شاته

د عراق د بهرنیو چارو وزیر: د ایران په اړه د امریکا او عراق پالیسي متفاوته ده

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین وایي د ایران په اړه د واشنګټن سیاست د بغداد له سیاست څخه یو څه توپیر لري.

ټاکل شوېده ښاغلی حسین روانه اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي او له امریکایي چارواکو سره د امریکا او عراق په اړیکو، د اسعارو په مسله او د ایران په پالیسۍ بحث وکړي.

نوموړي د امریکا غږ له کردي څانګې سره په مرکه کې ویلي اړینه نده چې دواړه هیوادونه د ټولو موضوعاتو په اړه توافق ولري.

هغه وویل:"موږ دلته نه یو راغلي چې په ټولو شیانو موافقه وکړو. هغوی (امریکا) خپلې پالیسۍ لري. د مثال په توګه، هغوی د روسیې په اړه خپله پالیسي لري او هغوی د ایران په اړه خپله پالیسي لري. زموږ لپاره، ایران یو ګاونډۍ هیواد دی او موږ متفاوت چلند ورسره کوو. دا واقعیت دی."

خو نوموړي زیاته کړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ یو لړ هوکړې شوي، امریکایي چارواکو ورڅخه ملاتړ کړی او بغداد د امریکا یو شمیر پالیسۍ درک کړي دي.

حسین وویل، د هغه ټیم د ډالرو په وړاندې د عراق د پولي واحد دینار د ګړندي راغورځیدو په اړه چې د ایران د پولشویي سره اړتباط لري، بحث کړی دی.

دغه جګپوړي عراقي چارواکي زیاته کړه، د هغه هیواد مرکزي بانک په دې اړه یو لړ اقدامات کړي او د هغه په آند د اسعارو ارزښت په کراره مخ په ثابتیدو روان دی.

فواد حسین چې تر دې مخکې د عراق د مالیې وزیر په توګه دنده ترسره کړې وویل داسې یو سیستم یې جوړ کړی چې امریکا او عراق کولی شي وڅاري چې پيسې چیرته ځي.

نوموړي زیاته کړه:"د نوې سیستم پر اساس به دا ډالرو ته ډیره ستونزمنه وه چې د عراق د حکومت او د امریکا د خزانې وزارت له تائید پرته ولاړ شي."

عراقي چارواکو په دې وروستیو کې له امریکایي چارواکو سره وکتل او هڅه یې وکړه چې د عراق د بانکدارۍ په سیستم کې د اصلاحاتو او له پولشویي او د ترهګرۍ د تمویل سره د مبارزې په اړه بحث وکړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر تیره اوونۍ له فواد حسین سره تر ملاقات وروسته ژمنه وکړه چې له عراق سره به د اقتصادي پیاوړتیا او په سیمه کې یې د بیا استقرار په اړه کار وکړي.

د امریکایي ځواکونو حضور

سره له دې چې یو شمیر فرقې له عراق څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي د عراق د بهرنیو چارو وزیر د امریکایي ځواکونو د حضور په اړه وویل پکار ده چې یاد ځواکونه د عراق د امنیت او د نظامي ګټو لپاره پاتې شي.

خو هغه وویل، دا د جګړې ځواکونه ندي او د یو دوه اړخیز توافق له مخې د عراق پوځ او کردي پیش مرګه ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکوي.

هغه وویل، امریکایي ځواکونه له عراق سره د استخباراتي معلوماتو په خاص ډول د داعش یا اسلامي دولت ترهګرو په اړه د معلوماتو په شریک کولو کې همکاري‌ کوي.