شاته

متقي: افغانستان کې داعش نشته او موږ چاته د ضرر رسولو پالیسي نلرو 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د حضور په اړه د روسیې په مشرۍ د (ډله ییز امنیت تړون) د لوی درستیز څرګندونې رد کړې او ویې ویل چې هڅوک باید افغانستان بدنامه نکړي.

امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۵( سلواغې ۲۶) له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د وتلو په مناسبت جوړي شوې غونډه کې وویل چې هر څوک باید پدې اړه له دوی سره خبرې وکړي او له بېځایه تورنو څخه دي ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:"زموږ د شمالي ګاونډيانو امنیتي غونډه شوې او اعلان یې کړی چې د افغانستان په شمال کې په زرګونو داعشیان را غونډ شوي او دا موږ ته خطر دی. موږ دوی ته دا خبره واضح کوو چې په افغانستان کې که چیرته یو داعشي هم سر پورته کوي هغه به پر سر وهل کیږی، لکه موږ او تاسو چې وینو.څه معنا دا چې په زرګونو کسان به یو ځای دېره وي څوک به یې وینې نه او څوک به په خبر نه وي... په افغانستان کې داعش ځای نلري د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کیږي..."

متقي وویل چې حکومت یې هیچا ته د ضرر رسولو پالیسي نلري.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت (CSTO) د تړون د قواو د لوی درستیز اناتولي سیدوروف په وینا، د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه سخت دریځه ډلې دي چې په افغانستان کې یې پښه ټینګه کړې ده.

هغه تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې ولایت خراسان - څانګې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی، چې تر ۴۰۰۰ پورې وسله وال یې د د ده په خبره د تاجکستان د پولې په اوږدو کې په بدخشان، کندز او تخار ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي.

روسیې او د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي اسیا هیوادونو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو راهیسې په وار وار دا ډول اندیښنې په ډاګه کړي او څو ځلې د روسیې په مشرۍ ددغو هیوادونو وسله والو ځواکونو د افغانستان سره په پوله پوځي تمرینونه کړي دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د بې ثباتۍ او د داعش په څیر د وسله والو ډلو د فعالیت په اړه د لویدیځو هیوادونو مقاماتو هم اندیښنې ښودلې دي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارتر چې په دغه هیواد کې یې ماموریت پای ته رسېدلی د فبرورۍ په ۱۱ (سلواغې ۲۲) ویلي وو چې د افغانستان بې ثباتي او کورنۍ شخړې به د ژور بشري بحران او د داعش د احتمالي بیا راپور ته کیدو لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د استخباراتو یوه چارواکي تیره ورځ وویل چې په کابل کې د داعش ډلې پر یو مرکز د عمیاتو پرمهال د داعش درې غړي وژل شوي او یو یې نیول شوی.

په کابل کې د داعش ډلې پر یوه مرکز د طالبانو حکومت د عملیاتو سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، دغه ډله د طالبانو او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن بللی دی.