شاته

د پاکستاني او چینایي کمپنیو په ګډون37 کمپنۍ د امریکې د تجارت تور فهرست کې شاملې کړای شوې

په میزایلي اؤ اټومي فعالیتونو کې په شکمنه توګه دککړتیا په تور یو شمیر پاکستاني کمپنۍ هم دامریکې تور تجارتي لسټ یا نوملړ کې شاملې کړل شوې دي.

د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې دامریکې دتجارت دمحکمې دصنعتونو اؤ امنیت څانګې(بي ایي ایس) د روس په پوځي اؤ یا دفاعي صعنت کې په مرستې کولو،دچین دپوځ په نوښت(جدت)کې دمرستې ترڅنګ په میانمار اؤ چین کې دانساني حقونو په پامالۍ کې په مبینه ډول دککړتیا په تور 37 ادارې پخپل تور لسټ کې شاملې کړې دي.

ډاڼ ورځپاڼه وایي دې فهرست کې د "بیلسټک میزایلو اؤ غیرخوندي ایټمي فعالیتونو" په عنوان یوه جلا برخه موجود ده.

ورڅپاڼه لیکي په دې اړوند جاري کړل شوي یو بیان کې ویل شوي چې دچین اؤ پاکستان 14کمپنۍ داندېښنو وړ دبیلسټک میزایلو بروګرام کې په مرستې کولو ،دپاکستان میزایلي پروګرام اؤ غیرخوندي اټومي فعالیتونو کې دککړتیا پسر تور فهرست کې شاملې کړل شوې دي.

په دې فهرست کې دشامل کړل شوؤ کمپنیو پېژندګلو نه ده په ډاګه کړل شوې خو رپورټ وایي دا کمپنۍ دیوې داسې ویب پاڼې مربوط دي چې پرانستل کیږي نه اؤ په ظاهره داسې ښکاري چې دا د ولس لپاره شتون نه لري.

دامریکې دتجارت مرستیال وزیر ډاڼ ګریوز ددغه فهرست دخپرولو په ترڅ کې پخپل یو بیان کې ویلي چې "مونږ(دجوهري فعالیتونو) خورونکو پرضد،د روس اؤ چین دپوځي‌ نوښت په معامله کې دپوځي تیري دمخالفت کولو اؤ انساني حقونو دخوندي کولو لپاره کار کړی دی"

دامریکې د صعنتونو (کامرس انډسټري اینډ سیکیورټي) مرستیال وزیر ایلن ایف اسټیورز ویلي" امریکا به دپرامنه تجارت هغو لارو ته دمنتقلۍ اجازه نه ورکوي چې زمونږ اقدار مجروحه کوي اؤ امنیت مو کمزوری کوي اؤ مونږ نن همدا دا وایو"

دې فهرست کې د روس،بیلا روس اؤ تایوان درې کمپنۍ په مبینه توګه د روس په پوځي اؤ یا هم دفاعي صنعت کې په څرګنده توګه په کردار ادا کولو شاملې کړل شوې دي.

ددې ترڅنګ دچین دپوځي نوښت په هڅو کې په مرستې کولو،دامریکایي ساز وسامان دترلاسه کولو په هڅې اؤ دایران دپابندۍ سره مخ یوې ادارې سره دکومک په هڅه دچین 18 کمپنۍ دې تور فهرست کې شامل کړل شوې دي.

همدا شان دچین اؤ میانمار شپږ کمپنۍ دانساني حقونو څخه په سرغړونې کولو یاد فهرست کې شامل کړل شوې دي.

د وال سټریټ جرنل د رپورټ له مخې دې فهرست کې په شاملیدو به د یادو کمپنیو لپاره دامریکي اؤ نورو سپلایرانو نه دامریکایي توکو د رسولو عمل( شپمنټ) ستونزمن شي.

امریکایي میډیا دا اندوینه هم کړې ده چې دې ګام سره به د هغه واشنګټن اؤ بیجنګ ترمنځ فاصلې سیوا شي چې دڅو کالو راهسې دټینکنالوجۍ په جکړه کې یو بل سره ښکر په ښکر دي.

په نړۍ کې ددغو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو (امریکا او چین) ترمنځ سوداګریز تاؤ تریخوالی له لسیزو راهیسې روان دی خو په دې وروستیو پکې نوره اضافه هم رامنځته شوې ده.

تېره میاشت دباییډن انتظامیې له لوري دچین دجاسوسي پوګڼۍ د راغورځولو نه وروسته دامریکې اؤ چین ترمنځ تاؤ تریخوالی زیات شوی دی.

تر دې مخکې هم د امریکا حکومت وخت په وخت په ځینو چینایي شرکتونو د چین د هغوی دولتي چارواکو او ادارو سره، چې د بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن دي، د ګډ کار کولو له کبله بندیزونه لګولي‌وو.

د امریکا حکومت له امریکایي شرکتونو څخه هم غوښتي چې له دا ډول افرادو او شرکتونو سره معاملې ونه کړې.

(دې رپورټ کې ځینې معلومات د ډاڼ ورځپاڼې نه اخستل شوې دي)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00