبلېشمنټ ته نسبت بولي. هغه زیاته کړه چې څوک په سیاسي توګه روزلی وي نو په خپلو حقونو به پوهه هم وي او هڅي به ورله هم کوي.

هغه وویل “قامي ناتار په قام راګرځي” او زياته يې کړه چې ښځې دي او که سړي، علما دي او که مترقي خلک دي په دوی کې په دې اختلاف نشته.

ښاغلي هوتي‌ وویل چې ”خدایي خدمتګار تحریک چې خپل پیغام څنګه عام اولس ته رسولی و نو دا د ټولو زمه واري جوړیږي چې هر سړي ته دا خبره ورسي چې د خپلو حقونو، وسایلو او د مسایلو نه خبر شي او د حل د پاره یې کار وشي

خبریال شمس مومند هم وي او اې ډیوه ته ویلي وو چې د پښتونخوا سره زياتی کيږي او د ايين نه سرغړونه کيږي ځکه چې وایي د اتلسم اييني ترميم نه وروسته په صوبايي وسایلو باندې اولنی حق د صوبې د ولس وي.

ښاغلی شمس وایي د بده مرغه پښتونخوا ارزانه بجلي پېدا کوي او ګرانه ورته پرېووځي. هغه ويلي وو “دغه رنګ پښتونخوا ګيس پيدا کوي خو ګيس ورته نشته خو نورو صوبو ته ګېس زيات ورکول کیږي”.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00