شاته

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د عمران خان عبوري ضمانت خارج کړی دی

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد يو عدالت د الېکشن کمېشن نه بهر د اړي ګړي جوړولو په مقدمه کې د پخواني وزيراعظم عمران خان عبوري ضمانت خارج کړی دی، عدالت ویلي ځکه چې عمران خان عدالت ته حاضر شوی نه دی.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه نن د شورو/چهارشنبې په ورځ د ترهګرۍ ضد عدالت جج راجه جواد عباس د عمران خان د طبي رپورټ په اساس عدالت ته د نه حاضرېدو د استثنا خواست خارج کړی او هغه ته یې هم نن عدالت ته د وړاندې کېدو حکم کړی وو.

وروسته عدالت د مخکیني وزيراعظم د عبوري ضمانت د مودې غځولو خواست رد کړی دی.

تېر کال د اکتوبر په میاشت کې الېکشن کمېشن د توشه خانې په قضيه کې فېصله اورولې او ویلي یې وو عمران خان د توشه خانې په اړه خپل بیان کې غلط بياني کړې او غلط حلفيه بيان یې الېکشن کمېشن ته وړاندې کړی وو.

د يادې فېصلې وروسته د تحریک انصاف ګوند غړو د الېکشن کمېشن مخې ته احتجاج کړی او د اړي ګړي جوړولو تور پرې لګول شوی او مقدمه پرې جوړه کړی شوې وه.

د ننني عبوري ضمانت نه وړاندې د اسلام اباد هايکورټ د بېنکونو په اړوند مقدمو د اورېدنې عدالت د ممنوعه فنډنګ قضيه کې هم عمران خان ته هم نن عدالت ته د حاضرېدو حکم کړی او د عمران خان د نه حاضرېدو د استثنا خواست یې رد کړی وو.

تېر کال په دوېم اګست د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف [پي ټي ايي] ګوند د ممنوعه فنډونو په اړه فېصله اورولې او ویلي يې وو چې تحریک انصاف ګوند ممنوعه فنډونه ترلاسه کړي، او ګوند ته يې شوکاز نوټس ورکړی وو.

په فېصله کې ويل شوي وو چې پي ټي ايي د 34 بهر ملکيانو نه فنډونه ترلاسه کړي دي، اته اکاونټونه يې ښکاره کړي او 13 اکاونټونه يې پټ کړي دي، او په فېصله کې د ځینو ملکونو او کمپنيانو نومونه هم ښودل شوي چې پېسې ترې ترلاسه کړی شوي دي.

الېکشن کمېشن په خپله فېصله کې ويلي وو، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دروغجن سرټيفيکېټ يا اسناد جمع کړي وو.

بيا د اکتوبر په میاشت کې مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] د عمران خان او د هغه د ګوند تحريک انصاف د نورو مشرانو پرضد مقدمه درج کړې وه چې الېکشن کمېشن ته یې جعلي حلف نامه جمع کړې وه.

خو هغه وخت د تحریک انصاف ګوند يو مشر عثمان ډار ويلي وو، "د مذهب د سپکاوي، ترهګرۍ، توشه خانې وروسته اوس د ممنوعه فنډګ مقدمه، ټول رياستي نظام د عمران خان پرضد د انتقامي کارروايانو دپاره لګول شوی، مقصد يواځې عمران خان د نظام نه بهر کول دي".

ځانګړې ویډیوګانې


زرعي ماهرين وايي د ګني د ښه پېداوار نوي قسمونه يې تیار کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00