ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا: که طالبان د القاعده په وړاندې په خپلو ژمنو عمل ونکړي، موږ به اقدام وکړو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهار شنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) وویل که طالبان په افغانستان کې د القاعده په وړاندې په خپلو ژمنو عمل ونکړي، امریکا ددې وړتیا لري چې خپله لاس په کار شي.

16.02.2023 امریکا غږ

د ټیکسونو لوړېدو سره به پاکستان کې د کومو شیانو بیې لوړې شي؟

په پاکستان کې مرکزي حکومت دبجټ نه وړاندې د350 څخه په زیاتو شیانو د سیلز ټیکس کچه د17 فیصدو څخه 18 فیصدو ته سیوا کړې ده  اؤ په سګریټو لګیدلې مالیا یې هم دنیمایي نه زیاته سېوا کړې ده چې ورسره به د ورځنۍ اړتیا دګڼ شمیر شیانو بیې په بره لاړې شي. دامدنۍ مرکزي بورډ یا ایف بي ار د اضافه شوي سیلز ټیکس اؤ ایف ای ډي‌ وصولي هم پیل کړې ده اؤ په دې اړه یې بیلابیلې اعلامیې خپرې کړې دي. دپاکستاني مطبوعاتو له مخې په ډبو کې بندو په ټولو شیانو دخرڅون ټیکس د17 نه 18 فیصدي ته لوړه کړل شوی چې له مخې به یې خوراکي تیل، بسکټ،دمیک اپ سامانونه،صابونونه،شیمپوان،ټوټ پیسټ،دماشومانو دلوبو شیان،چاکلیټونه ،نوډلز اؤ کریم ګرانیږي. ددې سیلز ټیکس سیوا کیدو له وجې به د ویښتانو د رنګ،لیپ ټاپونو،موبایل فونونو،ټي وي ګانو،ایل ائ ډیز،جوسرو،دحجامت دسامان اؤ سوونو نورو الیکټرونکس شیانو بیې په بره ځي. همدا شان د پرفیوم اؤ برانډډ عطرو ، دګاډو د شیمپوانو اؤ د ګاډو ځلولو د کریمو بیې به هم د سیلز ټیکس لوړولو سره سیوا کیږي. دپاکستان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار د چهارشنبې په ورځ پارلیمان ته دنوؤ د170 اربو روپو دنوؤ ټیکسونو لګولو مني یا وړوکی بجټ وړاندې کړی دی. دعام بجټ نه وړاندې دا وړوکی بجټ وروسته له هغې حکومت مخې ته راوړی چې دپاکستاني روپۍ نرخ زیات وغورځېدو اؤ دپاکستان مرکزي بینک سره دبهرنیو اسعارو پرته ذخیره هم د دریوؤ اربو ډالرو نه په ښکته لاړه . په نهمه فرورۍ دپاکستان مرکزي بینک ویلي وؤ ددغه هیواد داسعارو ذخیره دتېرو نهو کالو اؤ دریوؤ میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته راغلې اؤ دا مهال پاکستان یوازې د دوؤ اربو،96 کروړو اؤ 30لکو ډالرو ذخیره په لاس کې لري. څېړونکي وایي پاکستان ته به راتلونکو پینځوؤ میاشتو کې د نهو ته تر لسو اربو ډالرو پورې بهرنۍ قرضې ستنول وي چې په ظاهره یې پاکستان د ستنولو توان نه لري. پاکستان د سقوط  ګواښونو سره دمخ خپل اقتصاد سمبالولو په غرض نړیوالې مالیاتي ادارې ائ ایم ایف نه دپور دپاتې پیسو ترلاسه کولو هڅې کوي اؤ ایي ایم ایف ورته دشپږ بیلینه ډالرو د پور دپاتې پیسو ورکولو لپاره دټیکسونو دلمنې پراخولو اؤ په یو شمیر شیانو د رعایتونو ختمولو شرطونه ایښودي دي. تر دې دمخه حکومت دګیس ،بجلۍ اؤ پټرولو نرخونه هم سیوا کړي دي اؤ څېړونکي وایي چې ددې په نتیجه کې به دپاکستان دننه ګراني په راتلونکي وخت کې نوره هم زیاته شي

16.02.2023 ډیوه

جرمني په افغانستان کې 'له ښځو سره د ښځو لپاره' د مرستې رسونې پروژه پيلوي

جرمني غواړي چې په افغانستان کې یو شمېر ځانګړې پراختیایي پروژې له سره پيل کړي. د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له‌مخې برلین دغه اقدام له‌دې سره سره کوي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او تعلیم د طالبانو د حکومت بندیزونه هماغسې پر خپل ځای دي. د جرمني د اقتصادي او پراختیایي همکاریو وزیرې اسفنیا شولزه (Svenja Schulze) ویلي، د دغو پروژو په عملي کولو کې "له ښځو سره او د ښځو لپاره" معیار په نظر کې نیول کېږي. د جرمني زوددویچه سایتونگ ( Süddeutsche Zeitung) ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ دغه خبر خپور کړ او په‌کې راغلي، جرمني کولای شي افغانستان کې له ښځو سره مرسته وکړي. د جرمني حکومت وایي، تر هغو چې افغان ښځې په پروژو کې کار کولای شي، د هغوی لومړنیو خدماتو ته ژمن دي، ځکه د دوی په ټکو افغانستان کې دا چارې له ښځو د ملاتړ په برخه کې ګټورې دي. د جرمني د اقتصادي او پراختیایي چارو وزیرې په افغانستان کې د خپلو ځانګړو پروژو کار په تېره دسمبر میاشت کې وروسته تر هغې وځنډوه چې طالبانو په کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. دغو بندیزونو د نړیوالو بنسټونو غوسه وپارله او لسګونه هغو په افغانستان کې خپلې چارې یا بشپړې او یا هم قسمي ډول و درولې. تر دغو بندیزونو وروسته د ملګرو ملتونو دوه لوړپوړي پلاوي کابل ته ولاړل، خو په ظاهره ونه توانېدل چې طالبان د دغو بندیزونو لرې کولو ته اړ کړي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګریفیټس که څه هم تېره جنوري میاشت کې افغانستان ته له سفر وروسته وویل، له طالبانو یې د ښځو د کار په برخه کې ښې ژمنې ترلاسه کړي دي. ګریفیټس ویلي، تر هغو چې دغه ژمنې عملي نه‌شي، دوی باور نه‌شي پرې کولای. اوس د جرمني د اقتصادي همکاریو وزیرې اسفنیا شولزې د خپلو پروژو د کار د بیا پیل له اعلان سره هم‌مهاله یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ښځو حقونو ته ژمن پاتې شي. نوموړې وویل، په افغانستان کې ناوړه بشري ناورین ته په کتو، جرمني باید د افغانانو ملاتړ ته ژمن پاتې شي. د جرمنې دغې چارواکې ویلي، که هېواد یې د افغانستان هغو سیمو کې خپلې پروژې ودروي چې ښځې په‌کې کار کولای شي، په حقیقت کې دا د افغان ښځو کمزوري کول او هغوی ته سزا ورکول دي. خبر کې دا نه‌دي راغلي چې، د جرمني دا پراختیایي پروژې په کومو برخو تمرکز لري، خو تېر کال دغه هېواد دغو پروژو ته چې تر ډېره د خېر ښیګنې وې، دوه سوه میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو.

16.02.2023 ازادي راډیو

پاکستان کې د تېلو نرخونه سېوا اؤ د نوو ټیکسونو لګولو وړوکی بجټ پارلیمان ته وړاندې کړل شو

دپاکستاني روپۍ د ارزښت غورځېدو له امله دپاکستان حکومت دپټرولو نرخ کې دیو لیټر پسر د22.20 روپو اؤ د ډيزلو نرخ کې د17.20 روپو داضافې اعلان کړی دی. حکومت په اقتصادي ناورین دقابو موندلو په غرض د170 اربو روپو دنوؤ ټیکسونو لګولو مني یا وړوکی بجټ هم قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی. دتیلو په نرخونو کې د نوې اضافې وروسته پاکستان کې دا وخت دیو لیټر پټرولو بیه 272 اؤ د دهایي سپیډ ډيزلو بیه 280 روپو ته رسېدلې ده. د لایټ ډيزلو نرخ کې 9 روپۍاؤ 68 پیسې اضافه شوې ده اؤ نوی نرخ یې 96 روپۍ اؤ68 پیسې تړل شوی اؤ اؤ دخاور تیل یو لیټر د12 روپو اؤ90 پیسو له اضافې وروسته 202 روپو اؤ73 پیسو ته رسېدلی دی. د خزانې وزارت دچهارشنې په شپه د تیلو نرخ کې د اضافې اعلامیه جارې کړې ده . تر دې وړاندې دچهارشنبې په ورځ د خزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار وړوکی بجټ پارلیمان ته وړاندې کړی چې پکې په بیلا بیلو څانکو کې د نوؤ ټيکسونو لګولو وړاندیز شوی دی. ښاغلي اسحاق ډار ویلي چې دسیلز ټیکس دکچې 17 نه 18فیصدي ته د لوړولو تجویز دی اؤ په لګژري شیانو به 25 فیصدي ټيکس لګول کیږي. دخزانې وزیر ویلي د ورځني استعمال په شیانو غنمو،شیدو،هګیو اؤ غوښه به ټیکسونه نه لګول کیږي. دخزانې وزیر ویلي چې په موبایل فونونو به هم اضافي ټیکس لګول کیږي اؤ په سګریټو اؤ شربتونو هم د اضافي‌ ټيکس لګولو وړاندیز شته. هغه ویلي دشربتونو په اصل نرخ به هم 10 فیصدي ټیکس لګول کیږي. د اسحقاق ډار وینا وه چې سیمټ به هم په یو کلو کې 50 پیسې ګرانولی شي. هغه وویل دبې نظیر انکم سپورټ پروګرام لپاره دمرستې 40 اربه روپۍ400 اربو روپو ته زیاتې کړل شوې دي. د تیلو نرخونو کې داضافې اؤ نوؤ ټیکسونو لګولو اقدام ته حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف پخپل غبرګون کې دا په ولس دګرانۍ بم غورځول بللي اؤ ویلي یې دي دکله نه چې نوی حکومت راغلی نو پرله پسې په عوامو ګراني مسلط کوي. خو مرکزي وزیرانو خواجه سعد رفیق اؤ احسن اقبال بیا د پي‌ ټي ایي بیان خندنی بللی دی او وایي دعمران خان په تیر حکومت ائ ایم ایف سره د شوي تړون نه سرغړونه وشوه،تیل د سیاسي ګټو لپاره ارزان کړی شول اؤ بې خرته بهرني پورونه واخستی شول چې دهغې اثرات اوس مخې ته راغلې دي اؤ حکومت سره له دې پرته بله چاره نه شته چې دائ ایم ایف شرطونو ته غاړه کښیږدي.

16.02.2023 ډیوه

چین امریکايي ادارو ته د بالون د وېشتلو پر سر ګواښونه کړي

واشنګټن – چین د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی به د هغو امریکايي‌ ادارو پرضد اقدامات وکړي چې د امریکا په ختیځو سمندري غاړو کې د چین د جاسوسۍ د مشکوک بالون په غورځولو کې ښکېلې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبېن نور تفصیل ور نه کړ او دا یې هم و نه ویل چې دا به کوم اقدامات وي.‌ چین ویلي، یاد بالون د هوا پېژندنې یو بالون وو چې په خطايۍ سره له خپل ټاکلي هدف څخه اوښتی دی او امریکا یې په دې تورنه کړې ده چې له اندازې یې زیات غبرګون ښودلی او هغه یې له F-22 جټ الوتکې څخه په میزایل ویشتی دی. د فیبرورۍ په څلورمه نېټه ددغه بالون له غورځولو سره امریکا په شپږو هغو چینايي ادارو باندې بندیزونه لګولي کوم چې د پېکنګ له هوايي او فضايي پروګرامونو سره تړاو لري. د امریکا د استازو جرګې په اکثرو وټونو سره د چین دا کار غندلی، د امریکا له ځمکنۍ بشپړتیا یې تیری بللی او دا یې د چین لخوا د خپلو استخباراتي‌ معلوماتو د پټولو لپاره نړیوالې ټولنې ته د درواغجنو ادعاو هڅه بللې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن هم پېکنګ ته خپل سفر لغوه کړ چې اکثرو ورته هیله درلوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې چې د سوداګرۍ، بشري حقونو، تایوان او یو شمېر نورو مسلو له امله بې خونده شوې دي هغه به ورسره ښې شي. که څه هم چین دا رد کړې چې ګنې دا بالون یو پوځي وسیله وه خو لا تر اوسه یې دا نه دي ویلي، چې دا د حکومت د کومې ادارې یا کمپنۍ سره تړاو درلود. همدارنګه په جاپان کې د امریکا سفیر ویلي،‌ چې امریکا ته د چین د بالون ننوتل د پېکنګ لخوا د یرغلیز چلند یوه برخه ده. بل پلو د جاپان د دفاع وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي،‌ چې د ۲۰۱۹ کال راهیسې د جاپان په فضا کې لږ تر لږه درې الوتونکي څېزونه لیدل شوي دي چې په کلکه داسې باور وو چې دا به د چین د جاسوسۍ بالونونه وي. دوی ویلي، چې په دې یې نیوکې کړې وې او له پېکنګ څخه یې په اړه معلومات غوښتي ‌وو.

16.02.2023 ډیوه

م.م د روس په یرغل کې په میلیونونو اغیزمنو اوکراینیانو ته د ۵.۶ بیلینه ډالرو غوښتنه وکړه

واشنګټن – ملګروملتونو د روس په یرغل کې په میلیونونو اغیزمنو شویو اوکراینیانو ته د بشري مرستو لپاره د ۵.۶ بیلینه ډالرو غوښتنه وکړه. د بشري غبرګون او کډوالو د غبرګون تر نامه لاندې پلانونه د شورو یا چهارشنبې په ورځ پيل شول چې له یادو پيسو څخه به ۳.۹ بیلینه ډالره د هېواد دننه په ۱۱.۱ میلیون بې ځایه شویو کسانو او پاتې ۱.۷ بیلینه به له هېواد څخه په کډه شویو ۴.۲ میلیونه اوکراینیانو باندې ولګول شي کوم چې لسو اروپايي هېوادونو ته کډه شوي. په ملګروملتونو کې د بشري چارو لپاره مرستیال سکریټري مارټین ګرافیتس او د بیړنیو مرستو ناظم وویل، چې د ملګروملتونو ډلې هغو خلکو ته لومړیتوب ورکوي چې اوکرایني اړخ ته د جګړې له لومړیو کرښو سره نېږدې اوسېږي او له زیات خطر او سختیو سره مخ دي. هغه وویل، "تېره ورځ په ډینیپرو کې د ملګروملتونو کارکونکي په مرستو بار له شپږو ټرکونو سره ۲۰۰ کیلومټره لېرې په ډونیڅک سیمه کې دوو کلیو ته ولاړل کوم چې په جګړو کې سخت ځپل شوي دي." هغه زیاته کړه، "دا همدا اوس د جګړې توده سیمه ده. په خلکو هره ورځ توغندي ورېږي. هره ورځ پرې بریدونه کېږي او په کورونو یې بمونه غورځي،‌ هوا سړه ده او د برېښنا یا بجلۍ ستونزې هم لري." ګرافېټس وویل، په دغو ټرکونو کې ۱۲۰۰ کسانو ته درمل، بخارۍ، خواړه، کمپلې او نور اړین مرستندویه توکي بار وو. د ملګروملتونو د بشری حقونو د لوی کمېشنر دفتر ویلي، چې په اوکراین باندې د روس د یرغل د پیل یعنې د ۲۰۲۲ کال د فیبروۍ له ۲۴ نېټې راهیسې یې، د ۱۸۹۵۵ ملکیانو مرګ ژوبله ریکارډ کړې چې په دغه ډله کې ۷۱۹۹ یې وژل شوي او ۱۱۷۵۶ یې ژوبل شوي دي. خو ملګري ملتونه وايي، چې کره شمېر تر دې ډېر زیات دی. همدارنګه د کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې ویلي، چې په اوکراین باندې د روس د یرغل له امله د اوکراین د ۴۰ میلیونو وګړو څخه دریمه برخه یې کډه شوي دي چې دا د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې د کډوالو تر ټولو چټک ناورین ګڼل کېږي.

16.02.2023 ډیوه

د عراق د بهرنیو چارو وزیر: د ایران په اړه د امریکا او عراق پالیسي متفاوته ده

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین وایي د ایران په اړه د واشنګټن سیاست د بغداد له سیاست څخه یو څه توپیر لري.

16.02.2023 امریکا غږ

ماهرین په پاکستان کې بجلي ګرې په کویله چلول چاپېریال دپاره تاواني بولي

د پېښور زرعي پوهنتون کې د ماحولياتي چارو کارپوه پروفېسر ډاکټر محمد ذالفقار وايي که حکومت يوازې په خېبر پښتونخوا کې د بجلۍ پېدا کولو په پروژو توجو ورکړي نو د ابو په مرستې سره روزانه په زرګونو مېګاواټه بجلي پېدا کولی شي۔

15.02.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

15.02.2023 امریکا غږ

امریکا کې یو ځوان د ۱۰ کسانو د وژنې په تور په عمر بند محکوم شو

د امریکا د نیویارک په ایالت کې نن چهارشنبه فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۶) یو سپین پوستی زلمی د نژاد په اساس د ۱۰ تور پوستو امریکانو د وژنې په تور په عمر بند محکوم شو.

15.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

15.02.2023 امریکا غږ

د لیبیا اوبو کې د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ ډوبه شوې او ۷۳ تنه مړه شوي

د مهاجرت نړیوال سازمان نن چهارشنبه فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۵) اعلان وکړ چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ ډوبه شوې ده چې په کې لږ تر لږه ۷۳ تنه مړه شوي دي.

15.02.2023 امریکا غږ

مثلث؛ د افغانستان او پاکستان پر اقتصاد د ډالر د بییو تاثیر

په افغانستان کې د ډالر په وړاندې افغانۍ نسبي ثبات ساتلی، خو په ګاونډي پاکستان کې د ډالرو په مقابل کې پاکستاني روپۍ د روان میلادي کال له پیله په پرله پسې ډول خپل ارزښت له لاسه ورکوي. پاکستان د افغاني محصولاتو ستر پیرودونکی دی او افغانستان د پاکستاني تولیداتو لوی واردونکی، په دې حال کې په دغو دوو هیوادو کې د ډالر ښکته پورته کیدل د د دواړو هیوادو پر اقتصاد څه تاثیر کولی شي؟ دلته یې په دې اړه بحث کتلی شئ:

15.02.2023 ازادي راډیو

د پېښور په یو شخصي سکول کې د پښتو په ویلو د بندیز خلاف قانوني ګام اخیستل شوی دی

پېښور/ واشنګټن ـــــ په ټولنیزو رسنیو چې کله نه د ځینو شخصي تعلیمي ادارو هاغه فرمان جاري شو کوم کې چې دوی په خپلو زده کوونکو باندې د خپلې مورنۍ ژبې پښتو په ویلو بندیز لګولی دی، نو په رسنیو تود بحث شروع شوی او ددې عمل غندنه روانه ده. قانون پوهان وایي دا د پاکستان د اساسي قانون خلاف عمل دی. د پیښور هایيکورټ وکیل جابر شاه ایډوکیټ وي او اې ډیوه ته وایي دوی د فرورۍ په 15مه د خیبر پښتونخوا پراېویټ سکولز ریګولیټري اتهارټي ته ددغه سکولونو خلاف درخواست جمع کړو. جابر شاه وایي که د قانون سرغړوونکي سکولونه ددغه عمل نه په شا شول نو ښه به وي ګنې نو ددې مطلب به دا وي چې د ریاست ژبې هم بدلې دي او ریاست د خپل آیین نه هم منحرف دی: "که اتهارټۍ ددې خلکو خلاف ګام پورته نه کړو نو زما رټ پټیشن [درخواست] تیار پروت دی. زه به یې عدالت کې جمع کړم". دغه فرمان چې په سر یې «پېښور ماډل های سکول» لیکلي دي په انګرېزي ژبه لیکل شوی دی او پکې د زده کوونکو د کورني کار په یوه برخه کې د هغوی میندو پلرونو ته ویل شوي دي چې په سکول کې ماشومانو په پښتو خبرې وکړې نو 100 روپۍ به جرمانه کېږي. څېړونکي وایي د شخصي تعلیمي ادارو دې عمل سره د ملګرو ملتونو د تعلیمي او کلتوري ادارې یونیسکو تړونونو ته هم زیان رسېدلی دی، په کومو کې چې په ریاستونو د ژبو پرمختګ فرض کړی شوی دی. تاریخپوه او څېړونکی حیات روغانی وايي د پاکستان د آیین په اتلسم ترمیم کې صوبو ته اختیار ورکړی شوی دی چې د مورنیو ژبو د پرمختګ لپاره به ځانګړي ګامونه پورته کوي: "د شخصي سکولونو دغه عمل د پاکستان د آیین سرغړونه ده او دغه سکولونه باید ددې نه منعې کړی شي". پوهان وایي تر ټولو غوره علم خپله مورنۍ ژبه کې ترلاسه کیږي خو د بده مرغه په پاکستان کې د میندو پلرونو سوچ دا دی چې د دوی بچی به هاغه وخت ښه عالم وي چې په انګرېزي ژبه ښه پوهیږي. تعلیمي ماهر او څېړونکی ډاکټر فضل رحیم مروت وایي روس، چین، ایران او داسې نورو هیوادونو کې انګرېزي نه ویل کیږي: "دلته [پاکستان کې] اکثره کسان بهانه کوي چې انګرېزي د نوې ټیکنالوجۍ ژبه ده، هغه د معلوماتو ژبه ده، د رسنیو ژبه ده، خو دا ټول دروغ دي". د شخصي تعلیمي ادارو د وي او اې ډیوه له خوا د دریځ اورېدو ډېرې هڅې وشوې چې دوی ولې دغه ګام پورته کړی دی، خو په دې اړه دوی د څه وینا څخه ډډه کوله. ویل کیږي مورنۍ ژبو کې په خبرو نه یواځې دغلته په زده کوونکو بندیز دی، بلکې استاذان هم په خپلو مورنیو ژبو کې خبرې نه شي کولی.

15.02.2023 ډیوه

غور کې یوه دولتي ودانۍ د روږدو په سرپناه بدله شوې

لسګونه بې کوره روږدي شپې او ورځې د پخواني حکومت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو په ودانۍ کې تېروي. دغه اداره نور فعالیت نه کوي او ودانۍ یې نیمايي ویجاړه شوې ده.

15.02.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more