شاته

د پېښور په یو شخصي سکول کې د پښتو په ویلو د بندیز خلاف قانوني ګام اخیستل شوی دی

پېښور/ واشنګټن ـــــ په ټولنیزو رسنیو چې کله نه د ځینو شخصي تعلیمي ادارو هاغه فرمان جاري شو کوم کې چې دوی په خپلو زده کوونکو باندې د خپلې مورنۍ ژبې پښتو په ویلو بندیز لګولی دی، نو په رسنیو تود بحث شروع شوی او ددې عمل غندنه روانه ده.

قانون پوهان وایي دا د پاکستان د اساسي قانون خلاف عمل دی. د پیښور هایيکورټ وکیل جابر شاه ایډوکیټ وي او اې ډیوه ته وایي دوی د فرورۍ په 15مه د خیبر پښتونخوا پراېویټ سکولز ریګولیټري اتهارټي ته ددغه سکولونو خلاف درخواست جمع کړو.

جابر شاه وایي که د قانون سرغړوونکي سکولونه ددغه عمل نه په شا شول نو ښه به وي ګنې نو ددې مطلب به دا وي چې د ریاست ژبې هم بدلې دي او ریاست د خپل آیین نه هم منحرف دی:

"که اتهارټۍ ددې خلکو خلاف ګام پورته نه کړو نو زما رټ پټیشن [درخواست] تیار پروت دی. زه به یې عدالت کې جمع کړم".

دغه فرمان چې په سر یې «پېښور ماډل های سکول» لیکلي دي په انګرېزي ژبه لیکل شوی دی او پکې د زده کوونکو د کورني کار په یوه برخه کې د هغوی میندو پلرونو ته ویل شوي دي چې په سکول کې ماشومانو په پښتو خبرې وکړې نو 100 روپۍ به جرمانه کېږي.

څېړونکي وایي د شخصي تعلیمي ادارو دې عمل سره د ملګرو ملتونو د تعلیمي او کلتوري ادارې یونیسکو تړونونو ته هم زیان رسېدلی دی، په کومو کې چې په ریاستونو د ژبو پرمختګ فرض کړی شوی دی.

تاریخپوه او څېړونکی حیات روغانی وايي د پاکستان د آیین په اتلسم ترمیم کې صوبو ته اختیار ورکړی شوی دی چې د مورنیو ژبو د پرمختګ لپاره به ځانګړي ګامونه پورته کوي:

"د شخصي سکولونو دغه عمل د پاکستان د آیین سرغړونه ده او دغه سکولونه باید ددې نه منعې کړی شي".

پوهان وایي تر ټولو غوره علم خپله مورنۍ ژبه کې ترلاسه کیږي خو د بده مرغه په پاکستان کې د میندو پلرونو سوچ دا دی چې د دوی بچی به هاغه وخت ښه عالم وي چې په انګرېزي ژبه ښه پوهیږي.

تعلیمي ماهر او څېړونکی ډاکټر فضل رحیم مروت وایي روس، چین، ایران او داسې نورو هیوادونو کې انګرېزي نه ویل کیږي:

"دلته [پاکستان کې] اکثره کسان بهانه کوي چې انګرېزي د نوې ټیکنالوجۍ ژبه ده، هغه د معلوماتو ژبه ده، د رسنیو ژبه ده، خو دا ټول دروغ دي".

د شخصي تعلیمي ادارو د وي او اې ډیوه له خوا د دریځ اورېدو ډېرې هڅې وشوې چې دوی ولې دغه ګام پورته کړی دی، خو په دې اړه دوی د څه وینا څخه ډډه کوله.

ویل کیږي مورنۍ ژبو کې په خبرو نه یواځې دغلته په زده کوونکو بندیز دی، بلکې استاذان هم په خپلو مورنیو ژبو کې خبرې نه شي کولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00