شاته

ماهرین په پاکستان کې بجلي ګرې په کویله چلول چاپېریال دپاره تاواني بولي

پاکستان منصوبه لري چې د بجلۍ پېدا کولو خرچ کمولو دپاره به بجلي ګرې د ګېس په ځای په کویله چلوي. روېټرز خبري ادارې دغه خبر د پاکستان د توانای له قوله خپور کړی دی.

د ماحولياتي چارو پوهان وايي چې په پاکستان کې د ترلاسه کېدونکي کويلې مېعار کمزوری دی او د دې په زریعه بجلي پېدا کول به په ماحولياتي الودګۍ او نړيوال تودوخي کې سېوا والی راشي۔

د پاکستان د انرژۍ وزير خرم دستګير رائټرز خبري ادارې ته ويلي پاکستان پلان لري چې د بجلۍ په جوړولو د لګښتونو کمولو لپاره د کویلې څخه د بجلۍ د پېداوار صلاحيت سېوا کړي او د غېر ملکي زرمبادلې د بحران کمولو په عرض راتلونکو کلونو کې په ګېس چلېدونکي نوي پلانټس نه جوړوي۔

د پېښور پوهنتون کې انوائرمنټل سائنسز څانګې استاد پروفېسر ډاکټر حزب الله خان وايي چې د هېواد د بجلۍ پېدا کولو کارخانې یا بجلي ګرې د ترقيافته ملکونو په څېر هغه صلاحيت نه لري چې د کويلې نه جوړېدونکي لوګي او د ګېسونو خراب اثرات کم کړي چې له وجې به يې زهريله ګېسونه نېغ په نېغه په ماحول کې شاملېږې۔

ښاغلي خان وویل په پاکستان کې پېدا کېدونکي کویله لو ګرېډ یا د ښه مېعار نه ده او پکې د سلفر مقدار هم زيات دی. نو که دغه کويله مونږه سوزو نو تېزابي باران د پارعه مونږه په خپله سرچېنې پېدا کوو او دې سره به په ماحول کې دا زهريله ګېسونه هم سېوا وي"

د رويټرز خبري ادارې ترمخه د انرژۍ وزير ويلي چې قدرتي ګېس نور د اوږد مهاله پلان برخه نه ده، هغه زياته کړې پاکستان پلان لري چې د ملکي کوئلې نه د بجلۍ پېداوار د 2،3 ګېګا واټه څخه 10 ګېګا واټه ته ورسوي۔

ډاکټر حزب الله خان زياته کړه په لوی کچه د ډبرو سکرو سوزلو سره اکسائډز اف نائټروجن، اکسئاډز اف سلفر چې د تيزبي باران سبب ګرځي او اکسائډز اف کاربن فضا ته ځي چې خراب اثر يي د انسانانو ترڅنګ په فصلونو هم پريوزي۔

"دغه ګېسونه او تېزابي باران د انسانانو او ځنورو په صحت خراب اثر کوي، فصلونه متاثره کوي او ودانو او د اپنې جوړ شيانو ته هم نقصان رسوي""

دا انرژۍ د وزير دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او د هېواد مرکزي بنک سره د زرمبادلې ذخيره 2،9 اربه ډلره پاتې شوې۔ د راپورونو ترمخه دغه ذخيره د دريو هفتو د اېمپورټس ضرورت په مشکله پوره کوي۔

د پېښور زرعي پوهنتون کې د ماحولياتي چارو کارپوه پروفېسر ډاکټر محمد ذالفقار وايي که حکومت يوازې په خېبر پښتونخوا کې د بجلۍ پېدا کولو په پروژو توجو ورکړي نو د ابو په مرستې سره روزانه په زرګونو مېګاواټه بجلي پېدا کولی شي۔

هه زياته کړه په شمالي علاقو کې زياتره خلکو د ځان لپاره وړې بجلي ګرې لګولې دي او د کليو په کچه بجلي پېدا کوي نو که دغه شان په حکمتي کچه لوی لوی پروژې ترسره شي او قامي ګرېډ ته يې بجلي ورکړل شي نو دې سره به د کويلې د کارولو نه مونږه ځان خلاص کړو۔

د ماحولياتي چارو پوهان وايي پاکستان د نړی په هغه لومړونو 5 هېوادونو کې شامل دی کوم چې د نړيوال تودوخي د خرابو اثراتو نه زيات اغېزمن کېږي۔

دوی زياتوي که چرې پاکستان د بجلۍ پېدا کولو لپاره د کویلې استعمال زيات کړي نو دې سره به نه يوازې د نړيوال تودوخې د خرابو اثرتو د مخنيوي لپاره وضع کړل شوې پالېسۍ متاثره شي بلکې په لوی کچه د سېلابونو د راتلو، د اوبو د کمي او د فصولونو پېداور متاثره کولو لامل به هم جوړ شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00