شاته

م.م د روس په یرغل کې په میلیونونو اغیزمنو اوکراینیانو ته د ۵.۶ بیلینه ډالرو غوښتنه وکړه

واشنګټن – ملګروملتونو د روس په یرغل کې په میلیونونو اغیزمنو شویو اوکراینیانو ته د بشري مرستو لپاره د ۵.۶ بیلینه ډالرو غوښتنه وکړه.

د بشري غبرګون او کډوالو د غبرګون تر نامه لاندې پلانونه د شورو یا چهارشنبې په ورځ پيل شول چې له یادو پيسو څخه به ۳.۹ بیلینه ډالره د هېواد دننه په ۱۱.۱ میلیون بې ځایه شویو کسانو او پاتې ۱.۷ بیلینه به له هېواد څخه په کډه شویو ۴.۲ میلیونه اوکراینیانو باندې ولګول شي کوم چې لسو اروپايي هېوادونو ته کډه شوي.

په ملګروملتونو کې د بشري چارو لپاره مرستیال سکریټري مارټین ګرافیتس او د بیړنیو مرستو ناظم وویل، چې د ملګروملتونو ډلې هغو خلکو ته لومړیتوب ورکوي چې اوکرایني اړخ ته د جګړې له لومړیو کرښو سره نېږدې اوسېږي او له زیات خطر او سختیو سره مخ دي.

هغه وویل، "تېره ورځ په ډینیپرو کې د ملګروملتونو کارکونکي په مرستو بار له شپږو ټرکونو سره ۲۰۰ کیلومټره لېرې په ډونیڅک سیمه کې دوو کلیو ته ولاړل کوم چې په جګړو کې سخت ځپل شوي دي."

هغه زیاته کړه، "دا همدا اوس د جګړې توده سیمه ده. په خلکو هره ورځ توغندي ورېږي. هره ورځ پرې بریدونه کېږي او په کورونو یې بمونه غورځي،‌ هوا سړه ده او د برېښنا یا بجلۍ ستونزې هم لري."

ګرافېټس وویل، په دغو ټرکونو کې ۱۲۰۰ کسانو ته درمل، بخارۍ، خواړه، کمپلې او نور اړین مرستندویه توکي بار وو.

د ملګروملتونو د بشری حقونو د لوی کمېشنر دفتر ویلي، چې په اوکراین باندې د روس د یرغل د پیل یعنې د ۲۰۲۲ کال د فیبروۍ له ۲۴ نېټې راهیسې یې، د ۱۸۹۵۵ ملکیانو مرګ ژوبله ریکارډ کړې چې په دغه ډله کې ۷۱۹۹ یې وژل شوي او ۱۱۷۵۶ یې ژوبل شوي دي.

خو ملګري ملتونه وايي، چې کره شمېر تر دې ډېر زیات دی.

همدارنګه د کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې ویلي، چې په اوکراین باندې د روس د یرغل له امله د اوکراین د ۴۰ میلیونو وګړو څخه دریمه برخه یې کډه شوي دي چې دا د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې د کډوالو تر ټولو چټک ناورین ګڼل کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00