شاته

پاکستان کې د تېلو نرخونه سېوا اؤ د نوو ټیکسونو لګولو وړوکی بجټ پارلیمان ته وړاندې کړل شو

دپاکستاني روپۍ د ارزښت غورځېدو له امله دپاکستان حکومت دپټرولو نرخ کې دیو لیټر پسر د22.20 روپو اؤ د ډيزلو نرخ کې د17.20 روپو داضافې اعلان کړی دی.

حکومت په اقتصادي ناورین دقابو موندلو په غرض د170 اربو روپو دنوؤ ټیکسونو لګولو مني یا وړوکی بجټ هم قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی.

دتیلو په نرخونو کې د نوې اضافې وروسته پاکستان کې دا وخت دیو لیټر پټرولو بیه 272 اؤ د دهایي سپیډ ډيزلو بیه 280 روپو ته رسېدلې ده.

د لایټ ډيزلو نرخ کې 9 روپۍاؤ 68 پیسې اضافه شوې ده اؤ نوی نرخ یې 96 روپۍ اؤ68 پیسې تړل شوی اؤ اؤ دخاور تیل یو لیټر د12 روپو اؤ90 پیسو له اضافې وروسته 202 روپو اؤ73 پیسو ته رسېدلی دی.

د خزانې وزارت دچهارشنې په شپه د تیلو نرخ کې د اضافې اعلامیه جارې کړې ده .

تر دې وړاندې دچهارشنبې په ورځ د خزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار وړوکی بجټ پارلیمان ته وړاندې کړی چې پکې په بیلا بیلو څانکو کې د نوؤ ټيکسونو لګولو وړاندیز شوی دی.

ښاغلي اسحاق ډار ویلي چې دسیلز ټیکس دکچې 17 نه 18فیصدي ته د لوړولو تجویز دی اؤ په لګژري شیانو به 25 فیصدي ټيکس لګول کیږي.

دخزانې وزیر ویلي د ورځني استعمال په شیانو غنمو،شیدو،هګیو اؤ غوښه به ټیکسونه نه لګول کیږي.

دخزانې وزیر ویلي چې په موبایل فونونو به هم اضافي ټیکس لګول کیږي اؤ په سګریټو اؤ شربتونو هم د اضافي‌ ټيکس لګولو وړاندیز شته.

هغه ویلي دشربتونو په اصل نرخ به هم 10 فیصدي ټیکس لګول کیږي.

د اسحقاق ډار وینا وه چې سیمټ به هم په یو کلو کې 50 پیسې ګرانولی شي.

هغه وویل دبې نظیر انکم سپورټ پروګرام لپاره دمرستې 40 اربه روپۍ400 اربو روپو ته زیاتې کړل شوې دي.

د تیلو نرخونو کې داضافې اؤ نوؤ ټیکسونو لګولو اقدام ته حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف پخپل غبرګون کې دا په ولس دګرانۍ بم غورځول بللي اؤ ویلي یې دي دکله نه چې نوی حکومت راغلی نو پرله پسې په عوامو ګراني مسلط کوي.

خو مرکزي وزیرانو خواجه سعد رفیق اؤ احسن اقبال بیا د پي‌ ټي ایي بیان خندنی بللی دی او وایي دعمران خان په تیر حکومت ائ ایم ایف سره د شوي تړون نه سرغړونه وشوه،تیل د سیاسي ګټو لپاره ارزان کړی شول اؤ بې خرته بهرني پورونه واخستی شول چې دهغې اثرات اوس مخې ته راغلې دي اؤ حکومت سره له دې پرته بله چاره نه شته چې دائ ایم ایف شرطونو ته غاړه کښیږدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00