ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د طالبانو د قوانینو له مراعت سره سره، افغان میرمنې کار ته دوام نشي کولی

د یو شمیر غیر حکومتي بنسټونو ښځینه کارکوونکي وایي سره له دې چې پر میرمنو یې ټول وضع شوي قوانین مراعت کړي خو بیا هم په دې سازمانونو کې له کار کولو منع شوي دي.

04.03.2023 امریکا غږ

د ایران په پنځو ولایتونو کې نجونې په ښوونځیو کې بیا مسمومې شوي - رسنۍ 

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په پنځو ولایتونو کې د ښوونځيو لسګونه نجونې د شنبې په ورځ د مسمومیت د مشکوکو بریدونو دنوې څپې په لړ کې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

04.03.2023 امریکا غږ

بایډن او شولتز د اوکراین په ملاتړ ټینګار وکړ؛ روسیې خبرداری ورکړ 

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ مارچ ۳مه (کب ۱۲) په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولتز سره وکتل او د روسیې له خبرداري سره سره دواړو مشرانو د اوکراین د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

04.03.2023 امریکا غږ

 اقتصاد پوهان: د پاکستان اقتصادي مشکلات د کوم بل هېواد نه، بلکې د خپله لاسه دي

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي په ملک کې اقتصادي مشکلات د پاکستان د خپلو پاليسيانو له امله دي د کوم بل هېواد له امله نه دي او پاکستان له به په خپله د دغو مشکلاتو د وتلو لاره لټول او پاليسيانې جوړول وي.

04.03.2023 ډیوه

د پاکستاني او چینایي کمپنیو په ګډون37 کمپنۍ د امریکې د تجارت تور فهرست کې شاملې کړای شوې

په میزایلي اؤ اټومي فعالیتونو کې په شکمنه توګه دککړتیا په تور یو شمیر پاکستاني کمپنۍ هم دامریکې تور تجارتي لسټ یا نوملړ کې شاملې کړل شوې دي. د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې دامریکې دتجارت دمحکمې دصنعتونو اؤ امنیت څانګې(بي ایي ایس) د روس په پوځي اؤ یا دفاعي صعنت کې په مرستې کولو،دچین دپوځ په نوښت(جدت)کې دمرستې ترڅنګ په میانمار اؤ چین کې دانساني حقونو په پامالۍ کې په مبینه ډول دککړتیا په تور 37 ادارې پخپل تور لسټ کې شاملې کړې دي. ډاڼ ورځپاڼه وایي دې فهرست کې د "بیلسټک میزایلو اؤ غیرخوندي ایټمي فعالیتونو" په عنوان یوه جلا برخه موجود ده. ورڅپاڼه لیکي په دې اړوند جاري کړل شوي یو بیان کې ویل شوي چې دچین اؤ پاکستان 14کمپنۍ داندېښنو وړ دبیلسټک میزایلو بروګرام کې په مرستې کولو ،دپاکستان میزایلي پروګرام اؤ غیرخوندي اټومي فعالیتونو کې دککړتیا پسر تور فهرست کې شاملې کړل شوې دي. په دې فهرست کې دشامل کړل شوؤ کمپنیو پېژندګلو نه ده په ډاګه کړل شوې خو رپورټ وایي دا کمپنۍ دیوې داسې ویب پاڼې مربوط دي چې پرانستل کیږي نه اؤ په ظاهره داسې ښکاري چې دا د ولس لپاره شتون نه لري. دامریکې دتجارت مرستیال وزیر ډاڼ ګریوز ددغه فهرست دخپرولو په ترڅ کې پخپل یو بیان کې ویلي چې "مونږ(دجوهري فعالیتونو) خورونکو پرضد،د روس اؤ چین دپوځي‌ نوښت په معامله کې دپوځي تیري دمخالفت کولو اؤ انساني حقونو دخوندي کولو لپاره کار کړی دی" دامریکې د صعنتونو (کامرس انډسټري اینډ سیکیورټي) مرستیال وزیر ایلن ایف اسټیورز ویلي" امریکا به دپرامنه تجارت هغو لارو ته دمنتقلۍ اجازه نه ورکوي چې زمونږ اقدار مجروحه کوي اؤ امنیت مو کمزوری کوي اؤ مونږ نن همدا دا وایو" دې فهرست کې د روس،بیلا روس اؤ تایوان درې کمپنۍ په مبینه توګه د روس په پوځي اؤ یا هم دفاعي صنعت کې په څرګنده توګه په کردار ادا کولو شاملې کړل شوې دي. ددې ترڅنګ دچین دپوځي نوښت په هڅو کې په مرستې کولو،دامریکایي ساز وسامان دترلاسه کولو په هڅې اؤ دایران دپابندۍ سره مخ یوې ادارې سره دکومک په هڅه دچین 18 کمپنۍ دې تور فهرست کې شامل کړل شوې دي. همدا شان دچین اؤ میانمار شپږ کمپنۍ دانساني حقونو څخه په سرغړونې کولو یاد فهرست کې شامل کړل شوې دي. د وال سټریټ جرنل د رپورټ له مخې دې فهرست کې په شاملیدو به د یادو کمپنیو لپاره دامریکي اؤ نورو سپلایرانو نه دامریکایي توکو د رسولو عمل( شپمنټ) ستونزمن شي. امریکایي میډیا دا اندوینه هم کړې ده چې دې ګام سره به د هغه واشنګټن اؤ بیجنګ ترمنځ فاصلې سیوا شي چې دڅو کالو راهسې دټینکنالوجۍ په جکړه کې یو بل سره ښکر په ښکر دي. په نړۍ کې ددغو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو (امریکا او چین) ترمنځ سوداګریز تاؤ تریخوالی له لسیزو راهیسې روان دی خو په دې وروستیو پکې نوره اضافه هم رامنځته شوې ده.  تېره میاشت دباییډن انتظامیې له لوري دچین دجاسوسي پوګڼۍ د راغورځولو نه وروسته دامریکې اؤ چین ترمنځ تاؤ تریخوالی زیات شوی دی. تر دې مخکې هم د امریکا حکومت وخت په وخت په ځینو چینایي شرکتونو د چین د هغوی دولتي چارواکو او ادارو سره، چې د بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن دي، د ګډ کار کولو له کبله بندیزونه لګولي‌وو. د امریکا حکومت له امریکایي شرکتونو څخه هم غوښتي چې له دا ډول افرادو او شرکتونو سره معاملې ونه کړې. (دې رپورټ کې ځینې معلومات د ډاڼ ورځپاڼې نه اخستل شوې دي)

04.03.2023 ډیوه

طالبانو هرات کې د داعش ډلې د شپږو غړو د وژل کېدو ادعا کړې

په هرات ولایت کې د طالبانو امنیتي مسؤلینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د شپږو غړو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

04.03.2023 امریکا غږ

ایټالیا کې د غرق شویو کډوالو د پیژندلو بهیر؛ 'د ۳۲ افغانانو هویت تثبیت شوی'

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، د دغه هیواد په جنوبي ساحل کې د کډوالو غرقې شوې کښتۍ کې د مړو شوو کسانو د هویت تثبیتولو بهیر روان دی او په خبره یې تر دا مهاله یې ۳۲ افغانان پيژندل شوي دي.

04.03.2023 امریکا غږ

اندونیزیا کې د سون موادو په یوې ډیپو کې اور لږ تر لږ ۱۷ تنه وژلي

په اندونیزیا کې چارواکي وایي د دې هیواد په پایتخت جاکارتا کې جمعه مارچ ۳ (کب۱۲) د سون موادو په یوې ډیپو کې د اور لګیدو له کبله لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شويدي.

04.03.2023 امریکا غږ

په ملېشیا کې بې درکه شوی پاکستانی خبریال په  پاکستان کې قېد دی

د خبریالانو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډز، ار اېس ویلي، پاکستان سید فواد علي شاه د خلکو د بدنامولو، چارواکو د ویرولو او په انټرنېټ د درغو، غیر سنجیده، او جعلي معلوماتو د خپرولو په الزام نیولی دی

04.03.2023 ډیوه

دپي ایس ایل سیالۍ کې اسلام اباد یونایټيډ کراچي کنګر ته په شپږو وکټو ماتې ورکړه

په پېنډۍ سټيډیم کې ترسره شوې دې لوبه کې دکراچي کنګز لخوا ورکړل شوی د202 منډو هدف اسلام اباد یونایټيډ په وروستي اوور کې د څلورو لوبغاړو په تاوان ترسره کړو

04.03.2023 ډیوه

عمران خان وایي داسې ښکاري چې دپوځ سرلښکر یې خپل دښمن ګڼي

پخواني وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې څو کرته پوځ سیاست کې په مداخله تورن کړی اؤ دعوه یې کړې ده چې دهغه حکومت ړنګیدو په سازش کې دپوځ دپخواني پوځي سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه لاس ؤ

04.03.2023 ډیوه

شمالي وزیرستان:پوځ وایي نښته کې یې یو ترهګر وژلی

تحریک طالبان پاکستان په دې پیښه کې د امنیتي ځواکونو ته ګڼو مرګ ژوبلو اړولو دعوه کړې خو پوځ په دې نښته کې د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي

04.03.2023 ډیوه

په انډونېشیا کې د تېلو په ډېپو کې اور دلاسه لږ تر لږه 17 کسان مړه شوي

د کال 2009 او د کال 2014 نه پس دا دریم ځل دی چې په جکارته کې د تېلو په دغه ډېپو اور ولګېدو. په مخکني اور کې تر 40 کورونه سوزېدلي وو خو څه جاني نقصان په کې نه و شوی

04.03.2023 ډیوه

د پاکستان د خزانې وزیر وايي چینايې بېنک پاکستان ته یو اشاریه درې بېلین ډالر قرض منظور کړی

روېټرز وايي د پاکستان د زر مبادله ذخایر انتهايي کم شوي، ملک ته د پېسو سخت ضرورت دی او د نړیوالې مالياتي ادارې ای اېم اېف نه قرض اخیستلو دپاره ادارې سره یې خبرو کې لا څه پرمختګ نه دی شوی

04.03.2023 ډیوه

په واشنګټن کې د کانفرانس ګډونوالو له م. م څخه وغوښتل چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني

واشنګټن - په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په اړه د یو جوړ شوي کانفرانس ګډونوالو د طالبانو لخوا د بشری حقونو په تېریو، په تعلیم او کار کې د ښځو پر بندیز او په هېواد کې د حقاني مدرسو په جوړېدو اندېښنه څرګنده کړه. په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ، سولې او بشري حقونو تر نامه لاندې دغه کانفرانس ته د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په امریکا کې د افغانستان د سفارت پخواني کلتوري اتشې نجیب ننګیال په خپلې وینا کې وویل، ملګري ملتونه دې طالبان تر هغو په رسمیت نه پېژني تر څو چې د دې شخړې یو سیاسي حل نه وي راوتلی ځکه د طالبانو حکومت مشروعیت نه لري. "له ملګروملتونو نه زمونږ وړاندیز دا دی چې، د طالبانو حکومت دې تر هغو پورې په رسمیت نه پېژني تر څو چې په افغانستان کې د دې ستونزې یو سیاسي حل نه وي راوتلی او طالبان دې ته نوي تیار شوي چې په افغانستان کې یو داسې حکومت د خلکو په رایه جوړ شي چې ټولو ته د منلو وړ وي. که داسې و نه شي نو د طالبانو حکومت یو نا مشروع حکومت دی. دوی چې کورنی مشروعیت نه لري نو نړیوال مشروعیت خو بیخي نه لري." ښاغلي ننګیال له ډیوې سره په خپلو خبرو کې وویل، هره ورځ طالبان له عدالت پرته خلک وژني، شکنجه کوي او بندیان کوي یې او د بشري جرمونو د څېړلو لپاره باید افغانستان ته یو پلاوی واستول شي. "افغانستان ته دې د بشر د حقونو لخوا نه دې،‌ د ملګروملتونو لخوا دې قوي بې طرف ټیم ولېږل شي تر څو د افغانستان په مختلفو برخو کې د طالبانو لخوا د بشري حقونو څخه سړغونې وڅېړي. د طالبانو زندانونه دا وخت له داسې خلکو ډک دي چې پخواني حکومت کې یې کار کاوه او یا یې په طالبانو اعتراض کړی دی. دوی له محاکمو پرته د نا معلوم جرم له امله نیول شوي او شکنجه کېږي." ګډونوالو همدارنګه له واکمنو طالبانو څخه غوښتل چې ښځې دې تعلیم او کار ته پرېږدي، د بیان ازادي ته دې اجازه ورکړي، د غچ اخېستلو لاره دې پرېږدي او بین الافغاني خبرې دې اعلان کړي تر څو د افغانستان پر ستونزو بحث وشي. په غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو فعالې صبرینا حمیدي هم په افغانستان کې له بشري حقونو څخه په روانو تېریو باندې اندېښنه څرګنده کړه او وویل چې ښځې په سیستماتیک ډول له ټولنې لېرې کېږي. "په خاصه توګه مېرمنو ته، مونږ ګورو چې په سیستماتیک ډول له ټولنیزو فعالیتونو څخه لېرې کېږي. هغوی خپل فرهنګي حقونو ته، ټولنیزو حقونو ته،‌ سیاسي حقونو ته، د کار تعلیم او تحصیل حق ته نه پرېښودل کېږي. دغه ډول د ګرځېدو راګرځېدو حق، د مصونیت حق، د بیان د ازادۍ حق نه لری.‌ دې ته توپیر هم نشو ویلی ځکه دا د حاکمې ډلې لخوا دی. دوی په سیستماتیک ډول له صحنې نه ویستل کېږي او د جنسیت پر بنا دوی له خپلو حقونو څخه محرومېږي." د کانفرانس یوې بلې ګډونوالې، د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیلې نجیب په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ سره د حقاني شبکې لخوا مدرسې جوړېږي. "د حقاني مدرسو جوړېدل واک ته د طالبانو د راتګ په دریمه میاشت پیل شوي او دا نه یواځې د افغانستان په جنوب، بلکه په مرکز او شمال کې هم جوړېږي او حتې ښځې ورته هڅول کېږي چې ولاړې شي، خو همدې مدرسو به په پاکستان کې ترهګر روزل." د کانفرانس بل ګډونوال افغان ډپلوماټ او په واشنګټن کې پخواني افغان کونسلر صفي الله دلاور ډیوې ته وویل، چې د غونډې اساسي موخه دا ده چې هغه غږونه نړیوالو ته ورسېږي چې خپله له افغانستان څخه یې رسېدل دا مهال ناشوني دي. "د دې کانفرانس ته موخه دا ده چې ټول په یو غږ باندې په هغو چارواکو باندې چې فعلا په افغانستان باندې حاکم دي او دغه راز په خاصه توګه په نړیوالې ټولنې باندې غږ وکړي چې افغانستان باید هیر نشي. د افغانستان دننه افغانان باید هیر نشي. د هغوی هغه کړکېچن حالت باید په یاد کې وساتي او هغه ته رسیدګي وکړي تر څو افغانان خپل هغه ابتداي اساسي حقوق چې دي هغو ته لاس رسۍ ومومي." د کانفرانس په پای کې په یوې اعلامیه کې د ملګروملتونو د غړو هېوادونو، د ملګروملتونو د امنیت شورا او له اروپايي ټولنې څخه په دې خاطر مننه شوې چې د طالبان حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی. په بیان کې ټینګار شوی چې د نړیوالې ټولنې دې سیاست ته دې دوام ورکړل شي تر څو په افغانستان کې یو قانوني او پراخ بنسټه حکومت جوړ شي چې ټول بشري حقونه او ډیموکراټیک ارزښتونه پکې خوندي وي. په بیان کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره په یو دریمګړي‌ هېواد کې د لویې جرګې جوړېدل هم غوښتل شوي چې د افغانانو ترمنځ د تل پاتې سولې، سیاسي ثبات او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره معنی لرونکې خبرې پیل شي.

04.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more