شاته

د طالبانو د قوانینو له مراعت سره سره، افغان میرمنې کار ته دوام نشي کولی

د یو شمیر غیر حکومتي سازمانونو ښځینه کارکوونکي وایي سره له دې چې پر میرمنو یې ټول وضع شوي قوانین مراعت کړي خو بیا هم په دې سازمانونو کې له کار کولو منع شوي دي.

۲۶ کلنه صبرینا سعیدي چې په لندن کې د میشت "په کړکیچ کې د ماشومانو" د سازمان کارکوونکې وه، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، هره ورځ د حجاب او ماسک په اغوستلو سره له خپل پلار او یا هم ورور سره کار ته تلله چې د خپلې کورنۍ د لسو غړو ملاتړ وکړي.

خو د سعیدي او نورو زرګونو میرمنو لپاره چې په غیر حکومتي سازمانونو کې یې کار کاوه وضعیت د طالبانو له خوا د نویو محدودیتونو په وضع کیدو سره بدل شوی دی.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د ډسبمر میاشتې په ۲۴ نیټه (مرغومې دریمه) د یو مکتوب په صادرولو سره میرمنې او نجونې په کورنیو او بهرنیو غیرحکومتي سازمانونو کې له کار کولو منع کړې.

په دې مکتوب کې چې د طالبانو د اقتصاد د سرپرست وزیر دین محمد حنیف له خوا لاسلیک شوی، راغلي چې "د اسلامي حجاب نه مراعت" ددې پریکړې دلیل دی.

سعیدي او نورو میرمنو چې له غیر حکومتي سازمانونو سره کار کاوه له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو له خوا یې ټول وضع شوي قوانین مراعات کول.

د هغوی په وینا په غیر حکومتي سازمانونو کې د میرمنو پر کار بندیز د ټولنې له مختلفو برخو څخه د میرمنو د لیرې کیدو په اړه د طالبانو د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

د میرمنو پر کار له بندیز مخکې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تر "ثاني‌ امر" پورې د افغانستان په پوهنتونونو کې د میرمنو او نجونو د زده کړو مخه ونیوله.

په وروستي مورد کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې تر "ثاني امر" پورې نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورنکړي. دا امر په داسې حال کې صادر شو چې ټاکل شوې وه خصوصي پوهنتونونو په فبروري میاشت کې د کانکور ازموینه اخیستې وای.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته، د هرې ورځې په تیریدو سره پر افغان میرمنو او نجونو سخت قیودت وضع کړي دي او هغوی یې نه یوازې په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې له کار کولو منع کړي بلکې ښوونځیو او پوهنتونونو ته یې هم د هغوی د تګ مخه نیولې ده.

له محرم پرته پر سفر ممنوعیت، پارکونو، حمامونو او تفریحي پارکونو ته د میرمنو د تګ مخنیوی او بشپړ اجباري حجاب د نورو محدودیتونو تر څنګ هغه موارد دي چې د طالبانو له خوا پر میرمنو او نجونو وضع شوي دي.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ په خپل تازه راپور کې د طالبانو له خوا پر میرمنو د پراخو فشارونو څخه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې یادې ډلې د میرمنو او نجونو سیستماتیک نقض په یوې "عادي" ورځنۍ چاره بدل کړی دی.

ښاغلي بنیټ په خپل راپور کې ویلي:"د میرمنو او نجونو له بنسټیزو بشري حقونو څخه د هغوی "طالبانو" له تبعیض څخه ډک چلند ممکن د جنسي ځورونې په شان چې د بشر په ضد جنایت دی، ووسي."

ناهیلي

میرمن سعیدي وایي ټوله ورځ په کور کې تیروي. هغه زیاته کړه:" موږ د مالي او رواني‌ اړخه ځوریږو."

سعیدي امریکا غږ ته وویل سازمان اوسمهال تنخوا ورکوي‌ خو هغه "ډاډمنه نده چې تر کومه وخته به دوام ولري."

هغې زیاته کړه:"زما کار د یوې کیس د مسولي (Case worker) په صفت دا وو چې هغوی (ماشومان) ووینم او ژوند یې له نږدې وګورم او شرایط یې و ارزوم. او وروسته ووینم چې څه ډول خدمات ورته وړاندې کولی شم. څنګه کولی شم له کوره کار وکړم."

هغه، هره ورځ له خپلو همکارانو سره خبري کوي څو وویني چې آیا د طالبانو‌ په سیاستونو کې تغیر راغلی دی که نه، خو نوموړې زیاتوي چې "هیڅوک نه پوهیږي چې تر کله به کور کې پاتې شو."

میرمن سعیدي ددې خبري په کولو سره چې "هیله مې له لاسه ورکړې" زیاته کړه:"که مې پاسپورت درلودلی یوه ورځ هم افغانستان کې نه پاتې کیدم."

بشري کړکیچ

تیره میاشت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر رئیس رامز الاکبروف خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه کسان د خپلې بقا لپاره په بشري مرستو متکي دي.

د الاکبروف په وینا، واک ته د طالبانو په بیا رسیدو سره "ناخالص داخلي تولید تر ۳۵ سلنه کم شوی، د لومړنیو خوراکي توکو بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې او وزګاري ۴۰ سلنه زیاته شوېده."

د متحدو ایالتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان رئیسه جنټي سوریپټو وایي د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې د مرسته رسوونکو کار په داسې حال کې ستونزمن کړی چې یاد هیواد له بشري کړکیچ سره مخ دی.

هغې زیاته کړه:"په عملیاتي لحاظ، دا واقعا امکان نلري چې د میرمنو له حضور پرته خپل کار په موثره توګه وکړو. میرمنې په خاص ډول له موږ سره مرسته کوي څو میرمنو او ماشومانو ته لاسرسی ولرو."

میرمن سوریپټو وویل، د ماشومانو د ملاتړ سازمان "په روښانه طالبانو ته ویلي" چې "موږ به د خپلو ښځینه همکارانو پرته کار ونکړو" هغې زیاته کړه یاد سازمان د طالبانو د جامو لارښونې مراعت کوي او ښځینه کارکوونکي محرم لري.

د میرمن سوریپټو په وینا، د ماشومانو د ملاتړ سازمان له ۱۹۷۶ کال څخه د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې له ۵۰۰۰ کارکوونکو سره چې نیمایي یې میرمنې دي، خدمات وړاندي کړي دي.

هغې زیاته کړه، د هغو ۵۵ زره کسانو له ډلې څخه چې په افغانستان کې په غیر حکومتي سازمانونو کې کار کوي، یو دریمه برخه یې میرمنې جوړوي.

میرمن سوریپټو امریکا غږ ته وویل که څه هم د ماشومانو د ملاتړ سازمانونه توانیدلي دي د روغتیا او زده کړو په برخ کې خپل فعالیت له سره پیل کړي، خو هغوی باید نه یوازي په ملي‌ بلکې د ولایتونو په کچه هم خپل جواز واخلي.

هغې زیاته کړه طالبانو هغوی ته ډیر تضمینونه ورکړي دي خو " غواړم یوازې د ژمنو نه بلکې د عمل شاهده ووسم."

نړیوال فشارونه

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخیل امریکا غږ ته وویل نړیواله ټولنه باید د طالبانو په مشرانو فشارونه ډیر کړي.

هغه وویل:"دا باید هغه څه ونه وسو چې د افغانستان خلک یې تاوان ورکړي... باید پر هغو طالبانو چې پریکړې کوي بندیز ولګوي."

آرزو چې د یوې غیر حکومتي موسسو د یوې کارکوونکي مستعار نوم دی او خپله دنده یې له لاسه ورکړې وایي چې "نړۍ باید چپه خوله پاتې نشي."

هغې امریکا غږ ته وویل:" نړۍ باید طالبان په رسمیت نه پيژني، ځکه هغوی پر میرمنو محدودیتونه وضع کړي دي او بشري حقونه یې نقض کړي دي."

آرزو، سعیدي او نورې په زرګونه هغه میرمنې چې له غیرحکومتي سازمانونو سره یې کار کاوه اوس په کور کینول شوي دي او د خپلې راتلونکې په اړه اندیښنه لري.

آرزو وویل د طالبانو په واکمني کې د ځان او خپلې کورنۍ راتلونکې تیاره ویني.