شاته

 اقتصاد پوهان: د پاکستان اقتصادي مشکلات د کوم بل هېواد نه، بلکې د خپله لاسه دي

په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي په ملک کې اقتصادي مشکلات د پاکستان د خپلو پاليسيانو له امله دي د کوم بل هېواد له امله نه دي او پاکستان له به په خپله د دغو مشکلاتو د وتلو لاره لټول او پاليسيانې جوړول وي.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه د چين د بهرنیو چارو د وزارت وياندې ماو ننګ په دویم مارچ په يوه خبري غونډي کې د کوم هيواد د نوم اخستو بغېر ویلي چې "د يو پرمخ تللي هېواد د اقتصادي او مالي پاليسيانو د ژورو اغېزو له امله پاکستان او ځينې نور هېوادونه په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دي".

هغې ويلي، "د پرمخ تللو هېوادونو د پورونو د يوې غټې برخې تعلق د لویديځ هېوادونو د اثر لاندې مالياتي ادارو سره دی".

د خبر ترمخه په وروستیو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت کونسلر ډېرک شولی د پاکستان سفر کړی، "په پاکستان او د نړۍ په ځينې نورو هېوادونو یې د چين د پورونو په اړوند اندېښنې څرګندې کړې وې".

خو په پاکستان کې ياد اقتصاد پوهان وايي پاکستان په خپله د خپلو اقتصادي مشکلاتو زمه وار دی.

اقتصاد پوهه او د پاکستان د خزانې پخوانی وزير سلمان شاه وايي، د هغه په نظر "د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو يو غټ علت کورنۍ مسلې دي، په پاکستان کې بېوروکرېټک کنټرول ډېر زيات دی، اقتصادي ازادي نشته، د پانګونو دپاره ښه چاپېريال نشته، د حکومت رول نشته، مارکيټ نشته".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "زه به داسې اووايم چې ډېرې مسلې کورنۍ دي او ځينې بهرنۍ دي".

خو بل اقتصاد پوهه قېصر بنګالي وايي، د هغه په نظر د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو زمه وار سل په سله پاکستان په خپله دی.

وي اواې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو زمه وار 100 فيصده په خپله پاکستان زمه وار دی بل يو ملک نه دی، نړيواله مالياتي اداره [ايي اېم اېف] هم نه ده زمه واره، مونږ په خپله زمه وار يو د مشکلاتو".

قېصر بنګالي زياته ده د تېرو 40 کالو او په ځانګړي ډول د تېرو 20 کالو راهسې چې د پاکستان کومې پاليسيانې دي هغه د يوې مخصوصه طبقې دپاره جوړې شوي دي ځينې کورنۍ او ځينې بهرنۍ دي، بهرنۍ په ځانګړي ډول چې د نړيوال بېنکونو کوم نظام دی هغو ته د ګټو رسولو دپاره پاليسيانې جوړې کړی شوي او د پاکستان وسايل راښکل شوي".

هغه وویل، "پاکستان به په خپله ځان د مشکلاتو نه اوباسي په وقتي توګه خو یې يو څوک مرسته کولی شي خو خپل زخم به ورته په خپله ډکول وي".

خو سلمان شاه بيا دا هم وايي د چين بيان یې په خپله نه دی کتلی خو ښایي چې "چين ويل غواړي چې د لويديځ هېوادونو دې پاکستان د اقتصادي مشکلاتو نه ويستلو کې خپل رول ولوبوي، مارکيټونو ته دې رسايي ورکړي، ټېکنالوجي دې ورکړي او چين چې په پاکستان کې څومره پانګونه کوي دومره پانګونې دې وکړي".

نوموړي زياته کړه، د هغه په نظر "د پاکستان د اقتصادي مشکلاتو زيات زمه وار په خپله پاکستان دی خو ورسره هغه دا هم ګڼي چې ځينې بهرني علتونه دي لکه په افغانستان کې د تیرو 40 کالو راهسې جنګونو او بيا په پاکستان کې خپله کورنۍ ترهګري، نو دغو جنګي حالاتو د پاکستان اقتصاد اغېزمن کړی دی".

پاکستان چې په سختو اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دی، اقتصاد پوهان وايي څو پورې چې د پاکستان دپاره ايي اېم اېف د پور پروګرام نه وي په ځای شوی تر هغې به د پاکستان د ديواليه کېدو خطره موجوده وي.

خو پاکستان بيا بیا دعوه کوي چې کله به هم ديواليه نه شي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ ويلي چې انډسټرېیل اېنډ کمرشل بېنک اف چاینا لمېټېډ1398 HK پاکستان ته د یو اشاریه درې بېلین ډالرو قرض منظور کړی دی چې د پاکستان د زر مبادله ذخیره په ښه کېدو کې به مرسته وکړي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه اسحاق ډار ويلي، چینايي بېنک به پاکستان ته د "رول اور" قرض دغه پېسې د 500 مېلین ډالرو په دریو قستونو کې ورکوي او لومړی قسط د پاکستان سټېټ بېنک ترلاسه کړی دی.

اسحاق ډار په ټوېټر ويلي، د چین د دغو پېسو سره به د پاکستان د زر مبادله ذخیره بهتره شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00