ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کراچۍ: د پولیسو په مرکز ډله ییز برید شوی، دوه پولیس اؤ دوه ترهګر وژل شوي، نښته روانه ده

دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې ترهګرو دپولیسو په مرکز ډله ییز برید کړی چې دسیند صوبې د وزیراعلا له مخې په دې برید کې تر اوسه دووه پولیس، یو عام تن اؤ دوه ترهګر وژل شوي دي. دا پېښه د جمعې په ماښام په شارع فیصل د کراچۍ د پولیسو په دفتر شوې چې دغلته مهم لوړپوړي چارواکي دفترونه لري. د کراچۍ پولیس سرچینې وایي د اتوو نه تر لسو ترهګر دپولیسو مرکز ته ورننوتلي اؤ هلته یې ناتاره ډزې کړې دي. پاکستاني رسنۍ وایي دپېښې په ځائ کې دچاودنو درانه غږونه هم اوریدل شوي دي. دسیند صوبې وزیراعلا ښاغلي مراد علي شاه رسنیو ته ویلي دپولیسو ترڅنګ،دپوځ اؤ رینجرز ځواکونه هم دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ ترهګرو نه یې ګیره تاو کړې ده. د وزیراعلا په خبره تر دې مهاله هغه ته ډزو کې د دوؤ پولیسو،یو عام تن اؤ دوؤ ترهګرو د وژل کیدو اطلاع ورکړل شوې ده اؤ وایي څلور تنه نور ژوبل دي چې د یو تن حالت پکې مرګونی دی. دکراچۍ دپولیسو مشر جاوید عالم اوډهو رسنیو ته ویلي برید دهغه په دفتر شوی دی اؤ وایي پولیسو د ترهګرو سره سخته نښته پیل کړې ده. بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې هغه ویلي چې په دغه ودانۍ کې دبرید په مهال د40ؤ نه تر50ؤ پورې کسان موجود وؤ. وزیراعلا مراد علي شاه وویل چې په کومه ودانۍ برید شوی دا پینځه پوړیزه ده اؤ تر دریم پوړ وداني دترهګرو نه پاکه کړل شوې ده. هغه وایي في الحال دحکومت اؤ امنیتي ځواکونو ټوله هڅه داده چې دا برید په ډیر محتاط ډول ناکام کړي اؤ دغلته لکه دپېښور دپولیسو دمرکز پشان زیاته مرګ ژوبله وانه وړي. ددې برید نه وړاندې په 30مه جنورۍ هم دپېښور په پولیس لاین کې یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې وړومبې پکې حکومت د 102 کسانو د مړینې اؤ د 200نه د زیاتو کسانو د ژوبل کیدو پخلی کړی ؤ خو وروسته بیا پولیسو وویل چې دې برید کې 84 کسان وژل شوي چې زیاتره پولیس وؤ. دپېښور دځانمرګي برید پړه دپاکستاني طالبانو یوې ډلې پغاړه اخستې وه خو د کراچۍ دپولیسو په مرکز دشوي برید پړه لا چا په سمدستي توګه پغاړه نه ده اخستې . ددې رپورټ تر چمتو کیدو دکراچۍ دپولیسو په مرکز کې دامنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ په دمه دمه ډزې روانې وې اؤ سرچینې وایي چې دمړو اؤ ژوبلو په شمیر کې نوره اضافه هم کیدای شي.

17.02.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

17.02.2023 امریکا غږ

د پاکستان په کراچي کې د پولیسو په یوه دفتر وسله وال برید شوی دی

د ازادې اروپا/ د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور پر بنسټ، له اتو زیاتو وسله والو کسانو د کراچي د پولیسو د عمومي مشر پر دفتر برید کړی او وروسته د پولیسو او سله والو ترمنځ ډزې هم تبادله شوي دي. د کراچي د پولیسو عمومي مشر جاوید عالم د پاکستان جیو تلویزیون سره په خبرو کې منلی ده چې پر دفتر يې برید شوی دی. په کراچې کې د مشال راډیو خبریال وايي، په سیمه کې د ډزو او چاودونو غږونه اویدل کیږي او امبولانسونه هم سیمې ته رسیدلی دی. د معلوماتو پر بنسټ ترواسه دوه پولیس سرتیري ټپیان شوی دی. د سند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجيل انعام ميمن د پا کستان جيو تلویزون سره په خبرو کې ويلي، تر دې مهاله د برید ګرو د شمیر او هویت په اړه مالومات نشته. تراوسه ددې برید مسولیت کومې ډلې یا چا په غاړه نه دی اخیستې.

17.02.2023 ازادي راډیو

په بلوچستان کې د پوليو روان کمپېن د افغان کډوالو په کېمپونو کې تر سره کېږي

کوټه/ واشنګټن ـــــ د بلوچستان په  نهو ضلعو کې د پوليو کمپېن روان دی چې یواځې د افغان کډوالو په کېمپونو کې تر سره  کېږي. په دې کمپېن کې به شاوخوا يو لک شپېته زره ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي. په  لورالای یا بوري سيمه کې له کټوۍ کېمپ سره سره په ژېړکارېز او غزګۍ کېمپونو کې هم دغه کمپېن روان دی، چې ماشومانو ته څاڅکي ورکړي. په دغو کېمپونو کې لا هم په زرګونو افغان کډوال ژوند کوي. په دې کمپېن کې د پولیو کارکوونکو د امنیت لپاره په ټوله صوبه کې پولیس او ملېشه عسکر ګومارل شوي دي. حکمت الله له تېرو پینځو کلونو د بوري په کټوۍ کېمپ کې د پوليو کارکوونکو د مسوول په توګه کار کوي، دی وايي، په لاهور کې له چاپيرياله په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس د دې سبب شو چې په  ټولو افغان کېمپونو کې کمپېن ترسره  شي: "دا اوسنی کمپېن د ايمرجنسي په توګه  ترسره  کېږي، ځکه  چې له  چاپيرياله په  اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی  وو ځکه  نو دا روان د پوليو ضد کمپېن د مهاجرينو په کيمپونو کې تر سره  کېږي". په کټوۍ کېمپ کې نسيم بي بي له  تېرو دوو کلونو راهيسې کډوالو ماشومانو ته  د پوليو ضد څاڅکي ورکوي. هغې وي او اې ډيوه ته وویل چې تر نارينوو دلته  ښځې په  ښه  توګه  کار کولای شي، ځکه چې وایي ښځې هر کور ته  ورځي او تر ماشومه ځان رسوي: "په کېمپ کې زياتره ميندې خپل ماشومان وېکسين کوي، خو ځينې انکاري وي او نه غواړي ماشومانو ته يې د پولیو ضد څاڅکي ورکول شي. دوی هغه  ميندې اماده کوي، چې پوليو خطرناکه ناروغي ده، بيا د هغو ماشومانو ته څاڅکي ورکوي". د افغانستان د جوزجان ولایت د شبرغان یو سپين ږيری افغان کډوال امير محمد وایي د ژوند څلور لسيزې يې په مهاجرت  کې تېرې کړې دي، وایي له دې سره سره چې د خپلې کورنۍ ماشومان وېکسين کړي، په کيمپ کې له پوليو کارکوونکو سره مرسته هم  کوي چې د کېمپ تر هر کور او هر ماشومه د پوليو څاڅکي ورسېږي: "پاکستان څلورلسيزې د روغتيا په برخه کې زموږ خدمت کړی دی. زه هر چاته  وايم چې خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي". د بلوچستان د روغتیا چارواکي وایي د 2021م کال د جنورۍ له میاشتې راهيسې په صوبه کې د پوليو کومه پېښه نه ده رپوټ شوې، خو وایي د هېواد د نورو صوبو او د افغانستان په ځینو سیمو کې د پوليو وايرس لا شته چې له کبله یې د بلوچستان ماشومان لا هم د ګوزڼ له خطر سره مخ دي. پوليو وايرس چې اوس له  نړۍ ختم  شوی، يواځې په  پاکستان او ګاونډي افغانستان کې دغه وايرس اوس هم شته. د دواړو هيوادونو حکومتونه غواړي چې وايرس په  بشپړه توګه له سيمې ختم کړي او ماشومان د پوليو يا ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ خوندي شي.

17.02.2023 ډیوه

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

17.02.2023 امریکا غږ

د مونشن امنیتي کنفرانس؛ زیلینسکي د اوکراین سره د ګړندیو مرستو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د اوکراین سره خپل ملاتړ ګړندی کړي.

17.02.2023 امریکا غږ

په يونيسکو تور لګول شوی چې د چين سره د ويغور په ثقافتي ورثه ختمولو کې مل دی

واشنګټن - په واشنګټن کې د ويغور د بشري حقونو پراجېکټ تور لګولی چې د ملګرو ملتونو ادارې يونيسکو د چين د هغې تګلارې ملتيا کوي چې د ويغورو د پاکولو په نوم روانه ده او د ويغورو کلتور او ثقافتي ورثه تباه کوي. د رپورټ مرستيال ليکونکي ريشل هيرېس او عزيز عيسا ايلکون ويلي يونيسکو چې د «يونايټېډ نېشنز ايجوکېشن، سانټېفېک اينډ کلچرل ارګنايزيشن» مخفف دی په دوامداره توګه د چين په ويغور سيمه کې د ويغور، قازقو او کرغز خلکو د ثقافتي ورثې محافظ بولي. دوی وايي په داسې کولو يونيسکو د خپل جوړ کړي معيار نه پخپله سرغړونه کوي چې د ويغورو او نورو ترک نسلو لږکيو خلاف د بېجينګ د عمل دفاع کوي چې پکې د ويغور جوړ شوي ثقافتي اثار تباه کوي، د مذهبي مقدساتو سپکاوی کوي او د دوی بنيادي ثقافتي رسمونو ته جرم وايي. دوی وويل: “د دې ملګرتيا کول خپل سټېج د چين خوښې ته ورکول دي او د چين د تګلارې او بيانيې ستاينه کول دي”. د تنظيم په رپورټ کې چين په دې تورن شوی چې د سټرېټيجیک کلتوري پاکوالي په نوم هغه مخصوص شخصيتونه او تنظيمونه په نخښه کوي چې د خپلې کلتوري، نسلي او مذهبي پېژندګلو د پاره کار کوي. دا کار د ويغورو کلتوري اثاثه په شعوري توګه او په يوه مخصوصه طريقه ختمول دي. بيجينګ په بيا بيا دا تورونه رد کړي او وايي کوم ګامونه چې په ياده سيمه کې پورته کوي دا د ترهګرۍ، توندلارۍ او بېلتون غوښتونکو ضد عمل دی. په واشنګټن کې د چين سفارت د وي او ای پوښتنو ته ځواب نه دی ويلی خو چين هر کله د سينکيانګ په مسئله په خپل دريځ ودرېدلی کومه سيمه چې د ويغورو اکثريتي علاقه ده. د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند وانګ وېن بین څو ورځې وړاندې په يو خبري کانفرنس کې په دې اړه شوې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي وو، “مونږ د سينکيانګ په مسئله په ډېرو موقعو خپل دريځ ويلی دی” .وانګ ويلي: “دا تش په نوم خلاف ورزي او د بشري حقونو سره زورګېري د دې پېړۍ تر ټولو غټ دروغ او د چين د مخالفينو پروپيګنډه ده چې ريښتياوو تل غلطه ثابته کړې ده”. د ويغورو د بشري حقونو تنظيم په رپورټ کې د ويغور د ثقافتي اثاثې د پینځو څيزونو ذکر کړی چې ويغور موسيقي، زباني تاريخ او قصه ګويي پکې يونيسکو د ويغور ثقافت برخې ګرځولي دي. رپورټ ليکلي چې د چين حکومت يو شمېر جوماتونه، مزارونه، ګورستانونه او تاريخي کتابونه تباه کړي او په ويغور او نورو ترکي نسله ژبو يې بندېز لګولی دی. وایي د دې سره سره يې په سلګونو او یا ممکن په زرګونو ويغور، قازق او کرغز دانشوران او کلتوري شخصيتونه په جېلونو کې اچولي دي. د وي او ای پوښتنې ته د يونيسکو وياند په ځوابي ايميل کې وويل چې طريقه کار دا وي کله چې يونيسکو د مدني ټولنو نه کوم ر پورټ وصول کړي نو هغه معلومات د متعلقه حکومتونو سره شريکوي چې قانوني ځواب ورته وموندل شي.  وياند ليکلي “مونږ اوس اوس رپورټ تر لاسه کړی او دا وخت يې جايزه اخلو او داسې مونږ د هغو ټولو رپورټونو په اړه کوو چې د مدني ټولنو لخوا راولېږل شي”.

17.02.2023 ډیوه

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

17.02.2023 امریکا غږ

د ایران سرښار تهران او نورو ښارونو کې نن بیا احتجاجونه شوي

واشنګټن ــــ د څو میاشتو تر مسلسل احتجاجونو او ناارامۍ وروسته په ایران کې نن د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو وېډیوګانې خپرېږي چې پکې په یو شمېر ښارونو کې مظاهرین په احتجاجونو کولو لیدل شوي دي.  ددغو وېډیوګانو په آزادانه ډول تصدیق نه کېږي خو په حقله یې په ایران کې د بشري حقونو د فعالینو یوه ډله وايي دا احتجاجونه د ایران په سرښار تهران، اراک او اصفهان ښارونو کې شوي دي.  په هېواد کې په لویه کچه د پېل شوو احتجاجونو وروسته د ډالر په مقابله کې د ایران کرنسي ریال نور هم راپرېوتی دی.  دا تازه احتجاجونه د هغه دوه سړو د مرګ په څلوېښتمه ورځ شوي دي چې د ایران حکومت د احتجاجونو په تورونو پهانسي کړي وو.  په ایران کې روان احتجاجونه وروسته هغه وخت پېل شول چې د ایران پولیسو د تېر کال په ستمبر میاشت کې یوه 22 کلنه جینی مهسا امیني په پوره ډول د پردې نه کولو په سر ګرفتاره کړې وه او بیا څو ورځې وروسته هغه د پولیسو په حراست کې مړه شوه.  خپلوانو یې ویلي وو مهسا امیني د پولیس تشدد له وجې مړه شوې ده.  د احتجاجونو د وېډیوګانو په اډیو یا اوازونو کې که څه هم بدلون راوستی شوی خو اوازونه صفا دي چې پکې د ایران 83 کلن روحاني مشر یا سپریم لیډر ایت الله خامنایي په هدف کړی شوی او مظاهرین په فارسي ژبه د «آمر مرده باد» غږونه پورته کوي.  د ایران مېډیا په فوري توګه ددغو احتجاجونو د تصدیق په اړه څه نه دي ویلي. د ایران اسلامي جمهوري حکومت په هېواد کې روان دغه احتجاجونه بهرنی سازش بولي خو په دې اړه یې ثبوتونه وړاندې کړي نه دي. 

17.02.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

17.02.2023 امریکا غږ

د ملګروملتونو سرمنشي: هيڅوک بايد د زده‌کړو له فرصته بې‌برخې نه‌شي

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، په نړۍ کې د ۲۲۲ ملیونه نجونو او هلکانو د زده‌کړو بهیر د نښتو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله اغېزمن شوی چې له ډلې یې له ۷۸ ملیونه زیات اصلا ښوونځيو ته نه‌ځي. يوه مېرمن چې په کابل ښار کې اوسېږي او د پنځو ماشومانو مور ده وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې څلور لوڼې او يو زوى ښوونځي ته له تلو بې‌برخي شوي دي. دا چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د اقتصادي ستونزو ، شا په شا ګواښونو او نا امنۍ له امله مې ماشومانو خپلو زده‌کړو ته دوام ورنه‌شو کړای، له کومې ورځې چې امارت راغلی، لوڼې مې په کور کې دي او زوی مې چې د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وو، هغه هم له زده‌کړو پاتې دی." په همدې حال کې یوه مدني فعاله زهره واحد اختري وايي، د امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه وتلې او پاکستان ته تللې ده. د اغلې اختري په وینا، د ملګرو ملتونو د ملاتړ کارت نه درلودو له امله، ان د هغې ماشومان په پاکستان کې د زده‌کړو حق نه‌لري. نوموړې وايي: "زه دې ته اړ شوم چې له افغانستانه ووځم او پاکستان ته راشم، دلته هم زموږ ماشومان ښوونځي کې نه شاملوي، ځکه د سازمان کارت نه‌لرو او نه‌شم کولای چې ماشومان مې ښوونځي ته ولېږم." په افغانستان کې د امنیتي او د کډوالۍ پر ستونزو سربېره فقر او بې‌وزلي هم یو له هغو مهمو لاملونو څخه ده چې له امله يې ماشومان له زده‌کړو بې برخې شوي دي. کبرا د کابل ښار یوې اوسېدونکې ازادي راډیو ته وویل: "وړکی زوی مې ډېر ناروغ دی. مغزي سکته یې کړې. خاوند مې ۷۴ کلن دی. حالت مې ډېر خراب دی. د خلکو په کورونو کې کار کوم. دوه ماشومان لرم هغوی نه په مکتب کې شاملوی شم نه په کودکستان کې، ځکه چې بوټان یې په کار دي، کتابونه یې په کار دي، بکس یې په کار دی، او زه نه‌شم کولای." په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۲۲ ملیونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي او شاوخوا ۷۸ میلیونه نور د جګړو، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله اصلا ښوونځي ته نه‌دي تللي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش، د "زده‌کړې نشو ځنډولی" تر نامه لاندې غونډې ته په یوه ویډیویي پیغام کې، په بېړني حالاتو کې د زده‌کړې لپاره د مرستې غوښتنې ملاتړ وکړ او ویې ویل، هیڅوک باید د زده‌کړې له فرصت څخه بې‌برخې نه‌شي. نوموړي ويلي: "نن ورځ ٢٢٢ ملیونه زده‌کوونکي د جګړو او د اقلیم بدلونونو له امله له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي او له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي، لسګونه ملیونه نور زده‌کوونکي په ټیټ کیفیت سره زده‌کړې کوي. ٧٨ میلیون تنه ښوونځي ته نه‌ځي. د زده‌کړې لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال وجهي صندوق د دې ځوانو زده‌کونکو لپاره یو فرصت دی. دا بودیجه هر کال زیاتیږي او هغوی ته د باکیفیته زده‌کړو زمینه برابروي." د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل پیغام کې ویلي، په ۲۰۱۷ کال کې د (زده‌کړې نه‌شو ځنډولی) وجهي صندوق له جوړېدو راهیسې ۸۷ زره ښوونکي روزلي او اووه ملیونه له کړکېچ سره مخ ماشومانو ته یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده. د ملګرو ملتونو سازمان په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې د هلکانو او نجونو د زده‌کړې د محرومیت په اړه اندېښمن دی، چې له یو نیم کال څخه زیات وخت وشو، چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي او افغان نجونې او ښځې یې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته له تلو منع کړي دي. که څه هم د طالبانو دغه چلند د افغانستان په دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي، خو طالبانو لا په دې برخه کې نرمښت نه‌دی ښودلی.

17.02.2023 ازادي راډیو

یو ایس ای پي: امکان نه لري چې افغان طالبان د ټي ټي پي ملاتړ پرېږدي

واشنګټن ــــ د امریکې د سولې انسټیټیوټ څېړونکي وایي‌ داسې نه ښکاري چې په افغانستان کې واکمن طالبان به د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس واخلي ځکه چې وایي دوی فکر کوي چې اقتصادي ستونځې به د ټي ټي پي خلاف د پراخو عملیاتو لپاره د اسلام اباد مخه ونیسي. د یو ایس ای پي له خوا د فرورۍ په 14مه د څېړونکو په بحث کې خبرداری ورکړل شوی چې د پاکستان د اقتصادي بحران او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له کبله د پاکستاني طالبانو تحریک یو ځل بیا د یو لوی خطر په توګه را مخې ته شوی دی. په بحث کې د پاکستان پر پالیسیو د طالبانو د حکومت وروستیو نیوکو ته په اشارې سره په «یو ایس ای پي» کې د افغانستان د چارو څېړونکي اینډریو واټکینز ویلي، د پاکستان له سخت فشار سره سره د افغان طالبانو غیرسفارتي بیانات د هغوی اراده ښکاره کوي چې د ټي ټي‌ پي ملاتړ ته دوام ورکړي. واټکینز وایي: "امکان نه لري چې افغان طالبان د ټي ټي پي د ملاتړ په اړه خپل سټرېټیجیک دریځ بدل کړي. د [پېښور] تر برید څو ورځې مخکې او تر هغه څو اوونۍ مخکې د دوی عام پیغامونه تقریباً له انحرافه ډک وو چې د برید ډېره کمزورې غندنه یې کړې وه او پاکستان یې په خپلو پولو کې دننه د ترهګرۍ ذمه وار بللی وو". اینډریو واټکینز پخپلو خبرو کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي هغو خبرو ته اشاره کړې چې په افغانستان کې د پېښور د برید د پلانېدو تورونو ته په جواب کې یې د پاکستان دوو مرکزي وزیرانو ته ویلي وو، چې پر افغانستان دې تورونه نه لګوي بلکې پخپله دې د پېښور د برید کره پلټنه وکړي. ښاغلي ‌واټکینز د یو ایس ای پي په بحث کې وویل، د طالبانو امنیتي چارواکو له خوا په جنورۍ کې په ځایي مطبوعاتو کې یو یادداشت خپور شوی وو چې وایي په هغه کې د روزنې د کېمپونو په اړه معلومات وړاندې شوي. واټکینز وایي په هغه یادداشت کې دعوه شوې چې دغه کېمپونه په پاکستان کې دي او د پاکستان امنیتي ادارې یې ملاتړ کوي چې پکې د داعش په زرګونو جنګیالي په افغانستان کې د بریدونو لپاره تیاري کوي: "د ټي‌ ټي پي لپاره د دوی د ملاتړ له دعوو سره د مخامخ کېدو په اړه د طالبانو غبرګون د جوابي تورونو بڼه لري او دا د [ټي ټي پي] له ملاتړه د لاس اخیستو نخښه نه ده". د یو ایس ای پي په بحث کې ویل شوي چې د طالبانو دا ډول بیانونه د ټي ټي پي د کسانو په اړه د ملګرو ملتونو د چارواکو او نورو څارونکو له افسانوي رپوټونو سره سمون خوري چې وایي دوی په ازادۍ سره د افغانستان په ښارونو کې ګرځي او هلته تجارت کوي. د یو ایس ای پي په بحث کې ویل شوي چې کوم څوک کندهار ته لاسرسی لري د هغوی رپوټونه ښیي چې د طالبانو امیر [ملا هبت الله اخوندزاده] او د هغه نیژدې سلاکاران به "په نظریاتي بنیادونو د ټي ټي پي ملاتړ پرې نه ږدي." د امریکې د سولې انسټیټیوټ یو بل څېړونکی اسفندیار میر وایي تحریک طالبان ته د پاکستان عکس العمل یو بل مهم شی هم اغېزمنولای شي چې وایي هغه د دغه هېواد خراب اقتصاد دی، چې وایي‌ د ډیوالیه کې پر څنډه ولاړ دی. اسفندیار میر وایي: "دا د پاکستان پوځي واک محدودوي. پاکستان کولی شي بریدونه وکړي او په هیواد کې دننه دفاعي اقدامات ترسره کړي، خو [د ټي ټي پي خلاف] د لوړې کچې د دوامداره کمپاین لپاره وسایل نه لري". په بحث کې ویل شوي‌ چې په پاکستان کې د سیاسي ډلو له خوا د ترهګرۍ د وروستۍ څپې په غبرګون کې دا فشار مخې ته راغلی چې وایي "پوځ د ترهګرۍ د بیا را ژوندي کېدو دسیسې جوړوي چې واک ته د عمران خان د بیرته راستنېدو مخه ونیسي او د امریکې مرستې تر لاسه کړي." یو ایس ای پي وایي د ټي ټي پي د تشدد زیاتېدونکی کمپېن د دوی هغه فعال سیاسي او مادي قوت ښکاره کوي چې د دوی په سیاسي یووالي، د روزل شویو جنګیالیو، ځانمرګو برید کوونکو او وسلو په پراختیا کې لیدل کېږي. په بحث کې دا خبره هم په ګوته شوې چې د طالبانو څو مشرانو په ځانګړې توګه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني د پاکستان په غوښتنه د تحریک طالبان پاکستان مخه نیولې ده،، خو وایي بیا هم په طالبانو کې د نظر اختلاف د ټي ټي پي په ګټه دی.

17.02.2023 ډیوه

ژوند په امریکا کې

"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کیږی. دغه خپرونه د جمعې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې خپریږي.

17.02.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

17.02.2023 امریکا غږ

ترکیه کې مرستندویانو له زلزلې ۱۱ ورځې وروسته درې تنه ژوندي وژغورل

ترکیه کې مرستندویانو له زلزلې ۱۱ ورځې وروسته درې تنه ژوندي وژغورل

17.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more