شاته

اندونیزیا کې د سون موادو په یوې ډیپو کې اور لږ تر لږ ۱۷ تنه وژلي

په اندونیزیا کې چارواکي وایي د دې هیواد په پایتخت جاکارتا کې جمعه مارچ ۳ (کب۱۲) د سون موادو په یوې ډیپو کې د اور لګیدو له کبله لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شويدي.

مسؤلینو ویلي چې اور د پلومپانګ د سون موادو په سټیشن کې بل شو خو وروسته د جاکارتا په شمال کې د خلکو د اوسیدو ځایونو ته یې هم لمن ورسیده.

ځینې ویډیوګانې چې د اندونیزیا په ملي مطبوعاتو کې خپرې شوي پکې ښودل کیږي چې سلګونه کسان پداسې حال کې هرې خوا ته په وارخطار حالت کې منډې رامنډې وهي چې د اور وژنې عمله کوښښ کوي د اور لمبې کنټرول کړي.

چارواکو همدارنګه ویلي چې په وژل شویو کې ۲ یې ماشومان. په پیښه کې پنځوس تنه ټپي شوي هم دي او په روغتون کې بستر شویدي. مسؤلین وایي چې ډیری ټپي شوي کسان ښه کاري سوځیدلي او روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ ښودل شوی.

مسؤلینو ویلي چې اور په محلي وخت د شپې په اتو بجو بل شو او د سیمې څخه څه باندې ۶ سوه کسان خوندي سیمو ته ایستل شویدي.

یو شمیر کسان چې خپل خپلوان یې په اور کې ټپي شوي، د حکومت څخه یې د مرستو غوښتنه کړې.

د جاکارتا سرپرست والي هیرو بودي هارتونو د پیښې څخه وروسته خبریالانو ته وویل چې حکومت به په پیښه کې د ټولو ټپي شويو کسانو روغتایي لګښت په غاړه واخلي.

اور د پرتامینا شرکت اړوند دولتي سټیشن کې لګیدلی.

د دې شرکت مسؤلینو ویلي چې ټول تمرکز یې د اور په مړ کولو او خوندي ځایونو ته د سیمې د خلکو ایستلو ته ده. شرکت همدرانګه ویلي چې په پیښه کې ټپي شویو کسانو ته به تر ټولو غوره روغتیایي خدمات برابروي.

په عین حال کې حکومت د سون موادو دې شرکت ته امر کړی چې د پیښې په هکله په بشپړه توګه پلټنې وکړي او د ټولنې سره دې لازمې مرستې وکړي.

وزارت ویلي چې د پیښې په هکله پلټنې به د نږدې څاري.

دا لومړی ځل ندی چې د سون موادو پدې سټیشن کې اور لګیږي. په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کال کې هم پدې سټیشن کې اورونه لګیدلي و. د ۲۰۱۴ کال په اور کې سټیشن سره نږدې ۴۰ کورونه سوځیدلي و خو چا ته پکې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.