شاته

چین امریکايي ادارو ته د بالون د وېشتلو پر سر ګواښونه کړي

واشنګټن – چین د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی به د هغو امریکايي‌ ادارو پرضد اقدامات وکړي چې د امریکا په ختیځو سمندري غاړو کې د چین د جاسوسۍ د مشکوک بالون په غورځولو کې ښکېلې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبېن نور تفصیل ور نه کړ او دا یې هم و نه ویل چې دا به کوم اقدامات وي.‌

چین ویلي، یاد بالون د هوا پېژندنې یو بالون وو چې په خطايۍ سره له خپل ټاکلي هدف څخه اوښتی دی او امریکا یې په دې تورنه کړې ده چې له اندازې یې زیات غبرګون ښودلی او هغه یې له F-22 جټ الوتکې څخه په میزایل ویشتی دی.

د فیبرورۍ په څلورمه نېټه ددغه بالون له غورځولو سره امریکا په شپږو هغو چینايي ادارو باندې بندیزونه لګولي کوم چې د پېکنګ له هوايي او فضايي پروګرامونو سره تړاو لري.

د امریکا د استازو جرګې په اکثرو وټونو سره د چین دا کار غندلی، د امریکا له ځمکنۍ بشپړتیا یې تیری بللی او دا یې د چین لخوا د خپلو استخباراتي‌ معلوماتو د پټولو لپاره نړیوالې ټولنې ته د درواغجنو ادعاو هڅه بللې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن هم پېکنګ ته خپل سفر لغوه کړ چې اکثرو ورته هیله درلوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې چې د سوداګرۍ، بشري حقونو، تایوان او یو شمېر نورو مسلو له امله بې خونده شوې دي هغه به ورسره ښې شي.

که څه هم چین دا رد کړې چې ګنې دا بالون یو پوځي وسیله وه خو لا تر اوسه یې دا نه دي ویلي، چې دا د حکومت د کومې ادارې یا کمپنۍ سره تړاو درلود.

همدارنګه په جاپان کې د امریکا سفیر ویلي،‌ چې امریکا ته د چین د بالون ننوتل د پېکنګ لخوا د یرغلیز چلند یوه برخه ده.

بل پلو د جاپان د دفاع وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي،‌ چې د ۲۰۱۹ کال راهیسې د جاپان په فضا کې لږ تر لږه درې الوتونکي څېزونه لیدل شوي دي چې په کلکه داسې باور وو چې دا به د چین د جاسوسۍ بالونونه وي.

دوی ویلي، چې په دې یې نیوکې کړې وې او له پېکنګ څخه یې په اړه معلومات غوښتي ‌وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00