شاته

د ایران په پنځو ولایتونو کې نجونې په ښوونځیو کې بیا مسمومې شوي - رسنۍ 

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په پنځو ولایتونو کې د ښوونځيو لسګونه نجونې د شنبې په ورځ د مسمومیت د مشکوکو بریدونو دنوې څپې په لړ کې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

په تیرو دریو میاشتو کې د تهران په سویل کې د قم په ښار کې د ښوونځي زده کونکو ترمنځ د تنفسي ناروغۍ په سلګونو پیښې ثبت شوي چې ځینې ناروغان روغتون ته انتقال شوي.

تسنیم او مهر خبری آژانسونو د ایران په حمدان، زنجان، آذربایجان، فارس او البرز ولایتونو کې د مسمومیت د وروستیو پیښو خبر ورکړی دی.

راپورونه وايي چې لسګونه زده کوونکې ځایي روغتونونو ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي. راپورونه وايي چې د ټولو زده کونکو حالت په عمومي ډول ښه ښودل شوی دی.

د جمعې په ورځ، ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل چې د استخباراتو او کورنیو چارو له وزیرانو څخه یې غوښتي چې د مسمومیت قضیې تعقیب کړي. هغه دا پیښې "په خلکو کې د ویرې او نا امیدۍ رامینځته کولو لپاره د دښمن دسیسه" وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل چې د مسمومیت په اړه پلټنه "د حکومت د لومړیتوبونو څخه ده چې د کورنیو اندیښې رفع او د عاملینو سره حساب وشي".

د رسنیو د راپورونو له مخې، د چهارشنبې په ورځ د نجونو لږ تر لږه لس ښوونځي د مسمومیت له بریدونو سره مخامخ شوي چې ۷ یې په شمال لویدیځ ښار اردبیل او درې یې په پلازمېنه تهران کې دي.

تېره اوونۍ د ایران د روغتیا مرستیال وزیر یونس پناهي وویل، د مسموم کولو هدف د نجونو د زده‌کړو بندول دي.

د مسموم کولو لړۍ پداسې حال کې رامنځته کیږي چې پنځه میاشتې مخکې د پولیسو له خوا د حجاب د نه مراعت په تور د کردۍ مهسا امیني د نیولو او وروسته بیا د وژل کیدو په نتیجه کې په ټول هیواد کې پراخ اعتراضونه وشول چې نړیوال غبرګونونه یې رامنځته کړل.

تهران وايي، د اعتراضونو په لړ کې سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه تنه د اعتراضونو په تړاو نیول شوي. ایراني مقامات دغه اعتراضونه د "بلوا" په نوم یادوي.