ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

13.01.2023 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

13.01.2023 امریکا غږ

سيلۍ او طوفانونو د امريکا په سويلي برخو کې اوه تنه وژلي

واشنګټن - ناتارې سيلۍ او طوفان چې سېلما نوم ورته ورکړل شوی د امريکا سوېلي برخې سختې ځپلې دي چې کم نه کم شپږ تنه يې په منځني الاباما ايالت او يو تن په جارجيا کې وژلی دی. طوفان د کورونو چتونه الوځولي، ونې يې د بېخه ويستلي دي او په زرګونو خلک يې بې بجلۍ کړي دي. ملک د ايمرجنسي مينيجمنټ ډايرېکټر ارني بيګېټ وايي په اټاوګا کاونټي کې د سلېما ښار نه 66 کيلوميټره شمال مغرب پله ياد طوفان د شپږ تنه وژلو سره سره  کم نه کم 40 کورونه هم تباه کړي. بيګېټ ويلي طوفان يو شمېر موبايل کورونه په هوا کې الوځولي او کم نه کم دولس تنه يې سخت ژوبل کړي چې هسپتالونو ته وړل شوي. هغه ای پي خبرې ادارې ته ويلي عمله لګيا ده د راپرېوتلو ونو لاندې خلک لټوي چې که ضرورت لري بايد وژغورل شي. هغه وويل “دې طوفان واقعي چې ښه ډېر نقصان کړی دی. دا په دې کاونټۍ کې تر ټولو لويه تباهي ده چې ما تر اوسه ليدلې ده”. د جارجيا په جيکسن سيمه کې يوه سورلۍ هغه وخت مړه شوه کله چې په يو ګاډي ونه راپرېوته. هم په دغه کاونټۍ کې ځايي چارواکي وايي طوفاني سيلۍ يو مال ګاډی ټرين د پټلۍ نه اړولی دی. چارواکي وايي په ګرېفېن سيمه کې يو شمېر خلک په ايپارټمنټ کې ګېر شوي ځکه چې په دغه وداني ونې راپرېوتلي دي او د اور مړولو عملې يو تن را ازاد کړی چې د څو ساعتونو نه د ونې لاندې ګېر شوی و چې په کور يې راپرېوتلې وه. يو هاي سکول وران شوی او زده کونکي د څلور ميډل سکولونو نه مور پلار ته حواله کړل شوي ځکه چارواکو ګڼل د سکول بسونه چلول خطرناک دي. د ګرېفېن ښار د شپې د لس بجو نه د سحر د شپږ بجو پورې د کرفيو لاندې دی. د جارجيا په شپږ کاونټيانو کې سکولونه بند کړل شوي چې نزدې 90,000 زده کونکي لري. په ټول ملک کې د زيارت- پنجشنبې په ورځ د نيشنل ويدر سروس لخوا 33 طوفانونه رپورټ شوي او په جارجيا، سويلي کيرولاينا او شمالي کيرولاينا کې اوس هم د نورو طوفانونو خبرداری ورکړل شوی.

13.01.2023 ډیوه

اسټرالیا له افغانستان سره د کرکټ لوبو لغو کولو د پریکړې دفاع وکړه

اسټرالیا د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۳ (مرغومي ۲۳) د طالبانو له خوا د ښځو د "بنسټیزو بشري حقونو" تر پښو لاندې کولو وروسته د افغانستان په وړاندې د کرکټ سیریز څخه د وتلو لپاره د خپلې جنجالي  پریکړې دفاع وکړه.

13.01.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

13.01.2023 امریکا غږ

ژوند په امریکا کې

"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.

13.01.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

13.01.2023 امریکا غږ

د پښتونخوا چارواکي وایي له پنجاب وروسته به د پښتونخوا اسمبلي هم ماته کړي

د پاکستان دتر ټولو سترې پنجاب صوبي داعلا وزير چوهدري پرويز الهي له لوري د صوبایي اسمبلۍ ماتولو دپاره ګورنر ته دسپارښتنې لیږل کیدو نه وروسته خېبر پښتونخوا کې هم په دې اړه تاوده بحثونه روان دي او دپښتونخوا حکومتي چارواکې وايي پنجاب کې د پارليمان ماتولو دعمل سرته رسيدو ورسته به دلته هم اسمبلي ماتولی شي. څيړونکې وايي عمران خان چې د کله نه د واک څخه لرې کړی شوی نو هغه په شعوري توګه هېواد کې د اړي ګړي جوړولو هڅې کوي او د وراني يوه موقعه هم د لاسه نه ورکوي۔ خو دتحریک انصاف ګوند چیرمین عمران خان بیا دریځ لري چې موجوده واکمنان دهیواد دچلولو صلاحیت نه لري اؤ هغه اسمبلۍ ددې لپاره ماتول غواړي ترڅو هیواد کې بیا دسره ټولټاکنې وشي اؤ د ولس په خوښه یو نوی حکومت رامنځته شي. دپېښور پوهنتون د ژونالزم دڅانګې مشر پروفيسر ډاکټر فيض الله جان وايي په ورستيو کې وليدل شول چې کله عمران خان په واک کې وي بيا هر څه سم وي خو چې کله هغه د يو جمهوري عمل د لارې د واک نه لرې کړی شو بيا دغه ګوند په ملک کې د هر ډول بې ثباتۍ نه مخ نه دي اړولی۔ نوموري ډيوه ته وويل "دا دسياسي ګوندونه حق دی،چې هغوي احتجاج وکړي، د ووټونو غوښتنه وکړي خو د هغې لپاره داسې ګامونه اخستل چې ترې د هيواد هغه غريب خلک متاثر کيږي د چا په ووټ چې يو سياسي ليډر واک ته رسيږي زما په اند دا نه سياسي او جمهوري رويه ده بلکې دا يوه تخربي رويه ده" اوړمه ورځ د پنجاب اسمبلۍ نه د باور د رایې ترلاسه کولو سمدستي وروسته دصوبې اعلا وزير چوهدري پرويز الهي د اسمبلۍ ماتولو لپاره د پنجاب ګورنر ته سپارښتنه لیږلې ده. د چوهدري پرویز الهي ددې اقدام نه وروسته خېبر پښتونخوا کې د اعلا وزير د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر محمد علي سيف رسينيو ته ويلي د پنجاب اسمبلۍ دماتېدو نه وروسته به د عمران خان د پريکړې ترمخه د خېبر پښتونخوا اسمبلي هم ماتولی شي۔ خېبر پښتونخوا کې په سياسي چارو نظر لرونکی خبريال محمد فهيم وايي صوبه کې د تيرو لسو کالو راهسي د معاشي او حکومتي بدحالۍ نه به غوره وي چې اسمبلي ماته شي او دضمني ټاکنو ورسته پښتون ولس ته حقيقي قيادت ترلاسه شي۔ هغه وایي"زما په خيال دا مهمه ده چې اليکشن وشي چې پاکستان تحريک انصاف ته هم پته ولګي او که چرې دواړه اليکشنې وبايلي بيا به لږ په ارام کېښني او د صوبایي وسایلو نه به هم محرومه شي" هغه وایي ځينې داسې خبرونه هم رامخي ته کيږي چې بيا اليکشن کيږي او دې کې به نګران حکومت وي او دا خبري هم روانې دي چې دغه لنډمهاله حکومت به تر اوو یا اتوؤ مياشتو  وغځولی شي. د نوموړي په خبره پاکستان تحريک انصاف د خپل اړخه پوره دعوې کړي دي خو دا به وخت ثابتوي چې دا ادعاوي به دوي ته ګټه ورکوي که د زيان سره به يې مخ کوي۔ د پاکستان په دوؤ صوبو کې په داسي حال کې سياسي اړی ګړی روان دی چې د هېواد دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره د 4.5 اربه ډالره نه هم کمه پاتې شوې ده، غیر ملکي پانګونو کې 51 فیصدي کمی شوی او د نړیوالې ادارې ایې ایم ایف نه د پور پروګرام د ځنډ ښکار دی، ترسیلات زر هم 10فیصدي کم شوي دي ۔  د پېښور پوهنتون د معاشياتو دڅانګې پروفيسر ډاکټر زلاکت خان ډيوه ته وايي پاکستان په دې حالاتو کې د سياسي ناارامۍ زغملو جوګه نه دی۔ دهغه په خبره "دا قسم سیاسي بې ثباتي چې د پې ټي ایي د حکومت د ختميدو نه روسته د پې ټي ایي له وجې پيدا شوې  حکومت ته سخت وخت ورکولو دپاره ،نو ددي په وجه د ملک اقتصاد ته ډير نقصان دی ځکه چې وړاندې نه سيلاب هم ډير نقصان کړی دی‘‘ پاکستان کې دا وخت د روپۍ په مقابله د ډالر بيعه د 227 روپو نه اوښتې ده ده او د شمیرنې د ادارې تر مخه ګراني 25فیصدي ته رسیدلې ده.

13.01.2023 ډیوه

افغان کرکټ بورډ او لوبغاړو د اسټرېلیا پرېکړه غندلې چې له افغان لوبډلې سره لوبه نه کوي

واشنګټن ـــــ د افغانستان د کرکټ بورډ او لوبغاړو د اسټرېليا له خوا د دوي سره د ټاکل شوي مقابلو ردولو باندې اندېښنې ښکاره کړې او نيوکې یې کړې دي، آسټريليا دغه فېصله د ښځو په ضد د طالبانو د سختو پاليسو له کبله کړې ده. د اسټريليا د کرکټ بورډ د زيارت- پنجشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې دوي په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان سره ټاکل شوي يو ورځنۍ مقابلې نه کوي. دوي دغه فېصله په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ښځو سره د سختو پاليسو په غبرګون کې کړې ده. د اسټريليا په دغه فېصله د افغانستان د کرکټ لوبغاړو او مينه والو سخت غبرګون ښودلی دی. د افغانستان کرکټ بورډ په يو ټويټ کې ليکلي، "د اسټريليا په دغه خفه کونکې فېصله سخت مايوسه شوي دي". د افغانستان د کرکټ وتلي لوبغاړي راشد خان هم د اسټريليا دغه فېصله غندلې ده، "زه بيخي ډېر خفه شوم چې اسټريليا زمونږه سره د مارچ په مياشت کې کېدونکې لوبو نه په شا شوې ده". راشد خان چې نن سبا په اسټريليا کې کمرشل لوبې کوي د ټولو مينه والو غبرګون ښکاره کړې دی. د افغانستان د کرکټ د  يوې ورځنۍ لوبو د ټيم کپتان هشمت الله شاهدي ويلي، په افغانستان کې د کرکټ مينه والو او افغان ولس له تېرو ۴۲ کالو راهسې د جګړو د لاسه سخت ځپل شوي دي: "دوي په لوبو کې سياست نه غواړي، کرکټ په هېواد کې ترټولو زياته خوښېدونکې لوبه ده او د افغان اولس د خوشحالۍ يواځنۍ سرچينه ده". يوه ورځنۍ د کرکټ مقابلې د يو ټيم د پاره ورلډ کپ ته د وتلو لاره هواره وي چې فېصله يې دکرکټ نړيوال کونسل ( آيي ‌سي سي ) کوي خو دغې ادارې لا د اسټريليا لخوا د افغانستان سره د لوبو نه د انکار فېصلې ته غبرګون نه دی ښودلی، چې آيا دغه فېصله به په هندوستان کې کېدونکي د کرکټ ورلډ کپ کې د افغانستان د ټيم  په اهليت اغېز واچوي او که نه. افغانستان د نړۍ لومړی هېواد دی چې د کرکټ ښځينه ټيم نه لري، په دې خبره هم د کرکټ نړيوال سازمان د دغې هېواد نه خوشحاله نه دی. د کرکټ نړيوال کونسل مشر جېف آلارډېس په دې خبره اندېښنه ښودلې او ويلي دي: "مونږه په  دې اندېښمن يو چې په افغانستان کې( د ښځو د لوبو په حواله) هېڅ مثبت بدلون نه د ی راغلی او مونږه به په دې په مارچ کې کېدونکې غونډه کې خبرې کوو". په کال ۲۰۲۱م کې  د اګست په مياشت کې په زوره د افغانستان واک ترلاسه کولو پس طالبانو په هېواد کې د ښځو په لوبو بنديزونه لګولي او د هغوي په تعليم او روزګار يې هم نورې پابندۍ لګولي چې د نړيوالو ترڅنګ پرې ډېر اسلامي هېوادونه هم نيوکې کوي خو طالبان وايي دوي په افغانستان کې پوره شرعي نظام عملي کړی دی. او ټولې پاليسۍ يې د اسلامي شرعيت سره سمې دي.  

13.01.2023 ډیوه

پاکستان: لندن کې ضبط شوې په یورانیمو ککړه کارګو زموږ نده

برتانیوي رسنیو خبر ورکړی، چې د لندن په هیدرو هوايي ډګر کې په یورانیمو د ککړې ضبط شوې کارګو (د مالونو بار) اصلي منبع پاکستان دی، خو اسلام آباد وايي، له دې پیټي سره هېڅ تړاو نه لري. 

13.01.2023 امریکا غږ

د بلوچستان پوځي مشر وایي ګوادر به درېوؤ میاشتو کې پولیسو ته وسپارل شي

دپاکستان د کړکېچ ځپلي ایالت بلوچستان پوځي مشر یا کور کمانډر ليفټننټ جنرل اصف غفور ويلي دي چې درې مياشتې وروسته به د ګوادر ښار امنيت په بشپړه توګه پوليسو او ليويز ته وسپارل شي. دپوځي مشر وینا ده چې پولیسو ته دګوادر دسپارل کیدو سره سم به پوځ په دغه سیمه کې خپلو سټېشنونو ته وګرځي او هلته به هڅ یو وسله وال عسکر بیا نه لېدل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په ګوادر کې د ولسي حقونو لپاره د تېرو دوؤ میاشتو راهسې په احتجاج دبوخت تحریک "حق راکړئ" مشر هدایت الرحمان د اړي ګړي اؤ خلکو د راپارولو په مقدمه کې پولیسو نیولی دی. ګوادر د نړۍ تر ټولو ژوره قدرتي بندرګاه لري، د پاکستان او چين ترمنځ د اربونو روپو داقتصادي پروژې (سي پېک) مرکز ګوادر ښار دی. د پاکستان او چين حکومت په بيا بيا ويلي چې د سي پېک اقتصادي پروژه د ګوادر، بلوچستان او ټول پاکستان معاشي تقدير بلوي خو د ګوادر خلک له ډیرې مودې راهسې په احتجاج بوخت دي اؤ دریځ لري چې له کلونو تېروېدو وروسته هم دوی د سي پېک په ګټه نه دي خبر شوي او لاهم د ژوند له بنيادي اسانتياو بې برخې دي. ګوادر ته د خپلې دورې په مهال جنرال اصف غفور ویلي چې دښار امنيت به په بشپړ ډول پوليسو اؤ ليويز ته سپارل کيږي اؤ دپوځ سرلښکر به هم ډير زر دګوادر سفر وکړي. نوموړي په ګوادر کرکټ سټيډيم کې د مدني فعالانو، د سياسي ګوندونو مشرانو، ژورناليستانو، تاجرانو او ښاريانو سره لیدلي اؤ هغوئ ته یې په وینا کې ویلي،ګوادر" ښار زموږ د ټولو کور دی، ددې ورانولو اؤ د ویجاړولو اجازه به چا ته نه ورکول کېږي" هغه وویل په پرلتونو اؤ احتجاجونو ستونزې نه هوارېږي بلكې په ګډه باندې كار كولو سره ستونزې حل كېږي۔ کور کمانډر بلوچستان ليفټننټ جنرل اصف غفور ويل د ګوادر ښار د ستونزو د هوارولو له پاره به يوه کمیټه جوړلی شي او په دې کمېټه کې به د ژوند د بېلا بېلو څانګو خلک شامل وي. هغه وويل چې کمېټه به د ښار بېلابېلې ستونزې په ګوته کوي او وخت په وخت به خپل وړانديزونه وړاندې کوي. ځائ خبر یال کبیر شاکر وایي چې د ګوادر ټول واک د مرکز سره دی اؤ صوبای حکومت بې اختیار دی چې د ګوادر دخلکو غو ښتنی ومني. د مرکز په ایتلافی حکومت کې شامل د بي اين پي منګل ګوند د مرکزي کمېټې غړی غلام نبی مرۍ وي او ای ډیوه ته وایي "سېپک ، سندک، ریکوډک پروژې دلته دي ، د ټولې نړۍ سترګې پر بلوچستان دي، باید دخبرو اترو له لارې دبلوچستان ستونزه هواره شي ،د صوبې په ساحل او وسایلو کې دې خلکو ته واک ورکول شي" دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د "حق راکړئ" غورځنګ احتجاجي پرلت روان وو اؤ پاکستاني میډیا وایي ددغه تحریک مشر هدایت الرحمان د جمعې په ورځ پولیسو داړي ګړي جوړولو په تور نیولی دی. د"حق راکړئ" په نوم داتحریک د بلوچستان او ایران په سرحدي پوله د ازاد تجارت داجازې ورکولو ، په ګوادر کې د څښاک د پاکو اوبو ،ګوادر کې دغیرقانوني سمندري ښکار بندولو او د غیر ضروري چیک پوسټونو د ختمولو پشمول یو شمیر نورې غوښتنې لري. د 46 ارب ډالرو په لګښت جوړیدونکې د سي پېک منصوبه په نړيواله کچه دچین د روانې پروژې بېلټ لېنډ روډ برخه ده او ددې مقصد د چين دمغربي صوبې سنکيانګ د زمکې دلارې د بلوچستان ګوادر بندرګاه سره پېوست کول او بحيره عرب ته لاسرسی ترلاسه کول دي. هند هم ددې منصوبې مخالفت کوي او امریکا هم د سي پېک دا منصوبه د پاکستان لپاره د قرضو يو لټ ګرځوي. په بلوچستان کې هم بلوچ بېلتون خوښې وسله وال ډلې او بلوڅ قامپرستان په سي پېک پروژه اندېښنې لري او تور لګوي چې چين او پاکستان د بلوڅانو په شتمنیو او وسيلو قبضه کول غواړي.

13.01.2023 ډیوه

ایمنیسټي انټرنېشنل، ایچ آر ډبلیو، د ناروې د کډوالو شورا او امریکا وایي، طالبان دې د ښځو پر تعلیم او کار بندیز واخلي

واشنګټن ـــــ د ناروې د کډوالو شورا مشر د طالبانو د علماوو له شورا په یو خط کې غوښتي، په غیرسرکاري ادارو کې ښځو ته د کار د اجازې په اړه دې یو نوی فرمان خپور کړي، ایمنیسټي انټرنېشنل وايي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې دې د ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو د بندیز لرې کولو کلکې غوښتنې وشي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن بیا د افغانستان په اړه د عرب اماراتو او جاپان په غوښتنه خصوصي غونډه کوي، د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل ویلي، دغه شورا باید پخپله غونډه کې پر دې تمرکز وکړي چې څنګه کار، تعلیم، سپورټ او ولسي ځایونو ته د ښځو او نجونو د تګ په اړه د طالبانو د سختو بندیزونو مخه ونیسي. د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اېشیا د څانګې مشرې یمیني میشرا د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې د اقتصادي بحران له کبله د خلکو بېوزلي لا پسې زیاتېږي، په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز پرېکړه افغانستان نور هم له بشري ناورین سره مخ کوي. یمیني میشرا اندېښنه ښکاره کړې چې وایي افغانې ښځې او نجونې له ولسي ژونده ایستل کیږي، وایي په راتلونکو میاشتو کې به دا حالت نور هم خراب شي ځکه چې وایي نارینه کار کوونکي به نور ونه کړای شي چې د ښځو لپاره بنیادي کارونه وکړي. مېرمن میشرا وایي: "د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید نه یواځې پر طالبانو ږغ وکړي چې ژر پر ښځو او نجونو خپل بندیزونه واخلي، بلکې د هر هغه چا خلاف د طالبانو د اقداماتو د ختمولو غوښتنه وکړي چې په افغانستان کې د دغو بندیزونو په ضد د احتجاج کولو جرات کوي". د اسلامي همکاریو سازمان وړمه ورځ د افغانستان د روانو حالاتو په اړه په یوه بیړنۍ غونډه کې د طالبانو له لوري په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیزونه د اسلامي قانون خلاف ګڼلي وو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي‌ همکاریو سازمان د غونډې او اعلامیې هرکلی کړی او د نجونو د تعلیم په اړه د هغوی اندېښنې یې د پوهې وړ ګڼلې دي، خو وایي د نجونو تعلیم یې د لنډ وخت لپاره ځنډولی او چې کله موقع برابره شي دا ستونځه به حل کړي. بل لور ته د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلېنډ په کندهار کې د طالبانو له والي او علماوو شورا څخه په یوه پرانیستي خط کې غوښتي دي چې نجونو ته د تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې ښځو ته د کار د اجازې ورکولو په اړه دې یو بل فرمان جاري کړي. ښاغلي ایګلېنډ پخپل خط کې لیکلي، د ناروې د کډوالو شورا اوس مهال په افغانستان کې 470 ښځينه کارکوونکې لري او وایي اووه لکه مجبوره کسانو ته د مرستې رسولو په برخه کې د هغوی همکاري ډېر ضروري ده او طالبان باید هغوی ته د کار اجازه ورکړي. ښاغلي ایګلېنډ ویلي: "موږ بیا هم ژمنه کوو چې په افغانستان کې ټول دودیز اصول او شرطونه به پوره کوو. همدارنګه موږ د یوه فرمان غوښتنه کوو چې ښځو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي او افغانستان په راتلونکي کې ښځینه ډاکترانې، نرسانې، استادانې، انجینیرانې، او نور ماهر کارکوونکي ولري چې په راتلونکي کې له ښځو او کورنیو سره مرستې وکړي." طالبانو لا تر اوسه د دې خط په جواب کې څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې په غیرسرکاري ادارو کې یې د ښځو کار کول ځکه ځنډولي چې وایي هغوی د حجاب په اړه د دوی لارښوونې نه وې عملي کړې. په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز له امله ګڼو نورو مرسته کوونکو ادارو هم په افغانستان کې خپل کارونه ځنډولي دي. د بشري حقونو ملاتړو اندېښنه ښکاره کړې چې له دې امله به په افغانستان کې اقتصادي بحران نور هم زیات شي. د بشري حقونو د څار سازمان د جنورۍ پر دوولسمه په خپل کالني رپوټ کې ویلي، چې طالبانو د وړم کال په اګست میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته په پراخه کچه پر ښځو داسې قوانین او تګلارې عملي کړې دي چې وایي د هغوی ټول بنیادي حقونه یې ترې اخیستي‌ دي. امریکې هم یو ځل بیا د افغانانو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کړې دي. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون په خبري غونډه کې طالبان وغندل ځکه چې وایي له افغانانو یې ازادي اخیستې ده. نیډ پرایس وایي طالبانو واک ته له رسېدو وړاندې په دوحه کې ژمنه کړې وه چې د افغانانو د هر ډول حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د تعلیم، کار، سیاست او نورو ټولنیزو فعالیتونو کې به هیڅ ډول خنډ نه جوړوي، خو وایي هغه ژمنې یې پوره نه کړې.

13.01.2023 ډیوه

پاکستان کې صعنتونو ته د خام مال کمښت، سوداګر وایي راتلونکي کې ګڼ بحرانونه سر راپورته کولی شي

سوداګر وایي په پاکستان کې د ډالرو دکموالي له امله صنعتونو ته د خام مال کمښت نور هم زیات شوی دی. دسوداګرو په وینا د پاکستان برامدات له وړاندې څخه اغیزمن دي او په راتلونکي کي د خلکو د خوراکي توکو نه علاوه  د ژوند د نورو ضرورتونو دبحران خطرې سر راولاړولی شي او د صنعتي مرکزونو د تړل کیدو له امله د نورې ګرانۍ او بې روزګارۍ خطر هم زیات دی . دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان مرکزي بینک په هیواد کې د بنیادي ضرورتونو دتوکیو د درامد اجازه ورکړې خو اقتصادی پوهان وایي پاکستان هرکال د 25 نه 30 اربو ډالرو پورې بهرنیو پانګونو ته اړتیا لري او که داسې ونه شي نو پاکستان به د دیوالیه کیدو د خطر سره مخ وي. د خیبر پښتونخوا دچیمبر آف کامرس او انډسټري پخوانی مشر زاهد خان شینواری وي او ای ډیوه ته وایي  د پاکستان 90 فیصده صنعت په درامدي خام مال اډانه دی او په دې ورستیو کې د ډالرو د کمی له امله د خام مال ستونزه نوره هم زیاته شوې ده . هغه وایي د مرکزی بینک له خوا ایل سیز نه پرانستل کیږي اؤ که اجازه ورکړی شي هم خو بیا د بینکونو څخه ډالرې نه ترلاسه کیږي او له دې امله ټول صنعت د بحران ښکار دی . زاهد شینواري ویره څرګنده کړه چې په مقامي مارکیټ کې د بنیادي ضرورتونو ، خوراکي توکیو او د روزګار دبحران خطر زیات شوی دی. "د امروزه سامانونو او  خوراکي توکو کارخانې په بندیدو دي او امکان لري چې دهر قسمه شیانو په مارکیټ کی کمی راشي، برامدات مکمل ولاړ دي او مقامي مارکیټ کې هم د غټ بحران خطر دی" ورځپاڼه بزنس ریکارډر د صنعتي سرچینو له قوله وایي په ملکی کچه د صنعتو سره د خام مال ذخیره د 3 نه تر 6 میاشتو پورې پاتی ده او امکان دی چې په ملک کې په غټه کچه صنعتونه د خام مال د کمي له وجې خپل فعاليتونه ودروي. خو مرکزي بینک وایي تیره میاشت  د دسمبر په 28مه نیټه د بنیادي ضرورتونو توانایۍ ، خوراکي توکیو او برامدي خام مال دپاره د ایل سیز پرانستلو اجازه ورکړل شوې خو په ملک کې د غیر ملکي زرمبادلې د ذخیرې د کمي له وجې بینک هڅې کوي چې کم نه کم ډالر د ملک نه بهر لاړ شي.  اقتصاد پوهه سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وایي په تیکنیکی توګه پاکستان د دیوالیه کیدو پغاړه ولاړ دی او نه شي کولی چې د ولس ضرورتونه پوره کړي. هغه وایي راتلونکو 6 میاشتو کې پاکستان ته 12 اربه ډالره پورونه ستنول دي او امکان لري چې دې کې د څه پورونو د ستنولو موده وغځولی شي خو بیا هم پاکستان غیر ملکي پانګونو ته اړتیا لري. "مونږه به د دیوالیه کیدو په غاړه ولاړ یو تر څو چې هر کال پاکستان ته 30 اربو پورې پانګونې نه وي شوې چې یو کال نیم پورې دا بوج اوچت کړی شی" مرکزي بینک وایي بینک سره دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره د 4.5 اربو ډالرو نه هم راکوزه شوې ده او هم ددې له امله په ملکي کچه د وړاندې نه د دګاډو اوټیکسټایل صنعتونه ودریدلي دي چې پکې په سلګونو خلکو روزګار کولو. داقتصادی په وینا دې سره به د پاکستان  قامي پرمختیا هم اغېزمنه شي کومه چې د سیلابونو له وجې د 2نه تر 3 فیصدو پوری اټکل شوې ده .

13.01.2023 ډیوه

انتظامیې سره له مذاکراتو وروسته جنوبي وزیرستان کې احتجاجي‌پرلت ختم کړل شو

د یوې اوونۍ داحتجاجي پرلت کولو وروسته د کوز جنوبي وزيرستان دامن اولسي پاڅون دمشرانو او ضلعي انتظاميي ترمينځه مذاکرات کامياب شوي او تړلي لارې بيرته پرانستل شوې دي۔ دسیمې خلک وایي تر مذاکراتو وروسته پولیسو په وانه بازار کې د امنیت د ټینګښت د پاره ګامونه ټینګ کړي دي.  د ولسي پاڅون یو مشر او د مذاکراتو د کمیټۍ غړي ایاز وزیر وي او ای ډیوه ته وویل ضلعې انتظاميې له څو ورځو راهسې دوی سره خبرې اترې کړي دي . دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې ځنډول شوی چې پرون د انتظامیه مشر مرستیال کمشنر محمد ناصر خان، د ضلعې د پولیسو مشر ډي پي او شبير حسين او ای سي وانه ياسر سلمان خان کنډي د تحصيل وانا چيرمين مولانا صالح وزير سره د احتجاج ځای ته ورغلي و او دوی ته یې د غوښتنو منلو ډاډ ورکړو . مرستیال کمشنر میډیا ته دحال تیرولو پرمهال ویلي د دوی ټولې غوښتنې اییني او قانوني دي، ټولې غوښتنې منل شوي او ډېر زر به د دغو ټولو غوښتنو عملي کول پيل کړي.  هغه ویلي دامنیت ټینګښت دحکومت زمه داري ده او دپولیسو ترڅنګ نورې امنیتي ادارې د امن په ساتلو بوخت دي او چاته به دغلته د ناامنۍ جوړولو اجازه ور نه کړي.  په کوز جنوبي وزیرستان واڼه کې د ناامنۍ پرضد او د امن د پاره ولسي پاڅون تبره اوونۍ د جمعې د ورځې نه پېل شوی و. داحتجاج کوونکو وینا وه چې په سیمه کې د بد ترینې ناامنۍ سره مخ دي اؤ دلته په جبر بې درکۍ، د عملیاتو پرمهال دعام ولس ځورونه، پېسو د پاره دخلکو تښتول او دهدفي وژنو ترڅنګ د کاروباري خلکو نه قلنګ اخستل دومداره دي. احتجاج کوونکو ویل دوي د امن د پاره یو شمیر ولسي غونډې کړي خو د امنیت د پاره ګام نه اخستل کیږي او علاقه د وسله والو او د پاکستان د پوځ ترمینځ د اوږدې مودې نه دجنګ میدان جوړ شوی ځکه  مجبور شوي چې په احتجاجي پرلت لاس پورې کړي.  د احتجاج یو بل ګډونوال او په علاقه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال فرمان وزیر وایي دوی دا پرلت ځنډولی او که په یوه میاشت کې په دې غوښتنو عمل نه ونه شو بیا به یې پېل کوي.  د واڼه بازار نه یو ځایي تن عابد وزیر وي او ای ډیوه ته وویل د دوی غوښتنې د امنیت د ټینګښت دي . هغه زیاته کړه په واڼه سیمه کې په زیات شمیر سره پولیس عسکر اؤ د ایف سي ځواکونه په ګزمه لیدل کیږي ،چې ترمخه یې د تورو شیشو دګاډو پرضد کاروایي روانه ده او د نوو مورچو په جوړولو هم لاس پورې کړی شوی دی.  هغه زیاته کړه په بازارونو کې د پولیسو لخوا اعلانونه کیږي چې په بې لایسنسه وسله مکمل بندیز دی او چې چا سره ونیول شي  قانوني چلند به ورسره کیږي. د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ عملیات کړي او دا سیمه یې له ترهګرو پاکه ګرځولې خو په دې ورستیو کې دا سیمې د وسله والو او د پاکستان د پوځ ترمینځ د اوږدې مودې نه دجنګ میدان جوړ شوی. دغلته زیات بریدونه د افغانستان دپولې ترڅنګ سیمو کې کیږي چې پکې دواړو خواو(پوځ اؤ ترهګرو) یو بل ته د زیانونو اړولو دعوې کوي. د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو ضلعو کې دتير کال اګست د میاشتې راهسې د سوات نه پېل شوي د امن پاڅونونه او مظاهرې دوام لري. دې امن احتجاجونو ته د خېبرپښتونخوا دحکومت  له لوري کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی خو د امن په اړه د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ويلي "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي "

13.01.2023 ډیوه

د پاکستان اقتصادي مشکلات هم هغسې په ځای دي، د بهرنیو اسعارو ذخيره یې يوازې څه دپاسه 4 اربه ډالر پاتې ده

د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف د متحده عرب اماراتو د سفر په مهال ددغه هېواد له لوري د دوو اربو ډالرو دپور د بېرته ستنولو دنېټې غځولو او د نور یو ارب ډالرو د پور ورکول کیدو باوجود دپاکستان اقتصادي مشکلات لا نه دي کم شوي او د هېواد د مرکزى بینک سره د غېر ملکي زر مبادلې ذخيره يوازې 4 اربه او 30 کروړه ډالره پاتې شوې ده چې په ګرانه به د دريوؤ اوونیو د درامداتو اړتياوې پوره کړي. د اقتصادي چارو کارپوهان د متحده عرب اماراتو څخه ترلاسه کړي مالي اساني په سمندر کې د څاڅکي په معنا بولي او وايي تر څو چې د ايي اېم اېف سره درېدلی د قرض پروګرام پځائ شوی نه وي نو د پاکستان اقتصادي ستونزې به ورځ تربلې سېوا کېږي. دپاکستان مرکزي بینک ویلي چي د زرمبادلې په ذخیره کې راغلی کمی د بهرنيو پورونو بېرته ستنولو له کبله شوی او پاکستان د جنورۍ په 6مه نېټه  نزدې 1 ارب او 20 کروړه ډالره قرض بېرته ورکړی دی. د پاکستان د مرکزي بینک لخوا دجاري شوؤ  نوؤ شمېرو وروسته د هېواد سره پاتې د بهر ملکي زر مبادلې ذخیرې به په ګرانه د دريوؤ اوونیو درامدي ضرورتونه پوره کړي. دا په تېرو نهو کلونو کې د زر مبادلې د ذخېرې تر ټولو ټيټه کچه ده. د پاکستان د شمارياتو محکمې له لوري د جارى کړی شوو شمېرو له مخې د حکومت د وروستيو سختو ګامونو په پرتله د تېر نومبر او دسمبر په دوو مياشتو کې د پاکستان د مياشتې درامدي بل 5 اربو اؤ 10 کروړو ډالرو ته رسېدلی او زياتوي چې د زر مبادلې لويه برخه د تېلو او انرژۍ په درامد کولو کې مصرف شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا وخت د سخت سياسي اړي ګړي او د ډالرو د کمي شديد بحران سره مخامخ دی او د حکومتي هڅو باوجود هم د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم اېف سره د قرض پروګرام نه دی بحال شوی. که څه هم د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف د متحده عرب اماراتو د سفر په مهال پاکستان توانېدلی چې ددغه هېواد څخه د ورپورې 2 اربو ډالرو د پور ستنولو نېټه وغځوي او د 1 ارب  ډالرو نوز قرضه ترې هم ترلاسه کړې خو د اقتصادي چارو کارپوهان د متحده عرب اماراتو دغه مالي اساني د پاکستان لپاره په سمندر کې د څاڅکي په معنا بولي. مطبوعاتي رپورټونه وايي ددې باوجود د پاکستان څخه بهر ته د ډالرو تګ دوامداره دی چې له امله یې په ببنک کې د يو امريکايي ډالر نرخ د 228 او په پرانستي مارکيټ کې د 238 روپو څخه اوړېدلی دی. د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا ډيوه ته وايي 1 ارب ډالر به په مشکله سره د پاکستان د مياشتې لګښتونه پوره کړي او زياتوي داسې پېسې مصرف کېدای نه شي او دا يوازې د زر مبادلې په ذخیره کې د اضافې لپاره اېښودل کیږي. ښاغلی پاشا وايي پاکستان دا وخت بد،بد ګېر دی او تر څو چې د ايي اېم اېف پروګرام نه وي بحال شوی نو تر هغې پاکستان نه خو د کمرشل بېنکونو څخه قرضې اخستی شی او نه په نړيوال مارکیټ کې خپل بانډونه خرڅولی شي. تېره ورځ د پاکستان د سېلاب ځپلو لپاره د جنېوا په کانفرانس کې د لسو اربو ډالرو څخه د زياتو مرستو اعلان شوی خو څېړونکي وايي دا به يوازې د سېلاب ځپلو خلکو په بحالۍ او بيا رغونه کې په راتلونکو دريوؤ کلونو کې مصرف کولی شي خو د پاکستان د غورځېدونکې زر مبادلې ذخیرې نه شي سېوا کولی. د زر مبادلې د غورځېدونکې ذخېرې له امله پاکستاني روپۍ هم په پرله پسې ډول د امريکايي ډالر په وړاندې خپل قدر د لاسه ورکوي او د نړیوال بینک ترمخه په تېرو څو میاشتو کې پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابله کې خپل ارزښت 14 فيصدى بایللی دی. د اقتصادي چارو څېړونکي وايي د بهرنیو قرضو بېرته ستنول هم د مسلم لیګ نواز ګوند په مشرۍ د اتحادي حکومت لپاره يو ستونزمن کار ګرځېدلی ولې چې پاکستان لا هم د اقتصادي سقوط په څنډه ولاړ دی. د مالي چارو کارپوهه شهريار بټ ډيوه ته وايي پاکستان ته به د روانې مياشتې نه تر جون مياشتې پورې 16 اربه ډالره پکار وي. هغه وايي تر څو چې د ايي ایم ایف پروګرام بحال نه شي نو هېواد ته به په ورپېښو اقتصادي ستونزو کې  اضافه کېږي او ددې اخري چاره د ايي اېم اېف قرض پروګرام بحالېدل دي. ښاغلی بټ وايي حکومت په دې اړه ځينې ګامونه پورته کړي او د ګېس بېعې یې سېوا کړي خو باید چې د انرژۍ په څانګه کې د ګردشي قرضو کمولو ته هم پام وکړي. د اقتصادي چارو د څار  نړیوالې ادارې ورلډ اکنامک فورم هم په خپل تازه راپور کې د پاکستان لپاره تر کال 2025 پورې په لويو لسو خطرو کې د خوراک کمی لويه خطره ګرځولې ده او وايي  په داسې  حال کې کې پاکستان لا هم د اقتصادي سقوط د ګواښ سره مخ دې. نړيوال بینک په خپل وروستي رپورټ کې د روان مالي کال دوران د اقتصادي ودې تر 2 فيصدى پورې د کېدو اټکل کړی او ویلي یې دي چې د اويايمې لسيزې راپدیخوا پاکستان د ګرانۍ کچه تر 24 فيصدى پورې رسېدلې ده او اقتصاد پوهان اندېښنې ښايي که پاکستان دېواليه شو نو د ګرانې کچه تر 60 فيصدې پورې ختلی شي.

13.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more