شاته

ایمنیسټي انټرنېشنل: په افغانستان کې دې د طالبانو په لاس د بشري حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وشي

واشنګټن ــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیواله اداره ایمیسټي انټرنېشنل وایي طالبانو په افغانستان کې د واک تر اخیستو وروسته د بشري حقونو د سپکاوي او سرغړونو نوې دوره پیل کړې ده، چې وایي له کبله یې یو کال وروسته دا هېواد د نه را ستنېدونکې بربادۍ پر څنډه ولاړ دی.

د ایمنیسټي انټرنېنشل د جنوبي اېشیا څانګې د فرورۍ پر څورلسمه پر خپله ویبپاڼه له خلکو د هغې غوښتنې د لاسلیک کولو غوښتنه کړې، چې پکې ویل شوي په افغانستان کې دې د طالبانو په لاس د بشري حقونو د لاسته راوړنو د ضایع کېدو مخه ونیول شي.

د بخښنې نړیوال سازمان پخپل بیان کې ویلي، چې نه یواځې د طالبانو چارواکو د افغانانو د حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې خپله ژمنه ماته کړې، بلکې د تشدد لړۍ یې بیا پیل کړې او په پوره معافیت سر یې له بشري حقونو سرغړونې پیل کړې دي:

"دوی په یو کال کې په منظم ډول د بشري حقونو د ساتنې بنیادي بنسټونه وران کړي او د بیان پر ازادۍ، غونډه، منصفانه مقدمه او نورو حقونو یې بندیز لګولی، د ښځو او نجونو بنیادي حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي".

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي د طالبانو په اوسني حکومت کې په زرګونو افغانان په خپلسرې توګه بندیان شوي، ځورول شوي، ورک شوي او حتی وژل شوي دي.

وایي خبریالان، فعالان، د بشري حقونو مبارزین، هنرمندان، د تعلیم ماهرین، مذهبي او نسلي اقلیتونه په ځانګړې توګه په خطر کې دي:

"بشري حقونه په ټولو برخو کې له برید سره مخ دي، دا باید ودرول شي".

ایمنیسټي انټرنېشنل غوښتنه کړې وایي څنګه چې د افغانستان خلکو مسلسل د توفان غوندې زړورتیا ښکاره کړې باید د دوی ملګرتیا وشي او په ازادۍ، عزت او برابر کې د دوی د ژوند کولو د حق لپاره ږغ اوچت شي:

"د طالبانو پر واکمنو چارواکو ږغ وکړئ چې په افغانستان کې د بشري حقونو درناوی وکړي او د خوندیتوب ضمانت یې ورکړي ".

د بخښنې نړیوال سازمان پخپله غوښتنه کې د بشري حقونو له مدافعینو غوښتي چې له طالبانو وغواړي، په افغانستان کې دې د نسلي او مذهبي لږکیو، ښځو او نجونو، د ایل جي بي ټي ای کسانو، د بشري حقونو د مدافعینو، د مدني ټولنې د غړو، قاضیانو، وکیلانو، پخوانيو سرکاري چارواکو، خبریالانو او د نورو خلکو د وژنې او پر هغوی د بریدونو په ګډون د بشري حقونو پراخې سرغړونې سمدستي ختمې کړي.

ایمنیسټي انټرنېشنل غوښتنه کړې چې د ښځو او نجونو حقونه، په هر عمر کې تعلیم ته د لاسرسي په ګډون باید سمدستي د سکولونو او پوهنتونونو په پرانستلو، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په باوري کولو او ښځو ته د کار کولو د اجازې په ورکولو سره خوندي شي.

په دغه درخواست کې له طالبانو غوښتل شوي چې د بيان او د غونډو د ازادۍ په برخه کې د افغانانو د حقوقو ضمانت وکړي، د خلکو تښتول، خپلسره نیول کېدل او د خبريالانو وهل ختم کړي او د ښځینه احتجاج کوونکو په ګډون د سوله ييزو مظاهرو ضمانت ورکړي.

طالبانو تر اوسه د ایمنیسټي انټرنېشنل تازه تورونو او غوښتنو ته په رسمي توګه څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې مخکې یې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د نړیوالو ادارو لکه ملګرو ملتونو، د بخښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار ادارې رپوټونه رد کړي وو.

ځانګړې ویډیوګانې


زرعي ماهرين وايي د ګني د ښه پېداوار نوي قسمونه يې تیار کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00