شاته

څېړونکي: د ايي اېم اېف د قرض منظوري به د پاکستان اقتصاد يو څه ښه کړي خو ولس به په ګرانۍ وځپي

د پاکستان د حکومت او نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] ترمنځ د 6.5 اربه ډالرو د ځنډ ښکار قرض پروګرام په اړه خبرې روانې دي او څيړونکي وايي د ځنډ ښکار ايي اېم اېف پروګرام منظورېدو ګټه به په راتلونکې وخت کې هېواد ته رسيږي خو وايي دې سره په ولس د ګرانۍ د نورو سختو څپو سره مخ شي.

حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم د شرطونو پوره کولو لپاره د 170 اربه روپیو د نويو ټېکسونو لګولو تابيا کړې ده او د اقتصادي چارو پوهان وايي حکومت به دا هدف په راتلونکو څلورو میاشتو کې خامخا ترلاسه کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر غلام صمد خان وي او اې ډيوه سره خبرو کې وايي دا وخت په پاکستان کې د ګرانۍ کچه نزدې 30 فيصدي ده او وايي د نوو ټېکسونو لګولو او د تېلو په نرخونو کې د اضافې لکبله ګمان کوي چې د ګرانۍ دا کچه به 40 فيصدى ته لوړه شي.

هغه وويل دا وخت د ايي اېم اېف د قرضونو بيرته ستنولو په اړه د پاکستان په توان فکرمند دی او ورسره غواړي چې پاکستان دې د توانايۍ په څانګه کې ګردشي قرضې کمې کړي.

ډاکټر صمد وايي حکومت د اي اېم اېف ددغو شرطونو پوره کولو لپاره وړوکې بجټ راوستل غواړي او د دې بد اثرات به د ګرانۍ په شکل کې ارو مرو راځي.

پاکستان د ايي اېم اېف د راتلو مخکې د پټرولو په نرخونو کې 30 روپۍ اضافه کړې ده او اوس په دې باندې د 18 فيصدى جنرل سېلز ټېکس لګولو وړانديز شوی دی او دغه شان د پټرولیم ډوېلپمنټ ليوي کې هم د اضافې تجویز دی.

ښاغلی صمد وايي د تېلو، ګېس او بجلۍ په بېعو کې د اضافې اغېزې به په صنعت او خوراکي توکيو باندې هم پريوځي.

پاکستان دا وخت د سخت سياسي اړي ګړي او بد اقتصادي بحران سره مخامخ دی او د دې هیواد د مرکزي بېنک سره د زر مبادلې زېرمې/ ذخيرې هم تر ټولو لاندې کچې 2.9 اربه ډالرو تللي دي. او ددې ترڅنګ د امريکاي ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ هم په پرله پسې ډول د فشار لاندې ده او خپل قدر بيلي.

نړيوالې رېټنګ اېجنسۍ فچ هم د اوږدې مودې لپاره د پاکستان د کرېډټ رېټنګ کچه منفي سي سي سي ته غورځولې ده.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې صنعتکارانو هم د بجلۍ او ګېسو په نرخونو کې د اضافې او دغه څانګې ته د ورکړل شوو رعاېتونو بيرته اخستو لکبله په هېواد کې د کارخانو د بندېز او بې روزګارې کې د اضافې اندېښنې ښودلي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه شهريار بټ وايي پاکستان اوسمهال د ډالرو د شديد کمی سره مخ دی او پاکستان له به په راتلونکو څو میاشتو کې د 9 اربه ډالرو بهرني پورونه بيرته ورکول وي او د دې دپاره يوازينۍ لاره د ايي اېم اېف پروګرام پځايې کيدل دي.

ښاغلی بټ هم وي او اې ډيوه ته وايي چې د نوو ټېکسونو لګولو سره به ګراني سېوا کېږي او د پټرولیم مصنوعاتو په نرخونو کې په راتلونکو څو ورځو کې 30 روپۍ اضافه کېدی شي:

"حکومت په دې وروستیو کې د ګېسو او بجلۍ په بېعو کې غټه اضافه کړې ده او دې اضافې سره په هېواد کې د غټو او وړو کارخانو چليدل ګران شوي دي".

بټ وايي بېنکونه درامد کونکو ته د مالونو راوړولو دپاره پېسې يا ډالرې نه جاري کوي او د دې لکبله په درامدي دالونو بار نزدې 4000 ټرکونه په بندرګاه کې نښتې ولاړ دي او داسې ښکاري چې په راتلونکو ورځو کې به د دالونو نرخونه هم زياتېږي.

کارپوهان وايي حکومت له به د ګرانې د څپو څخه د بې وزله طبقې د ژغورنې لپاره د هدفي رعايتونو نظام معرفي کول وي او ډاکټر صمد خان وايي له څيړنو واضح شوې ده دا وخت مالداره طبقه هم د رعايتي نرخونو نه ګټه پورته کوي.

ډاکټر صمد خان وايي د دې طريقه دا کېدې شي چې حکومت د کم امدن طبقه مالومه کړي او هغوي ته د بېنک اکاونټ د لارې امدادي پېسې ورکول پېل کړي او داسې د وړې سورلۍ کارونکو ته لکه د رکشو چلوونکو ته په رعايتي نرخونه پټرول او ډيزل ورکړي وايي حکومت د وړاندې نه د ايي اېم اېف په سلا سره 200 يونټه بجلي کارونکي د اضافې او اضافي ټېکسونو د پېټي مستثنا ګرځولي دي او د بېنظير انکم سپورټ پروګرام لاندې پېسې ورکوي.

پاکستان دا وخت د ډالرو د سخت کمي سره مخامخ دی او په بهرنیو هېوادونو کې مېشته پاکستاني کار کونکو هېواد ته په استولي رقمونو کې سږکال 13 فيصدي کمی راغلی دی او د جنورۍ په میاشت کې يې 1.9 اربه ډالره ترسيلات لېږلي دي چې د موجوده مالي کال د لومړيو 7 مياشتو ترسيلاتو کې په مجموعي توګه 11 فيصدى کمی ښکاره کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


زرعي ماهرين وايي د ګني د ښه پېداوار نوي قسمونه يې تیار کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00